د زيتون تېل د سرطان درملنه

برطاینه: د يوې نوې څېړنې له مخې دا په ډاګه شوې چې د زيتون تيل په سرطان اخته انسان د سرطان له ناروغۍ ځخه ژغورلای شي، کارول يې زيان نه لري. هاورډ پوهنتون په دې څېړنه کې ويلي دي چې زيتون په خپل جوړښت کې (کنټال) ماده لري، کنټال هغه ماده ده چې د سرطان وايروس ځپلي حجرې له منځه وړي او هغه حجري چې لا تر اوسه د سرطان په وايروس نه دي ککړي شوې د سرطان له وايروس څخه يې خوندي ساتي.

په څېړنه کې راغلي دي چې کنټال ځپل شوې حجرې ته ننوځي او پروټين خارجوي چې دغه پروټين د ځپل شوې حجرې په ختمېدو کې لويه دنده ترسره کوي. نن سبا په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم د معدې او کلمو د سرطان د درملنې په موخه د زيتون تېل کارول کېږي.

ساينسپوهانو له زيتونه د دې حيرانونکو ګټو د لاس ته راوړلو په موخه لومړی د زيتون (کینټال) ماده پر ژوندي سرطان کارولې او وې ليدل چې د سرطان له وايروسه اغېزمن شوې حجره له منځه ځي، په څېړنه کې دا هم ويل شوي دي چې دا اړينه نه ده چې سل په سلو کې دي د سرطان ناروغ د زيتون د تيلو په خوړلو روغ شي او سرطان دي له منځه يوسي. د زيتون تېل د سرطان په ځپلو کې اغېزمن دي؛ خو د کيمو تراپي (Chemotherapy) په څېر بدې پايلې نه لري.

کيمو تراپي ناروغ په سستي، وېښته غورځونې او د لوږې د احساس نه کولو په ناروغيو اخته کوي.

 ياده دي وي چې د زيتون د تېلو کارونه د زړه، زېړي او د وينې د لوړ فشار ناروغيو مخنيوي کې ګټور دي.

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب