د زکات نه ورکونکو په وړاندې د ابوبکر صدیق رض د جهاد اعلان

ابن عمر رضی الله عنه وايي: پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې منافقانو ځانونه ښکاره کړل او د مدینې خواوشا سیمو ځینو خلکو له زکات ورکول نه انکار وکړ او له اسلامه واوښتل، عجمو ګوتڅنډنې پیل کړې او په “نهاون” کې یې د راټولیدو ژمنه وکړه او ویې ویل: د هغه چا (پیغمبر صلی الله علیه وسلم) کیسه پای ته ورسیده چې له امله یې عربانو د دوی (مسلمانانو) مرسته کول.

ابوبکر صدیق رضی الله چې خبر شو ټول انصار او مهاجرین یې را ټول کړل او ورته ویې ویل: تاسو خبر یاست چې ځینو خلکو له زکات ورکولو انکار وکړ او له اسلامه واوښتل او عجمو مشوره کړې ده چې په نهاوند کې به سره را ټولیږي او پر مسلمانانو به د برید لارې چارې لټوي؛ نو په دې هکله ماته مشوره راکړئ چې څه باید وکړو؟ ټول مهاجر او انصار چپ شول. له څه فکر کولو وروسته حضرت عمر رضی الله عنه سر را پورته کړ او ویې ویل: ای د رسول الله خلیفه! زما رایه داده چې که دا خلک یواځې لمونځ کوي او زکات نه ورکوي؛ نو تاسو یې همداسې پریږدئ ځکه چي دوی نوي مسلمانان شوي دي او لایې زړونو ته پوره اسلام نه دی ننوتی بیا چې خدای پاک مسلمانانو ته ځواک ورکړي هغه وخت به یا دوی پخپله د خیر لارې ته راشي یا به جنګ ورسره وکړو او اوس خو په دغو انصارو او مهاجرو کې د عجمو د مقابلې وس نشته.

ابوبکر صدق رضی الله عنه حضرت عثمان رضی الله عنه ته مخ ورواړو هغه هم د حضرت عمر رضی الله په شان خبره وکړه بیا یې حضرت علي رضی الله عنه ته وکتل هغه هم دغه خبره وکړه او بیا ټولو انصارو او مهاجرو همدا رایه خوښه کړه؛ خو د ابوبکرصدیق رضی الله عنه رایه بل وه، را ولاړ شومنبر ته وخوت له حمد او ثنا وروسته یې داسې وویل:

اما بعد! خدای پاک چې محمد صلی الله علیه وسلم ته پیغمبري ورکړه هغه وخت د حق منونکي ډېر کم او بې اسرې خلک وو، اسلام نا پېژانده او نه زغمیدونکی دین و، رسۍ یې کمزورې او د منونکو شمېر یې ډېر کم و؛ خو بیا خدای پاک د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له برکته ټول را یو ځای او تلپاتې غوره ډله یې وګرځول، قسم دی زه به د الله جل جلاله په امر تر هغو له دوی سره جهاد کوم چې خدای پاک خپله وعده پوره کړي، زموږ وژل شوي به شهیدان او جنت ته ځي او چې څوک پاتې شي هغوی به پر ځمکه د خدای پاک نایبان او د بندګانو یې وارثان وي، خدای پاک په دې ایت کې حق پریکړه کړې ده او هیڅوک د هغه پرېکړه نشي بدلولای: وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ [النور۵۵]

ژباړه: له تاسې نه چې کومو کسانو ایمان راوړی او سم کارونه یې کړي، الله وعده ورسره کړې ده چې خامخا به یې په ځمکه کې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي لکه هغه خلک چې له دوی مخکې یې خلیفه ګان کړي وو.

بیایې وویل: قسم دی که دا خلک ماته له هغه رسۍ را کولو هم انکار وکړي- چې (د زکات له څاروي سره یې) پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته ورکوله – او بیا یې ټول انسانان او پیریان او ان کاڼي- بوټي هم ترڅنګ ودریږي زه به تر مرګه جهاد ورسره وکړم؛ ځکه چې خدای پاک داسې نه دي کړي چې لومړی یې لمونځ او زکات جلا جلا یاد کړی او بیا یې یو ځای کړي دي، حضرت عمر رضی الله عنه چې دا خبرې واورېدې ویل: الله اکبر! قسم دی زه اوس پوه شوم، ابوبکر صدیق رضی الله عنه چې څه وویل همدا حق دي. ( اخرجه الخطیب في روایة مالک کذا في کنزالعمال ۳/۱۴۲)

مأخذ: د ایماني ژوند ځلانده بېلګې

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب