د نارينه سپرم د ماشوم جنسيت ټاکي

تردې نږدې وختونوپورې خلکوفکرکاوه چې د ماشوم جنسيت ښځې له لورې ټاکل کېږي، اوس هم ځېنې بې سواده خلک د ماشوم د جنسیت تعین په ښځو پورې تړې اوکه چيري يوه ښځه نارینه او يا ښځينه اولاد را نه وړي، ټوله کورنۍ ښځه ګرمه ګڼي او ځيني کورنۍ خپلواولادونو ته له همدې امله نورې ښځې کوي خو قران کريم کې روښانه شوي ده ، چې جنسيت د نارينه د مني له څاڅکې نه نشات کوي.
الله تعالی فرمایي: ژباړه:اوهغه نارينه اوښځينه صفتونه پيداکړل، دنارينه له نطفې نه چې تويږي. عصري ساينس او طبي پلټنو په ثبت رسولې او د شلمۍ پيړۍ د جينتیک علم هم دا خبره کوي چې د ماشوم جنسيت د مور سپرمونه د حجرو له مخې ټاکل کېږي،د جنسيت د ټاکلو عامل کروموزمونه وي، هر نارينه (۲۳) کروموزوم او ښځه هم (۲۳) کروموزومونه لري چې د دوی مجموعه (۴۶) کېږي، په دغې مجموعې کې دوه عدده جنسي کروموزمونوپه نوم يادېږي، دغه جنسيت ټاکوونکي کروموزمونه په نارينه وو کې y او x اوپه ښځوکې x اوx دي، د شکل د ورته والي په پار په دې حروفونومول شوي، د x کروموزوم د ښځې او د y کروموزوم د نارينه ځانګړتياوې لېږدوي.
د يو انسان يا يوماشوم نوی جوړېدل د دغوکروموزومونو د دوو دانو له يو ځای کېدو نه،چې په نرینه او ښځوکې د جوړې په توګه شتون لري،صورت نيسي،د ښځې جنسي حجره په دوو حجرو ويشل شوې،چې هره يوه يي يوازي ښځينه ځانګرنې لري،په داسي حال کې چې د نرینه جنسي حجره کله چې ويشل کېږي،دوه ډوله بېلابېل سپرمونه جوړ وي،چې د x کروموزوم او بل يې د y کروموزوم لري،کله چې د ښځې هګۍ، چې د x کروموزوم لري، د نارینه د xکروموزوم سره يو ځای شي، ماشوم به د xxکروموزومونوڅخه لاس ته راځي،چې جنسيت به يې نجلۍ وي او کله چې د ښځې تخمه،چې يوازې د xکروموزوم لري،کولای شي،چې د yکروموزوم سپرم سره يوځای شي،ماشوم د xyکروموزوم درلودونکی وي او جنس به يې هلک وي.
د نارینه د منې يوه زره چې د سپرم په نوم ياديږي،د ښځې د وړې زرې چې د اووم په نوم يادېږي او په مياشت کې يوازې يوه هګۍ پيداکېږي اوکله چې همدا هګۍ ځای پر ځای شي،له همدې څخه د ماشوم جنسيت جوړ شي،دا هر يو ژوندی وي او تحرک لري،په يوځل جنسي نزديکت کې د نرینه په منې کې دوه سوه تر درې سوه ميليونو سپرمه د ښځې په رحم کې توېږي. د نارينه په هره قطره مني کې په لکونو نطفې وي،له دغو ټولونطفوڅخه يوه يې د ښځې له يوازينۍ هګۍ سره يوځای کېږي او يوه حجره رامینځته کوي،دغه ګډه نطفه د انسان د وجود بنسټ شي،همدا حجره نورې حجرې زېږوي اوشمېريې ورو ورو زياتېږي،لومړی د عقلې بڼه غوره کړي،بيا مضغي،بيا هډوکی پکې جوړشي او بيا يې د بدن دغړو د جوړېدو لړۍ پيل شي

ډاکتر محمدامين

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب