له رڼا سره د سترګو بلدتیا light adaptation

داسې یوه پروسه ده چې پکې سترګې له روښنایې سره بلدېږي. کله چې یو کس له داسې یوې سیمې یا محل څخه چې تیاره وي داسې یو ځای ته چې هلته روښنایي وي ننوځي د راحتۍ او اراموالي احساس نه کوي ځکه چې سترګې له تیاره څخه رڼا چاپېریال سره مخ شوې وې.وروسته له یو څو شېبو څخه کله چې سترګې له رڼا سره بلدې شي هر څه په راحتۍ سره کولای شي چې وګوري.ددې لپاره چې سترګې له رڼا سره بلدې شي نو لږ تر لږه ۵ دقیقو ته اړتیا ده.

څه شی ددې سبب ګرځي چې سترګې له رڼا سره د مخ کېدو څخه وروسته ورسره بلدې شي؟

۱:هغه rod حجرات چې د تیاره سره د مخامخ کېدو په پایله کې جوړې شوي دي له رڼا سره د مخ کېدو څخه وروسته تخریبېږي او په سپین رنګ بدلیېږي مخکې ویل شوي وو چې که د rod حجرې سپین رنګ درلود نو دا په دې معنا چې نوموړې حجره له رڼا سره مخ شوې ده او که سور رنګ یې درلود نو دا په دې معنا چې دا حجره له تیارې سره مخ شوې ده.
۲:هر کله چې رڼا ډېره شي نو د سترګو کسی راټولیږي تر څو سترګو ته د ډېرې رڼا د ننوتو څخه مخنیوی وشي.

او بل دا چې په روښنایې کې د حجرو پګمنټونه حساسه کېږي او لیدل پرې ترسره کېږي.(د cone د حجرو سره حساس پګمنټونه تر عنوان لاندې تشریح شوی)

وړانګه اکبر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب