د جنس تعينيدل او جنس پورې تړلي صفتونه| بیولوژي

د جنس تعينيدل

مخکې هم ذکر شوي دي چې د انسان د کروموزومونو شمېر ٢٣ جوړې دی. له هغې جملې څخه يې ٢٢ جوړې جسمي کروموزومونه دي او يوه جوړه يې جنسي کروموزمونه دي چې په انسان کې د جنسيت تعينوونکي

دي. په نرينه ووکې جوړه کروموزومونه XY او په ښځينه کې XX دي. پهنرينهووکېدميوسسدحجرويويشپهعمليهکېدXاوYدوهډوله ګاميتونه توليدېږي. )۲-۶) شکل په ښځينه جنس کې دوه د XX کروموزومونه دي چې يوازې د X او X ګميتونه توليدېږي. که چېرې ښځينه X ګاميت د نارينه X سره يو ځای شي مؤنث جنس او که ښځينه X ګاميت د نارينه Y ګاميت سره يوځای شي نارينه جنس منځته راځي.

جنس پورې تړلي صفتونه

په ١٩١٠ م کال کې توماس مورګان د مېوې په مچ کې د جنسي کروموزومونو پورې اړونده صفتونو په باره کې څړېنه وکړه. پوهېږو چې جينونه د کروموزوم دپاسه واقع دي. ځينې صفتونه د جنسي کروموزومونو دپاسه جينونو په واسطه کنترولېږي. ذکر شوي صفتونه د جنس پورې اړونده تړلي صفتونو په نامه يادېږي.

په عمومي ډول د مېوې د مچانو د سترګو رنګ سور دی. مورګان يوه ورځ دېته پام شو چې د نوموړو مچانو د يو نرينه مچ د سترګو رنګسپيندی.د مچ د سترګو د رنګ فينوټايپ په )٤-٦) شکلونو کې ليدل کېږي.

څرنګه چې ليدل کېږي د Y کروموزوم په مقابل کې د سترګو د سپين رنګ د صفت لپاره هي& ډول اليل نه لري، نو د پونټ په مربع کې Y يوازې راغلی دی.

يعنې R يې پر سر نه دي ليکل شوي د X د پاسه R لکه (X R ) د سور رنګ د اليل څخه استازيتوب کوي.

مورګان د سپينو سترګو نوموړی مچ د سرو سترګو له ښځينه مچ سره تزويج کړ. د (F1) نسل ټول سور سترګي مچان منځته راغلل او د سپينو سترګو صفت په مغلوب شکل وو. وروسته يې (F1) نسل په خپلو کې تزويج کړ. د مندل د فرضيې له مخې که يو صفت مغلوب وي په (F2) نسل کې بايد نسبت يې )٣:١) وي يعنې درې مچان سرې سترګې لري او يو مچ د سپينو سترګو منځته راځي. لکه څنګه چې په پورته شکل کې ليدل کېږي دا همغه څه وو چې مورګان لاسته راوړي وو.

همدارنګه نوموړی دې مطلب ته هم ورسېد چې د سپينو سترګو صفت يوازې نرينه جنس ته په ارث رسېږي. هغه داسې نتيجه واخېستله څرنګه چې نر جنس والد د سترګو رنګ سپين وو او دا صفت مغلوب هم وو. ټول نوي نارينه جنس ناخالص او سور سترګي وو او غالب صفت له ښځينه جنس څخه لاسته راغلی دی.

مورګان خپلو تجربو ته دوام ورکړ. د سپينو سترګو لرونکی ښځينه مچ يې هم لاسته راوړ. کله يې چې دا ښځينه مچ د سرو سترګو لرونکي مچ سره تزويج کړ، په راتلونکي نسل کې ټول جنسونه د سور رنګ سترګو لرونکي وو او نرينه جنس د سپين رنګ سترګو لرونکي وو. مورګان دې نتيجې ته ورسېد چې د سترګو د سپين رنګ صفت د مېوې په مچ کې د X په کروموزوم پورې تړلی دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب