د مذاهبو د تعدد حکمت

پوښتنه: زما پوښتنه له ګرانو مسوولينو او مفتيانو څخه ده!
زه په دی فکر کوم چی د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) په وخت کی خو مذهب او دا د سنی شیعه او یا حنبلی خبری نه وی، اوس بیا ولی موږ دی خبرو باندی کلک ولاړ یو؟ زه د مذهب نه آزادی غواړم، زه داسی فکر کوم چی دا مذهب او دا ټول هسی دوکه ده، فقط د الله تعالی او د محمد (صلی الله علیه وسلم) له فرمان څخه سیده پیروی کوه بس!!!
نوټ: له ورځو راپديخوا زه د صوفيزم او یا طريفت په اړه ډير تشويش نيولی يم، دا څنګه خبره ده؟ زما پوښته ده چی دا روا که ناروا ده، ايا دا خو به کوم پنځم مذهب نه وی؟
هیله لرم زما ځواب چټک راولیږﺉ

جواب:

گرانه وروره!
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
قدرمنه الله تعالى مونږ تاسې  ته په دين کې پوره پوهه راپربرخه کړي او الله تعالى دى له مونږ سره  له انحراف اوکجروى نه محفوظ وساته .
ګرانه وروره خفه کيږه مه ستا حالت داسې معلوميږي چې ديني پوهه دى کمه ده کوښښ وکړه چې له پوهانو څخه علم زده کړي

ستاسې دپوښتنې لنډ اومختصر ځواب دادى: چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه کې مذاهبوته اړتيا نه ليدل کيده،ځکه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم موجود وو ،چاته به چې څه پوښتنه رامنځته کيده نو رسول الله به يې ځواب ورکاوه ،آن تردې چې قرانکريم هم په اوراقوکې نه وه ليکل شوى، بياوروسته دحضرت عثمان رضي الله دخلافت په زمانه کې راجمع کړل شو،بياکله چې رسول الله صلى الله وفات شو ،بيابه صحابه کرامو دخلکو پوښتنو ته ځوابونه ويل،صحابه کرام رضی الله عنهم په دوه ډوله وو ځيني مجتهدين وو اوځينې نوربيا داسې نه وو ، په مجتهدينوکې څلورواړه خلیفه ګان،عبدالله بن مسعود، عبدالله بن عباس اوداسې نور وو، تردغه وخته پورې احاديث نه وو تدوين شوي ، اودتدوين ضرورت نه ليدل کيده ، ترڅوچې د اصحابوکرامو زمانه وه نه احاديث تدوين شوي وو اونه فقهي مسائل،کله چې دصحابه و کرامو دورتيرشو فتوحات زيات شول،پوهان يوبل لورته خپاره شول،بلې خواته منحرفو ډلو په درواغو احاديث جوړول پيل کړل   اوددې ويره پيداشوه چې درسول الله احاديث نورضائع کيږي نوپه دغه وخت کې عمربن عبدالعزيز رحمة الله عليه حکم وکړچې احاديث دې تدوين کړل شي هماغه ووچې ابن شهاب الزهري رحمة الله عليه دعمربن عبدالعزيزله حکم سره سم داحاديثو تدوين پيل کړ ورور و داحاديثو دتدوين لړۍ غښتلې کيده  ،چې دا لړۍ په پاى کې ترامام بخاري اونورو محدثينوته راورسيده،احاديث وليکل شول،ضعيف اوقوي احاديث سره جلاکړل شول، همدغه احاديث چې نن يې مونږ لولو درسول الله (صلى الله عليه وسلم) په زمانه کې نه وليکل شوي اونه پکې ضعيف اوقوي احاديث موجود وو، بخاري اومسلم شريف له سره لاچاپه خوب کې هم نه وليدلي اونه د جرحې اوتعديل امامان موجود وو، لکه څرنګه موچې مخکې وويل قرانکريم هم دعثمان رضي الله عنه په زمانه کې راجمع شو اوله دې مخکې په موجوده شکل نه و.

دتابعينواوامامانو په زمانه کې فتنې اوفسادونه زيات شول،باطلې ډلې اوتپلې رامنځ ته شوې ،قرانکريم اواحاديث يې دخپلوغوښتنوسره سم تفسير اوشرح کول ،همدا وجه وه چې ترټولو دمخه امام ابوحنيفه رحمة الله عليه دفقهې په تدوين لاس پورې کړ ،بيا ورورو دفقهې دتدين لړۍ هم غښتلې کيده چې تر امام احمدبن حنبل رحمة الله عليه پورې راوسيده
ددين امامانو په هغه طريقه سره فقهې احکام تدوين کړل چې کومه طريقه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اصحابوکراموته راپاتې وه اوله اصحابوکراموڅخه تابعينو اوداهل سنت څلورو واړوامامانوته په ميراث راپاتې وه
لکه څرنګه موچې مخکې ورته اشاره وکړه قرانکريم هم داصحابوپه زمانه کې جمع کړل شو،احاديث دعمربن عبدالعزيز رحمة الله عليه په زمانه کې اوفقهي احکام دامام ابوحنيفه رحمة الله عليه په زمانه کې او همداسې تراخره پورې

زمونږ په غښتلي دين باندې دوه بنسټيزې مرحلې اوپړاوونه تيرشوي دي
لومړى: له تدوين څخه دمخه مرحله
دوهم: له تدوين څخه وروسته زمانه
دعدم تدوين پړاو د رسول الله صلى الله عليه وسلم له بعثت څخه پيل کيږي اودرسول الله صلى الله عليه وسلم آن درسول الله صلى الله عليه وسلم له  وفات پورې
دعدم تدوين دوهم پړاو درسول الله صلى الله عليه وسلم له وفات څخه داصحابوکرامو د زمانې ترپايه چې په دې پړاوکې يواځې قرانکريم په موجوده شکل سره تدوين کړل شو.
دوهم: دتدوين پړاو چې عمربن عبدالعزيز رحمة الله عليه له زمانې څخه پيل کيږي چې دوه اړخونه يې درلودل:
لومړى: داحاديثو تدوين
دوهم: دفقهې اواحکامو تدوين
چې داحاديثو لومړنى جمع کوونکى ابن شهاب الزهري رحمة الله عليه و اودفقهې لومړنى تدوين کوونکى امام ابوحنيفه رحمة الله عليه و

څلورو واړو امامانو داڅلور واړه مذاهب له خپله ځانه نه دي جوړکړي بلکې دوى صرف هغه احکام چې درسول الله صلى الله عليه وسلم اوصحابه کراموپه زمانه کې صحابه کرامو اوتابعينو په خپلو سينوکې ساتلي وو تدوين کړل ،اوپه ښه شکل سره يې په دې خاطر مرتب کړل چې بې دينه اوناپوهه خلک په خپل سرپه غلطه طريقه له قران کريم او احاديثو څخه احکام جوړ نکړي ،همغه اصول اوقواعد چې داصحابوکراموپه وخت موجود وو په ښه ډول سره يې په مرتب شکل سره وليکل اوالله تعالى ددى محدثينو اوفقهاوو په واسطه زمونږ دين محفوظ کړ
په همدې توګه حق تصوف هم چې د قرآنکريم په اصطلاح تزکيه اوداحاديثو په اصطلاح احسان بلل کيږي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه رانقل شوى چې اصول اوضوابط يې دتصوف امامانو تدوين کړي دي،داهم کومه د تشويش خبره نده
البته ډير خلک شته چې نوم دتصوف اخلي اوپه حقيقت کې نورڅه دي دابيله خبره ده
شيعه مذهب  اونورمنحرف افکار:
دشيعه ګانو اونورو منحرفو ډلومذاهب په هغواصولو ندى ولاړچې اصحابوکراموته له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه په ميراث راپاتې وو بلکې ، ډير مهم مسائل دې چې دوى له خپله ځانه جوړکړي يايې ديونان له فلسفې څخه رانقل کړي او ددين بڼه يې ورکړې ده.
شيعه ګان له سره درسول الله صلى الله عليه وسلم اوصحابوو کرامو په تګلاره عمل نکوي آن تر دې چې دولس اماميان ، ټول اصحاب کرام تکفير کوي اوبد رد ورپورې وايې.

نتائج:

1- مونږ ځکه خپل ځان ته اهل سنت والجماعت(سنيان) وايو چې مونږ درسول الله صلى الله عليه وسلم اوصحابه کرامو په منهج روان يو،د اهل سنت والجماعت لقب درسول الله صلى الله عليه وسلم له احاديثو څخه را ويستل شوى دى
2- څلورواړه امامان په هغه لار تللي دي چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اصحابوکرامو ته راپاتې وه اوبيا له اصحابوکراموڅخه تابعيينو ته اوله تابعيينو څخه تبع تابعيينواوامامانوته.
3- زمونږ ټول اسلامي امت په دې لاره تللى دى يومسلمان بايد درسول الله په اصحابوکرامو اوددين په امامانو ښه ګومان وکړي اودهغوى په لاره روان شي.
4- مونږ اوتاسې دفتنوپه زمانه کې قرار لرو بايد ډير پام وکړو چې بې لارې نه شو
5- رسول الله صلى الله عليه وسلم پخپله فرمايلي دي چې دفتنوپه دورکې زما اوزما د اصحابوکراموپه لار روان شئ.
6- زمونږ عقيده دقرآن اوسنتومطابق ده
په پاى کې محترم ورورته زما داتوصيه ده چې له شک او تردد څخه لاس په سر شي اوداهل سنتو په لار روان شي، اوزمابله توصيه ورور ته داده چې دتاريخ تشريع په نامه يوکتاب چې په فارسي ژبه ژباړل شوى چې داصلاح افکار په کتابخانه کې شته دى ترلاسه کړي اومطالعه يې کړي چې په دې هکله يوڅه معلومات په لاس ورشي.
که بياهم تشويش دى لرې نشو بياهم پوښتنه کولاى شې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب