ښځه په اسلامي ټولنه کې

په دې کې هیڅ شک نشته چې داسلام مبارک دین دجاهلیت په وړاندې په هر وخت مباریزه کړې، او انسانیت ته یې نجات ورکړې، د اسلام مبارک دین څخه وړاندې ښځې ته په درنه سترگه نه کتل کیده اودښځې نه یواځې د جنسې اله په توگه استفاده کیده ،او دپست او بیکاره موجود په څیریې گڼله ، او ځینې یې په انسانیت هم شکمن وه ، په داسې یو حالت کې اسلام راغلو چې دبشر نیم نسل دتباهۍ سره مخ وه ، اسلام ښځو ته ژوند ورکه ، اسلام ښځه دټولنی جوړونکې وگڼله او هغه یې دکورنیکمرغې ، دنارینه جامه وبلله ….

نو اوس غربیان غواړي چې د ښځو د حقونو په غلونکې شعار نه په استفادې ښځه بیا د تیر جاهلیت ته ور وگرځوی او دهغې نه دهغې حقونه واخلی .

مولانه مودودي رح لیکي :

دلویدیځ کولتورپوهان چې د((ښځودځغلولو)) کوم خوځښت رالاړولوسره زموږ دکورونوپه ړنګولو پسې راخیستې ده اوددې لپاره ېې لومړی داربابانواودشتمنوخلکو کورونه نښه کړي ول اودهغوې په مرسته ېې دمنځنې اوټيټې طبقې له کورنو ښځې دتفریح په نامه له کورونو راویستوسره دمحفلونو ډول پرې جوړوي چې په دې سره دنارینه هوس په دام کې راښکېلوي اودې ناوړه لمسونونو ته دښځودپرمختګ اودښځو،اونارینه وترمنځ دمساوات په څېر ښکلي نومونه پرېږدي داسلامي ټولنو اخلاقي اوټولنیز
ارزښتونودپام اړولو لپاره یهودي ذهنه خلکو څومره ژور فکر کړی.

تراسلام دمخه په ټولنه کې ښځوته په درنه سترګه نه کتل کېده بلکې په ډېرسپک نظر ورته کتل کېدل ان تردې چې نجونې به ژوندۍ ښخول کېدې دڅارویو په شان په بازارونو کې خرڅېدلې دنرتابع وې کوم ځانګړی مقام اوحیثیت يې نه درلوه اونه ورته کوم ټولنیز حق ټاکل شوی و.

اسلام ترهرڅه له مخه دښځې دمحکومۍ پروړاندې مبارزه وکړه اوښځې ته يې په ټولنه کې درنښت ور وباښه اوپه څنګ کې ورسره دا اعلان هم وکړ چې ټول انسانان دیوالله ج بنده ګان دي نراوښځه دواړه یوشان دعزت او درناوي وړ دي .

اسلام ښځوته مالي اوقانوني حقوق دسړیو په څېر ورکړي، یعنې په دې حقوقو کې ښځه له سړیو سره یوشان ده، لکه ښځه دشتمنۍ واکواله کېدای شي ،خرڅ کولی شي، بدله اخیستلاې شي هرډول دعوت کولی شي اوهمداشان دخلع حق هم ورکړل شوی،دی اوپه دې کې څه شک نشته چې ښځه له سړیو سره په انساني حقوقو کې برابره ده، ښځه ځانګړې پېژندګلوي لري، خوله منفي پلوه قدرت له نارینه وو جلا کړې، همداشان داسلام کورني نظام نرته دبرترۍ په ورکولو سره ښځې ته نفقه کور مهر خوندیتوب دښوونې اوروزنې حقوق پرسړیودي، اوکه نارینه ددې حقوقو پرځای کولو کې سستي وکړي نوښځه کولای شي چې په قضا کې پردی سړي عریضه وکړي ، او خپل سالم او قانونې حقوق ترلاسه کړي ، اوهمدا شان اسلام سړي دې ته هڅولي چې دښځوحقوق پرځاې کړي او په دې سربیره یې ورته دښه سلوک امر هم کړی .

په حدیث شریف کې راځي:

په مومنانو کې ترټولو بشپړ ایمان لرونکی انسانان هغه څوک دي چې ښه اخلاق ولري او له خپلو ښځواوبچو سره مینه اومحبت ولري ((ترمذي مخ ۱۱))

همداشان داسلام په ټولنيزنظام کې ښځو ته په کور کې دندې سپارل شوي او سړیو ته له کوره بهر نوځکه ددواړو دکار لپاره په ساحه اودندوکې لوې توپیر شته دښځې پرغاړه یې دکورنۍ خرڅ اواړتیاوو دپوره کولو پرځای اسلام ښځې ته معاشي ضمانت ورکړی ،اوپه ټولنه کې یې ورته له ټولنیز پلوه لوړه مرتبه وربښلې ده، ځکه چې ښځه دکور واکواله او اداره کوونکی ده.

همداشان ښځې ته نه دي پکار چې دبهرنۍ نړۍ دجوړولو په تکل کې خپل کور وران کړي، یعنی د خپل میړه پرته نامشروع اړیکې ونیسې، او همداشان په قران کریم کې الله تعالی فرمایلې:

(هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ)[سورة البقرة:۱۸۷)

ژباړه: (هغوي ( مېرمنې ) ستاسو لپاره جامې او لباس دی او تاسو د هغوی لپاره جامې او لباس یاست.)

امام ابوجعفر الطبري رحمه الله په تفسیر الطبري(جامع البيان) او امام السمرقندي رحمه الله په خپل تفسیر (بحر العلوم) کې
فرمايي: د لباس څځه مراد سکون دی، یعني دا چې ښځې ستاسو سکون او تاسو د هغوی سکون یاست.

نو داسلام له نظره ښځه دبنډارشمع نه بلکې دکور څراغ او د میړه سکون دی ،چې بنسټيزه دنده یې دخپلوکوچنیانو ښوونه او روزنه اوپه هغوی کې لوړاخلاقي صفتونه پیداکول دي، همداشان اسلام وايي که ښځه تر کورنۍ دندې پرځای کولو وروسته که دخپلو حالاتو اوذوق له پلوه دژوند په نورو ډګرونو زړه راښکونتیا څرګنده وي کولای شي، خو داسلام په ټاکلي چوکاټ کې یې دښځې ټول حقونه دقانون له مخې خوندي کړي.

بل پلوه ټولنې ته له ښځې سره دښه چلند امرکوي ځکه چې اسلام په ټولنه کې داسې چاپېریال رامنځته کول غواړي چې ښځه پکې له هر پلوه دعزت اودرنښت ژوند ولري، په ټولنه کې ښځې څلور څرګنده بڼې شتون لري مور، لور، خور، اودښځې په بڼه او اسلام دښځې دې ټولو بڼو ته ارزښتمنده مرتبه وربښلې ،اوپه دې ټولو بڼو کې يې دمور بڼه ترټولوغوره ګڼلې
(الجنة تحت اقدام الأمهات)[رواه مسند الشهاب)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ( جنت د میندو تر قدمونو لاندي دی)

(په اسلامي ټولنه کې دنامحرمو ښځو اونارینه و ګډ تعلیم، گډ مجالس، او یو ځاې کار کول منعه کړی ، او داې دجاهیلې ټولنی کارونه بللې دی، الله تعالې فرمایې ( وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى….. )

ژباړه : ((په خپل کورنو کې مېشتي اوسئ او دتېر جاهلي دور غوندي سینګار کړي بې ستره مه ګرځئ ……))

په ټولنه کې دازادانه ګډوډۍ قطعآ اجازه نشته ځکه په کومو ټولنو کې چې داسې ازادي ورکړل شوې ده نو ډیرې بدې پایلې يې ترسترګو شوې دي .

کفار او نور بې دینه خلک که مسلمانان ملامت بولي نو په دې خبره هم ورته ځان پوهول په کاردي چي په مخکني جاهليت کې د ښځي مقام او مرتبه څه وه او اوس په هغو ټولنو کي څه ده چي تراوسه یې اسلام دخپل ملي دین په توګه نه دی منلی؟

له اسلام څخه مخکې په عربي، رومي او يوناني جاهلي ټولنوکې ښځي ته په سپکه سترگه کتل کېدل، په دوی کې دنجلۍ زېږون د شرم او پيغور خبره وه او له همد ې وجي به یې ژوندۍ خښولې.

قرآن کريم په دوی کې د ښځي بد حالت داسي بيانوي: وَإِذَا بُشِّرَأَحَدُهُم بِالْأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ٥٨ يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ ٥٩. ژباړه : ا و كله چې په دوى كې یو ته د لور زېرى وركړل شي نود هغه مخ تك تور شي، په داسې حال كې چې له قهره ډك وي له خلقو څخه پټ ګرزي د هغه څه د بدۍ په وجه چې ده ته يې زېرى وركړل شوى دى (او سوچ كوي چې)، ایا دى دغه (لور) سره له ذلته وساتي، اوکه په خاورو كې یې خښه کړي، خبردار شئ! ډیره بده ده هغه فیصله چي دوی یې کوي..

په وړاندنیو ټولنو کې ښځه له ميراث څخه بــې برخې وه اوميراث صرف دنارينه حق گڼل کېده. په اروپایي ټولنوکې هم ښځو ته په سپکه ســترګه کتل کېدل. د اروپا د کليساپاپانو به ويل ( ښځه يو ذليله او نجس حيوان دى ). په ١٨٠٥ ميلادي کال کې اروپايانو په خپل قانونکې ليکلي وو (نارينه کولی شي چي خپله ښځه خرڅه کړي) .په اوسنۍ غربي نړۍکې هم ښځي ته ترهغه وخته پـــوري په درنه سترګه کتل کېږي چي ځوانه وي او کله یې چي ځواني ختمه شي بيا ورته په سپکه سترګه کتل کېږي او په ټولنه کې هيڅ حيثيت نه لري .په اوسني غرب کې زړې ښځي دحکومت لخوا په ډېر لږ معاش باندي وخت تيروي او داستوګني په یوه کوټه کې ډیرلوی شمېرښځي د مړو په څير پرتې وي .

د يـهودو په نزد ښځه يو لعنتي هستي ده، هغوى په خــپل منحرف تورات کې ليکلي دي ( المراءة امر من الموت) ښـــځه تر مرگ هم تريــخ حقيقت دى.

خو په اسلام کې ښځي ته همغه مقام حاصل دى کوم چي سړي ته حاصل دى، په دې خبره به موږ په صحيحه توگه هله پوه شــو کله چى په اسلام کې د ښځو حقوق او واجبات او دهغې دکار کولو ساحه وپيژنو.

په اسلام کې دښځو حقوق:

اسلام ښځي له تعلیمه نه منعه کو ي؛ بلکې لاډېري یې تشویقوي چي پخپله هم دین زده کړئ اونوروته یې هم وروښیئ. الله پاک فرمایي: فاسئلوا اَهلَ الذِکرِ اِن کُنتُم لاَتعلمون.

ژباړه: ځکه حضرت عائشه صدیقه (رضی الله عنها)ترټولولویه عالمه وه. خوددې غم یې هم خوري چي څوک دي په عزت داغ ونه لګو ي،څوک درته ضرر ونه رسوي، په ټولنه کې دي اعتبار زیانمن نشي اوته په یوه فتنه بدله نشې نوځکه ورته وایي چي که په پوره امن او اسلامي ماحول اوطریقه دي سبق ویلای شوای نوډاکتره شه ، انجینره شه ، معلمه شه اوداسي نور،اوکه دپورتنیو بلاوو خطرو بیا تاته تر بهروتلو په کورکې اوسیدل غوره دي؛ ځکه چي بیادي ترګټې تاوان ډیردی، الله پاک دوی ته د دې لپاره چي هم له فتنوخوندي وي اوهم یې علم حاصل کړی وي ډیره ښه لاره په ګوته کوي او فرمایي: وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا. ژباړه : او تاسو زده کوئ د الله هغه ایتونه او حكمت(علم) چې ستاسو په كورونو كې لوستل كېږي، بېشكه الله ډېر باریك بین او ښه خبرلرونکی دی. (الاحزاب ۳۴) په احکام القران ۵/۲۱۷ او مولانااشرف علي تهانوي د سئلونې کتاب ۱/۳۹۱مخ کي لیکي چي په دې ایت کي ښځوته داورښوول شوي دي چي علم دي په خپل کورکي زده کوي.

خوکافران او ددوی ملګري د تعلیم په نوم ښځي له کورو راباسي، په ښونځیو او پوهنتونوکې ځواني نجوني او هلکان یوځای سره اچوي ،ددوی حیا اوعزت ورختموي، دین او اخلاق یې ورتباکوي، دعزتمنو جاموپرځای پتلون وراغوندي او داسي حالت جوړول غواړي چي ښځي اوسړي دي سره ګډوي، مور،پلار،خور،ورور اونوردي نوي معلوم اولکه په ځنګله کې چي ځناور بې پردې ګرزي داسي دي مسلمانان هم سپک اوبې پردې وي.

اسلام ښځي ته نه وایي چي ته دځان یابچولپاره حلال رزق مه پیداکوه، کاراوتجارت مه کوه او دبل لاس ته کېنه؛ بلکې ورته وایي چي همت وکړه، کسب اوکمال زده کړه، عزتمن ژوندځان ته برابرکړه، له خپل خاوند او اولادسره مرسته وکړه اوداسي نورځکه حضرت خدیجه (رضی الله عنها )دخپل وخت ډیره لویه سرمایه داره وه؛ مګر اسلام داورته وایي چي ته مسلمانه یې ته داهرڅه باید په هغه چوکاټ کې دننه وکړې چي الله (جل جلاله )درته ټاکلی دی؛که نه کېده بیا دالله (جل جلاله) دا احسان یولوی غنیمت وګڼه چي ستانفقه یې په خاوند او بیاپه اولادونو او نورو باندي فرض ګرزولې ،ده ترڅوته لکه ملغلره غوندي په عزت کې پاتې شې. اونارینه مکلف دی چي دکوردننه کارونه تاته پرېږدي او دبهرټو لو لویو اووړوکاروته پخپله اوږه ورکړي .

الله تعالى فرمايي: يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ. ژباړه : ا ى خلکو! له خپل هغه رب څخه ووېرېږئ چې تاسو يې له یو نفس څخه پیدا كړي یاست.

په پورتني آيت کې الله تعالى دېته اشاره کوي چي په ټولنيز ژوندکې ښځه سپکه او بې مقصده هستي نه ده ځکه له کوم نفس نه چي نارينه پيدا شوی دى له همغه نفس نه ښځه هم پيداشوې ده ،څنگه چي نارينه د ټولني يو مهم رکن دى ،هغه رنگه ښځه هم ده،دانساني ټولني بقاء اوتسلسل هم په دواړو پوري تړل شوی دى، داسي نه ده چي ديوه وجود مهم اودبل غير مهم شي؛ خو د دواړو استعدادونه ،صلاحيتونه او پيدایشي ځانگړتياوې سره فرق کوي، نو هر يو بايد د خپلو ځانگړتياو او صلاحيتونو قدر داني وکړي او کوم ذات چي دغه صلاحيتونه او ځانگړتياوې ورکړې دي د هغه شکر اداءکړي، اطاعت یې وکړي اوترڅنګ یې د خپل وس او صلاحيتونو په اندازه دټولني لپاره کار وکړي.

هر کله چي ددوی ځانګړني او وړتیاوې بېلي شوې نو د ژوند په کومه برخه کې چي ځانگړتياوې او استعدادونه فرق کوي په همغه برخه کې یې حقوق او واجبات هم سره بېل دي او په کومه برخه کې یې چي ځانګړتياوې او استعد ادونه سره یوډول دي هلته یې حقوق او واجبات هم سره برابر دي.

دپورته قاعدې په نظرکې نيولو سره ښځه له نارينه سره په لاندي حقوقوکې بـرابـره ده:

۱ــــ ښځه دنارينه په شان دژوند حق لري ،که چا قصداً مړه کړه قاتل به يې قصاص کېږ ي.

۲ـــ ښځه دنارینه پشان په ټولنه کې دکرامت، شرافت او عزت حق لري په دې هکله الله (جل جلاله) فرمايي: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي
آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا. ژباړه : او یقینًا مو ږ د ادم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، دوى مو په وچه او سمندرکي (په سورلیو ) سواره كړي دي، خوندور پاكیزه شیان مو وركړي دي او دوى موپه خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره ګرزولي دي.

۳ـــ ښځه هم دنارينه په شان په روا طريقه دمال ګټلو او دهغې دمالک کېدو حق لري ،.لکه په قران کریم کې چي الله پاک فرمایي: لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُواْ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ وَاسْأَلُواْ اللّهَ مِن فَضْلِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمً.

ژباړه : د سړيو لپاره د خپل عمل حصه ده او د ښځو لپاره د خپل عمل برخه ده نو له الله څخه د هغه د فضل سوال كوئ، بېشكه الله په هر شي ښه پوه دى. له همدې وجې اسلام په ميراث کې هم ښځي ته برخه ټاکلې ده لکه چي الله تعالی په قران کریم کې فرمایي: لِّلرِّجَالِ نَصيِبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا.

ژباړه : د نارینه و لپاره حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، او د ښځو لپاره (هم) حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، هغه (مال) که لږ وي اوکه ډیردوی ته پکې ټاکلې برخه شته. دغه رنګه ښځه په خپل مال کې دتصرف او خرچ کولو حق لري اوکولى شي چې په روا کارونو کې خپل مال مصرف کړي.

۵ـــ ښځه دتعليم حق لري خو هغه تعليم چي ددې له فطرت او خلقت سره مناسب وي ، اسلامي اداب او اخلاق ورکې ترپښو لاندې نه شي او دټولنې دترقۍ اوخوشحالۍ باعث وګرزي؛ نه داخلاقي فساد . همدارنګه دښځي عفت او ابرو ورکې خوندي وي، دزده کړې او تعليم سيستم يې شرعي وي، دتعلیم نظام مخلوط نه وي ، داسي تعليم نه وي چي ښځه خپله اصلي او مهمه دنده ور سره سرته نه شي رسولاى.

۶ـــ که اړتیاپېښه شي نو ښځي هم کولای شي دکورنیوچارو اویاټولنیزوپېښو په باره کي چاته مشوره ورکړي، لکه چي رسول الله مبارک دحدیبې پرمهال دمؤمنانو له مورحضرت ام سلمې(رضی الله عنها) سره مشوره وکړه. اوحضرت شعیب (علیه السلام)هم دخپلي لورمشوره ومنله کله چي هغې ورته وویل: يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ. خوداپکي لازمي ده چي ښځه خودښځه والي په تول پوره وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب