کیله د نورو ګټو تر څنګ د سترګو لید زیاتوي

کېله په نورو خورو ورو ګټو سربېره د سترګو د ديد لپاره هم یوه ګټوره مېوه ده. کېله د سترګو روغتیا ته زياته ګټه رسوي او د عمر له زیاتوالي سره د سترګو د لید د کموالي خطر کموي

د استرالیا د کوینز لینډ پوهنتون په شوې څېړنه کې ویل شوي چې په کېله کې کیروټین (Carotene)  نومي مواد موجود دي. کیروټین مېوو او سبزیجاتو ته سور یا ژېړ رنګ ورکوي.

کیروټین (Carotene) نومي مواد تر دې وروسته چې بدن ته ننوځي، په ویټامین‌اې (Vitamin A)  بدلېږي. ویټامین‌اې د سترګو د روغتیا او لید لپاره تر ټولو اړین ویټامین بلل کېږي.

تر دې وړاندې په یو شمېر روغتیايي څېړنو او پلټنو کې ثابته شوې چې کیروټین نومي مواد د سرطان ځینو ډولونو، د وینې د شریانونو له ناروغیو او شکرې انسان په خوندي ساتلو کې مرسته کوي.

اوس د دغې نوې اسټرالیايي څېړنې پر بنسټ دغه ګټوره مېوه د نورو ګټورو موادو په لرلو سربېره د کیروټین نومي موادو غوره سرچينه هم ګڼل کېږي چې په بدن کې د ویټامين‌اې کمی پوره کولای شي.

your ads

څېړوونکيو هڅه کړې چې د کیلې دوه مختلف ډولونه وڅېړي او مالومه کړي چې ایا د کېلې په مختلفو ډولونو کې د کیروټین اندازه توپیر کوي که نه.

د څېړنو په پایله کې څرګنده شوې چې په ورځني ډول یوازې د یوې کېلې خوړل د عمر په زیاتېدو د سترګو لید ته پېښېدونکو ناروغیو په مخنیوي کې ډېره مرسته کولای شي.

کېله د هغو مېوو له کورنۍ ده چې خوراک يې انسان ته ډېرې روغتيايي ګټې رسوي، د يوې بلې څېړنې له مخې د کېلو خوراک انسان د وينې د فشار له ناروغي ژغوري. په کېله کې شته پوټاشيم يوازې دا نه چې د وينې فشار يو ډول ساتي، بلکې د زياتېدو مخه يې هم نيسي.

کېله په خپل جوړښت کې له پوټاشيمه پرته ويټامين‌بي هم لري، ويټامين‌بي د ذهن په پياوړتيا او تازه ساتلو کې لويه ونډه لري، په دې څېړنه کې دا هم راغلي دي چې که يو څوک هره ورځ کېله وخوري؛ نو هغه به د زړه له حملې خوندي وي او د سرطان د ناروغي شونتيا هم پکې کمېږي، په کېله کې پروبايټيک باکټريا د انساني غړيو په وده کې هم ونډه لري. روغتياپوهان وايي چې کېله هضم ښه کوي او د مضرو باکټرياوو مخه نيسي.

که پر مخ مو د ځوانۍ له دانو  په عذاب ياست، د کېلې د پوستکي په دننه خوا لږ شات واچوئ او پر مخ يې وموښئ.

د کېلې پوستکی زيوارت، لوښي او غاښونه ښه پاکولای شي.

د انسان د مخ پوستکي د ځوان ساتلو لپاره د کېلې پوستکی پر مخ کښېږدئ.

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب