مېوه او سابه څنګه او چېرته وساتو؟

څېړونکو د مېوو او سبو ساتلو لپاره ګڼې څېړنې او خبرې کړې دي، څو په سم ډول وساتل شي، څو معدني مواد، ويټامین، اکسيدانونه او شته فیبر یې له منځه ولاړ نه شي.

دوی وايي، که غواړئ مېوې او سبزي مو خراب نه شي، نو هومره واخلئ چې د یوې اونۍ لپاره کافي وي، تر څو خپل ويټامینونه او معدني مواد له لاسه ور نه کړي.

بانجان، شین کدو او بادرنګ

دغه سبزي باید د سانتي ګراد په ۱۲ درجې هوا کې او له سرو بانجانو لرې وساتل شي.

مارچوبه:

your ads

د دې لپاره چې مارچوبه خرابه نه شي، ښه ده چې په یوه نمجنه تکه کې یې تاو کړئ او په یخچال کې یې وساتئ.

کرفس، گل کلم، لوبیا، کلم بروکلي، کرم، سور کرم، پالک، ګازرې او نور هغه سابه چې په سلاد کې ترې کار اخیستل کېږي، لکه سره بانجان، بادرنګ، کاهو، شنه پیاز، فرنګي توت، ګیلاس، سرې مېوې او نور باید په یخچال کې وساتل شي او ښه ده چې له ګټې اخیستې وروسته یې پر سر یوه پاکه تیکه واچوئ.

کېلې په یخ ځای کې له مڼو او ناک څخه لرې وساتئ.

انناس، ام، املوک او انار بیا په لږ یخ ځای کې یا د یخچال په ټيټه خانه کې وساتئ.

ځینې مېوې او سبزي بیا داسې دي چې له خپل ټاکلي وخت څخه یې زیاتې په یخچال کې نه شو ساتلی باید مصرف شي، لکه پاڼې لرونکي سابه چې تر دوو ورځو زیات باید ونه ساتل شي.

پالک، کرم او ټوټه شوې مېوې له پنځو ورځو ډېر په یخچال کې مه ساتئ.

بادرنګ او سره بانجان تر دوو اونیو پورې په یخچال کې ساتلی شئ.

تور بانجان، کدو، فلفل او نورې نازکې سبزۍ له پنځو ورځو زیات باید په یخچال کې ونه ساتل شي.

ګلپي تر یوې اونۍ پورې په یخچال کې ساتلی شئ.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب