ایډز (AIDS) یا HIV څه شی دي ؟

ایچ ای وی یا (Human immunodeficiency virus) یو نوع ویروس یا میکروب دی چی ايډز منځ ته راوړي ، لکه څنکه چي يي د نوم څخه معلومه ده دا ويروس د بدن د دفاعي سيستم د منځه وړي نو په دي صورت کی بدن نشی کولای چی د کوم میکروب یا ویروس سره مبارزه وکړی، نو د مرگ سبب کیږي. ايډز د لومړي ځل لپاره په ١٩٨١ م کال کي وپيژندل شو، بيا د زياتو څيړنو وروسته HIV ويروس په ١٩٨٥ م کال کي د يوي معايني په واسطه ثابت شو.

HIV د ایدز (AIDS) سبب کیږی.

HIV دلاندی دری مهم عاملونو څخه منځ ته راځي:
1)د مخدره موادو ترزیق او مشترک سورنج استفاده کول
2)جنسی رابطې
3)هغه مور چی ماشوم ولری او په دی ویروس اخته شی نو د هغی څخه د هغی ماشوم ته انتقالیږی.

هغه خلک چی په ایډز یا HIV infection باندی اخته وی که بل چا ته وینه ورکړی نو هغه هم په دی میکروب اخته کوی.

HIV یا AIDS باندی اخته شویو کسانو سره تماس:
* په دی مرض اخته شویو کسانو سره خبری کول ، لاس ورکول ، بغل کی نیول ، په یو گیلاس اوبه څکل ، یوزای ډوډۍ خوړل او د هغوۍ د لباس اغوستل هیڅ کوم باک نلری٠
* په پرنجی یا عطسه کولو HIV یا AIDS نه انتقالیږی٠
* د حشراتو په چیچلو سره هم دا میکروب نه انتقالیږی٠

د HIV یا AIDS څخه مخنیوی:

په دی مرض اخته شوی کسان ترډیر وخته صحتمنده وی او پدی نه پوهیږی چی کومه مریضی لری او زیاتره وخت په همدی علت خپل ژوند تر لاسه ورکوی او یا هم دا میکروب یی په بدن کی ډیر پرمختگ کوی.
نو ددی میکروب د مخنیوی ښه لاره د پاسینیو ذکر شویوشیانو څخه په کلکه ځان ساتل دی٠
په نويو څيړنو کي يو نوع واکسين چي ويل کيږي دا مرض د منڅه وړي هم جوړ شوي دي اما دا چي کومه ښه نتيجه به ولري او که نه معلومه نه ده.

عبدالودود پښتون

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب