د ناک ځانګړتیاوې
ناک ډيره خوږه ميوه ده اومزه دارعطرلري دناکو په کيمياوي ترکيب کي ډير معدني مواد لکه کلسيم ،اوسپنه،فوسفور،مګنيزيوم،پوتاسيم اونور په کافي اندازه شته دي چي هريوددوي بدن ته ضروري اوحياتي ګټي رسوي٠
دناک په ترکيب کي همدارنګه ډير ګټور حياتي ويټا مينونه لکه ويټامين B٦،B٢،B١،A ويټامين C اونور موجود دي٠
په ناک کي په ډيره اندازه پوتاسيم موجود دي چي داپوتاسيم په بدن کي شحم اکسيديشن کوي اونه پريږدي چي په وينه کي اسيدي حالت اوغوړ زيات شي ٠
ناک مدر خا صيت لري چي په بدن کي دبدن حجرات پريمينځي اوپاکوي اوپدي علت زهرداره مواد دفع کوي ٠
ناک پخپل اکسيديشن خاصيت سره دبدن سمي مواد رفع کوي٠
په ناک کي دکاربو هايډ ريټ غذائي مواد ډير ژرهضميږي اوجذبيږي
٠ ناک دکلموپړسوب ته ډيره ګټوره ميوه ده٠
وسلام ميامحمد بشريار
موخذ خواړه او روغتيا
مولف پروفيسور الحاج صالح ګل شنواري