د بني اسراییلو قوم به ډېر کبرجن شي | د قرآن وړاندوېنې | د قرآن علمي اعجاز

د قرآن وړاندوېنې:
د قرآن بل اعجاز د هغو پېښو وړاندوینه ده چې کټ مټ پېښې شوې دي چې بېلګې یې دا دي:

د بني اسراییلو قوم به ډېر کبرجن شي :

اوپه کتاب کې موبنی اسراییلوو ته خبرورکړو چې تاسو به دوه ځلې په ځمکه کې فساد ته پاڅېږی اوکبر اوسرکښی به کوی . کله چې لومړنی پړاو راشی کلک جګړه مار اوځواکمن بنده ګان به تاسو ته راپاڅوو څو چې ستاسې کورونه هم ولټوی اوزموږ وعده هرومرو ترسره کیدونکې ده . اوبیا تاسو دهغوی په لور راګرځوو اوپه ډیرو مالونو اواولادونو سره به ستاسو مرسته وکړو اوستاسو شمېر به ډېر کړو. (الاسراء 4-6)

په دې آیتونو کې فرمایی چې بنی اسراییل به دوه ځلې دفساد لامل شی چې هرځل به ډیر متکبره اوسرکښه شی  .ا والله (ج) به ځواکمنه قوه ددوی پرضد راواستوی . لومړی ځل کله چې یهودانو يحيی (ع) وواژه اوزیار یی وایست چې عيسی (ع)  هم ووژنی ډیر کبرجن شول .خو بیا ژر په ۷۰ زیږدیز کال کې رومیانو هغوی له  بيت المقدس نه وویستل اووروسته له هغه یهودان په ټوله نړی کې تیت اوپرک اوسرګردانه شول .
ددغو آیتونو دنزول په وخت کې یهودان په بېلابېلاو سیمو کې په ډیرې خوارۍ سره ژوند کاوه له ځانه یی کوم هیواد نه درلود. الله (ج) بنی اسرائيلوته وویل چې یو ځل بیا به خپل ځواک اوتکبر ترلاسه کړی په هغه وخت کې چا دافکر نه کاوه چې داکار به ترسره شی.

وروسته له څو سوه کلونو په ۱۹۴۸ زېږدیز کال کې یهودان فلسطین ته راوګرځېدل اوداسراییلو دولت یی جوړ کړ . نن اسراییل ډیرپوځی اواقتصادی ځواک لری اوپه ډېر کبر سره یی مسلمانان اوعیسویان ځورولی . دا دبنی اسراییلو دفساد دوهمه دوره ده.
نوهغه وخت کله چې هېچا هم فکر نه کاوه  دبنی اسراییلو قوم په داسې حال کې چې ډیر کبرجن شوی وو اوپه ځمکه کې یی فساد خور کړی وو خدای خوار اوذلیل کړ، اودادی اوس یی په تیره سلیزه کې بیا ځواک وموند اودځمکی پرسر دفساد دخورلو سرچینه شو.
«خدای پاک قادر دی چی داسراییلو اوسنی کبر اوفساد ته هم داسې قوم راپاڅوی څه ډول یی چې پخوا راپاڅولی وو اودوی به انشاالله بیرته خوار اوذلیل کړی اوځمکه به ددوی له شر څخه پاکه کړی». ژباړن.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب