که غواړی د لیپ ټاپ بیټری مو د دوه ساعته پرځای څلور ساعته کار وکړي!

دسكرين برېښنا وركمه كړئ: دسكرين د روښنايي كمول هم ستاسي دبېټرۍ برېښنا سپموي ددغه كار دسرته رسولو لپاره دتوليدونكي كمنۍ معلومات وګورئ ځكه چي دهري كمپنۍ كمپيوټر دبل څخه جلا وي خو دبېلګي په ډول به يې په يوه كمپيوټر كي دروښيو لاندي عكس وګورئ.

 ( دfn  بټن سره دکيبورډ هغه بټن کښيکاږی چی دلمر عکس باندي وي)

وايرليس كارډ بند كړئ: دبرېښنا يو بل مهم مصرفونكى ډيوايس وايرليس كارډ دى هغه وخت چي تاسي ديو نيټورك سره نه ياست وصل نو پام مو وي چي خپل وايرليس كارډ غير فعاله كړئ.

د برېښنا دسپما يو شمېر نوري لارښوني: ددې دپاره چي دبيټرې بريښنا وسپموى او برېښنا هلته موجوده نه وي نو لاندي لارښوني په غور ولولى.

(Scheduled Tasks) يا تقسين بندي سوي دندي: هغه دندي او پروګرامونه چي تاسي دهغوى دپاره وخت ټاكلي وي چي بيا كمپيوټر دټاكلي وخت په را رسېدو سره هغوى اتومات خلاصوي نو مهرباني وكړى هغوى دكاره وغورځوى.

په Notification bar كي دپروګرامونو ليست راكم كړى: كوښښ وكړئ چي دپروسيسر كار راكم كړى دساعت تر څنګ و Notification ساحې ته وګورئ او هغه پروګرامونه او سامان چي ستاسي نه پكاريږي  هغه بند كړى.

ويډيو مه ګورئ: د DVD,CD ، فيلمونو، سندرو او ګيمونو دكتلو څخه ډډه وكړئ هغه وخت چي تاسي برېښنا ته لاس رسى نلرى او غواړى چي دليپ ټاپ بيټرى مو ډېر دوام وكړي.

حافظه يې ورزياته كړئ: د RAM په زياتولو سره تاسي كولاى سئ چي د Virtual ميموري بوج راكم كړئ او ورسره ورسره د برېښنا سپما ته لار هواره كړئ.

كم تركمه يو بله بيټرۍ هم ورسه وساتئ: كه چيري تاسي دخپل ليپ ټاپ دپاره دوهمه بېټرۍ هم دځانه سره يوسى نودابه ستاسي كاري ظرفيتونه نور هم لوړ كړي. ددوهمي بېټرۍ دپيداكولو لپاره دتولېدونكي كمپنۍ سره تماس ونيسه او يا هم په نژدې بازار كي وګورئ.

دبېټرۍ دچارجولو لين دځان سره ساتئ: كله چي تاسي يو خواته ځى نو تل دكمپيوټر دچارج لين دځان سره وړى تر ځو په هرځاى كي ستاسي دكمپيوټر دچارجولو شونتيا وي.

دبېټرۍ دسيټينګ په برابرولو او ددغه لارښونو په عملي كولو سره به تاسي وتوانيږئ چي پرخپل برېښنايي سيسټم سته فشار راكم كړي او برېښنا وسپموي تر څو تاسي په لږ برېښنا ډېر وخت كار وكړئ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب