د مېرمنو د مهر د زکات احكام

يو ګران هیوادوال مو پوښتنه کړې ده:
آيا د ښځو مهر چې پر خاوند دی، زكات لري؟

الحمد لله والصلا والسلام على رسول الله، أما بعد،،
د مېرمنو د مهر اداکولو څرنګوالی په دې ډول دی:

1- مهر معجل او مقدم چې مېرمنو په لاس راوړی وي، د هغوئ په ملکيت کې وي او يا دا چې له خاوندانو سره د امانت په توګه وي او له غوښتلو سره يې فورا ور سپاري، که نصاب/ټاکلي اندازه يې پوره کړې او کال پرې اوښتی وي زکات لري چې له هر يو لک افغانۍ څخه دې 2500 افغانۍ زکات ورکړي ځکه چې دا يې مال او ملکيت دی او د نغدي پيسو حکم لري ، الله تعالى فرمايي :

“خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا ” د هغوئ له مالونو څخه زکات واخله چې مال او نفسونه يې پاک شي..
په زكات ورکولو کې پيسې او نغدي مبالغ د طلا او نقرې حکم لري او د هغوئ د زکات نصاب هم عينا د طلا او نقرې د زکات نصاب دی او له دوئ څخه د يوه د قيمت مطابق اجرا کېږي.

اولا : د نقرې نصاب 595 ګرامه دی په هغه صورت کې چې يو هجري قمري کال يې تكميل كړی وي، په بازار کې دې يې قيمت وشي او د هغه د اجمالي قيمت څخه دې 2.5% زکات ورکړل شي د جمهورو فقهاء په نزد دا د فقراؤ لپاره مصلحت او ښېګڼه ده..هغه څوک چې د نغدو پيسو څخه د 595 ګرامو نقرې قيمت ولري د نصاب مالک شمېرل کېږي او د هر زر افغانيو څخه دې 25 افغاني ورکړي.

your ads

ثانيا : په اوسنيو شرائطو کې چې طلا هم مروجه ده نصاب يې 85 ګرامه دی په هغه صورت کې چې يو هجري قمري کال يې هم پوره کړی وي: مثلا نن ورځ د يو ګرام طلا قيمت په بازار کې 2300 افغانۍ دی همدا 2300 په × 85 کړو چې د 85 ګرامو طلا قيمت 195500 زره افغانۍ کېږي او څوک چې همدا مبلغ ولري او کال يې هم پوره کړی وي، پرې فرض دي چې د زکات اندازه يې وباسي او پرته له تأ خير ور يې کړي چې له زر افغانيو څخه 25 افغانۍ کېږي، او له هر يو لک افغانيو څخه 2500 افغانۍ زكات کېږي يعني بايد 2.5% پیسې چې واجبي زکات لري وباسي .

2- اما که چېرته د مېرمنو مهر مؤخر او مؤجل وي نو بيا د قرض زكات حکم درلودونکی دی .. که چېرته خاوند؛ چې د خپلې مېرمنې قرضداره دی؛ امانتداره وي او د ښځې د مهر د ورکولو امکان موجود وي نو په دې مهر کې زکات شته، اما که چېرته بد معامله قرضدار وي؛ تر هغه وخته پورې زکات نه لري؛ ترڅو مهر په لاس را نه وړي.. كله چې مهر په لاس ورشي اوحصول شي؛ نو بيا په يو ځل د ټولو کلونو زكات يې ورکول کېږي..

3- اما که مهر مؤخر او قسمي وي چې د نکاح په عقد کې ليکل شوي وي چې د وفات يا طلاق په صورت کې ورکول کېږي؛ په دې صورت کې زکات نه لري، ځکه چې مبلغ يې په ملکيت کې نه دی.. تر دې چې قبضه او وا نه خيستل شي..

فضل الله ممتاز

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب