د مولانا سيد ابوالاعلی مودودي ژوند ته کتنه

دجماعت اسلامی د بنسټ لنډ شالید

پدې خبره کې هیڅ شک نشته چې دتحریکونو پیل دیوې او دوورځو خبره نه وي بلکه د هغې ترشا ډیر داسې عوامل موجود وي چې دیو تحریک د پيل سبب ګرځي او بنسټ یې پرې کیښودل کیږي.

دجماعت اسلامي دتحریک بنسټ هم داسې یو شالید لري چې دلته یې یادونه ډیره مهمه بریښي. په هند کې ۱۷۰۷ عیسوي کال نه د دیني او اخلاقي ژوند دتغیر لپاره علماو مختلف کوششونه وکړل چې تر ټولو یې موثر کوشش داسلام ستر مبلغ او عالم شاه ولی الله رحمه الله وو چې د هغوي په دعوت د نوي افغانستان بنسټګر احمدشاه ابدالي (درانی) هندوستان ته ولاړ او په پاني پت مرهټه –کې یې هندوانو ته شکست ورکړ.

خو دتاریخ یو ستره اشتباه چې د احمدشاه ابدالي څخه وشوه هغه دا وه چې احمدشاه ابدالي اقتدار په لاس کې وانخیسته او افغانانو هغه اورنګ زیب عالمیګر ته پرښوده همدا علت وو چې اورنګ زیب عالمګیر دکمزوري اقتدار له امله انګریزان وتوانیدل چې په هندوستان کې خپل قدم کیږدي او دمسلمانانو هغه ګټلې بریا ته د پاي ټکی کیدي چې دزرګونو افغانانو په شهادت تمامه شوې وه.

دویم کوشش چې په هندوستان کی دمسلمانانو د غلبی لپاره وشو هغه دشاه اسماعیل شهید اوسیداحمد شهید کوششونه وو چې دهند خلک یې اسلام ته بیا راوبلل خو متاسفانه د خپلو  خیانتو له آمله دغه تحریک دسیداحمد شهید او دشاه اسماعیل شهید په شهادت سره په بالاکوټ کې بدون دکومی نتیجې پاي ته ورسیده.

دریم او آخیري کوشش دهند په قاره کې داسلام ستر مبارز سلطان حیدر علی ټیپو شهید وو چې په ۱۸۵۷ کال د یو څو ضمیر فروشانو له کبله دهغوي تحریک هم دهغوی په شهادت پاي ته ورسیده . دحیدرعلي ټیپو د تحریک دناکامي څخه وروسته په هندوستان کې دمسلمانانو د اقتدر لمر د همیشه لپاره ختم شو.

د ۱۸۵۷ آزادي جنګ څخه وروسته چې دمسلمانانو په ناکامۍ تمام شو دمحکومیت او غلامۍ هغه وخت شروع شو چې بالاخره د پاکستان داستقلال باندې تمام شو.

د هغې وخت څخه وروسته تر ۱۹۴۷ پورې دانګریزانو ظلمونه او وحشتناکه دورې مسلمانان د غلامۍ څخه یو څه نا څه را ویښ کړل. همدا علت شو چې مولانا سیدابوالاعلی مودودي رحمه الله دشعبان په دریم ۱۳۶۰ هجري ۲۶ داګست ۱۹۴۱ مطابق دهغه وخت متحده هندوستان دشهرپور کې تقریبا دپاکستان داستقلال څخه ۶ کاله وړاندې دخپلو ۷۵ ملګرو سره یوځاي دجماعت اسلامی بنسټ کیښود.

او خپله مولانا سید مودودي دهمدې جماعت د آمیر په حیث وګمارل شو او په ۱۹۷۲ کې دمریضتیا له کبله دامارت څخه استعفا ورکړه او په ۱۹۷۹ کې داسلام دا ستر مفکر او عالم دهمیش لپاره ددی فانی دنیاڅخه سترګی پټی کړی

سید ابوالاعلی مودودی ژوند ته کتنه:

د سید ابوالاعلی مودودي نیکو نه دافغانستان هرات ښار ته نزدې پرته سیمه د چشت اوسیدونکي وو چې په ۹۵۵ هجري یعنې نهمه بیړۍ کې د افغانستان څخه سرهند هندوستان ته ولاړل هغه وخت کې دسکندر لودهی پادشاهي وه او سکندر لودهی ارجه نرور سره جهاد کې مصروف وو دمودودي کورنۍ یو سترعالم چې نوم یې ابوالاعلی مودودي وو او ددې کورنۍ مشر هم وو په هغه جهاد کې برخه واخسته او دهغوي په غشي راجه مردار شو چې ددې شهامت له کبله سکندر لودهی دمودودی کورنی ته کرنال ته نزدې په براس سیمه کې ډیرې کرنيزې ځمکې ورکړې همدا لامل شو چې دمودودي کورنۍ دسرهند څخه براس سیمې ته ولاړه.

او بیا د شاه عالم په وخت کې دهلي ته ولاړل. په پنځم پشت کې پدې کورنۍ کې په ۳ درجب ۱۳۲۱ هجري چې ۲۵ دستمبر ۱۹۰۳ سره سمون خوري د حیدرآباد دکن په اورنګ زیب سیمه کې یو ماشوم پیداشو چې د هغې کورنۍ پرې دخپل اولین نیکه چې هندوستان ته راغلی وو نوم  کښود ابوالاعلی مودودي.

مولانا مودودي لومړی لیک لوست په خپله علمي کورنۍ کې زده کړ او په ۹ کلنۍ کې په مدرسه فوقانیه کې داخل شو او په ۱۱ کلنۍ یعنې ۱۹۱۴ عیسوي کې مولانا مودودي د هغې مدرسې څخه فراعت ترلاسه کړ.

اوبیا په حیدرآباد ښار کې په درالعلوم کې داخل شو مولانا هلته صرف ۹ میاشتې درس وویلی شو او بیرته دخپل پلار دمریضتیا له کبله پهوپال ته ستون شو چیرې چې پلار استوګن اوو. دپلار دمریضتیا له کبله ونه توانیده چې درسونو ته ادامه ورکړي اوپه ۱۴ کلنۍ کې دکور سرپرستي ور په غاړه شوه.

خو ددې ترڅنګ مولانا علمي کارونو ته همداسې دوام ورکړ او په ۱۴ کلنۍ کې خپل اولین کتاب چې المراة الـجدیدة په نوم کتاب دعربي ژبې څخه اردو ژبې ته وژباړه او په همدې کال یې خپل اولین مضمون چې تمدن حیات انساني وو په تمدن رساله کې خپور شو.

د هغې ورځې څخه وروسته د مولانا په قلم کې الله داسې برکت واچوه چې تر نن ساعت پورې دهغوي لیکنې داسلامې امت لپاره یو قیمتي ذخیره وګرځیده او مسلمانان ترې استفاده کوي.دلته دمولانا تصانیف باندې خبرې کول یو نوی بحث ته اړتیا لري. خو هغه کارونه چې د جماعت اسلامي د بنسټ سبب وګرځیده مختصره یادونه به یې وکړو.

مولانا د هغې څخه وروسته د هفت روزه تاج ، هفت روزه مسلم دهلي مدیر پاتې شو. د۱۹۱۶ څخه تر ۱۹۲۱۱ پورې مولانا سخت مادي مشکلاتو سره مخ شو همدې کلونو کې مولانا له عامې مطالعې پرته بل کوم خاص کار ونه کړ د تعلیم سلسله هم دلته نیمګرې پاتې شوه د هغې څخه وروسته مولانا د روزنامه مسلم مدیر پاتې شو چې تر ۱۹۲۳ پورې یې دوام وکړ د هغې څخه وروسته د دهلي څخه بیرته بهوپال ته ستون شو اوهلته یې تقریبا یونیم کال مطالعه وکړه او په ۱۹۲۴ وروستيوکې بیرته دهلي ته ستون شو.

د ۱۹۱۹ نه تر ۱۹۲۸ پورې هغه حوادث په اسلامي امت تیر شو مولانا په فکر یې ډیره آغیزه وکړه دهمدې حوادثو نتیجه هم داشوه چې مولانا په ۱۹۲۴ کې خپل اولین او مشهور کتاب الجهاد في الاسلام ولیکه پدې وخت کې مولانا عمر فقط ۲۴ کاله وو ددې کتاب په لیکلو سره دمولانا فکري ژوند ډیر تغیر وخوړ.

هغوي دې نتیجې ته رسیدلي وو چې دترکیې خلافت نسکوریدل او په هندوستان کې دمسلمانانو په هندو ګاندهي اعتماد ددی لامل شو چې مولانا خپل لس کلن صحافتی ژوند ته دپاي ټکی کیښوده او تصنیف اوتالیف ته یې مخه وکړه.

تقریبا د هغې څخه وروسته مولانا ۵ کالو کې ۴۹ کتابونه وژباړل او خپل اولین علمي مضمون چې د لباس مسئله وه ولیکه. داهغه وخت وو چې په افغانستان ، ایران او ترکیه کې دهغه وخت واکدارانو کوشش کاوه چې مسلمانان داسلامي لباس څخه غربي لباس ته مایل کړي.

دمولانا پدې مضمون سره یو څه نا څه ددې فتنې مخه ونیول شوه بیا یې یو بل مضمون چې دعبادات په موضوع وه. ولیکه. خو مولانا دی نتیجې ته رسیدلي وو چې دفتنو مخه نیول یو داسې اساسي سیاسي او اجتماعي کار ته ضرورت لري کوم چې په آینده کې د مسلمانانو لپاره دن جات سبب شي.

مولانا پدې وخت کې چې په کومو سیاسي او مذهبي رهبرانو اعتماد کړی وو هغه ټولو ارزونه ډیره مثبته نه وه. په همدې سوچ او فکر کې وو چې یو داسې تحریک جوړ شي چې ددې فتنو مخه ونیول شي. په همدې وخت کې مولانا دترجمان القران درسالې بنیاد په مارج ۱۹۳۳ په دکن ښار کې کیښود اود هندوستان مسلمانان یی دظلمت دتیارو څخه دحق په لور دعوت کړل.

دترجمان القران بنیاد ایښودل دمولانا مودودي یو نوی سفر او په ۱۹۳۴ کې مولانا داسلام ددعوت عام تبلیغ شروع کړ او په ۱۹۷۷ دمشهور شاعر او فیلسوف علامه محمد اقبال په مشوره ددکن ښار څخه پنجاب ایالت دارالاسلام پټهانکوټ ته منتقل شو او د هغې ځاي څخه یې د دین د احیا  لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړې. او بالاخره په ۲۶ د اګست ۱۹۴۱ کې دخپلو ۷۵ ملګرو سره یوځاي دجماعت اسلامي بنیاد کیښود او په هغه تاسیسي غونډه کې دجماعت اسلامي امیر وټاکل شو. مولانا په ۱۹۴۳ کې په تفهیم القران لیکلو پیل وکړ.

او په ۲۸ داګست ۱۹۴۷ دهندوانو دظلمونو له کبله هجرت ته مجبور شو او د جماعت اسلامي مرکز یې لاهور ښار منصوره ته منتقل کړ چې تر نن ساعت پورې دجماعت مرکز هم دې ځاي کې دی. مولانا په ۱۹۴۸ کی دپاکستان دولت له خوا ونیول شو او زنداني شو.

او بیا په ۲۸ د می۱۹۵۰ کې له زندان څخه خوشې شو. مولانا یو ځل بیا په ۱۹۵۳ کی دقادیانیت په مسله کې ونیول شو او پوځي محکمی ورته دمرګ سزا واوروله خو د ټولېاسلامي له خوا دا پرېکړه وغندل شوه او بالاخره په  ۱۹۵۵ کال کې بیرته خوشې شو.

مولانا په ۱۹۷۲کال کې له دیرش کاله او څلور میاشتې وروسته تفهیم القران تفسیر مکمل کړ. او د نومبر په اول  ۱۹۷۲ کې مولانا د صحت له خرابي له کبله خپل سیاسي ژوند ته دپای ټکی کیښود او دجماعت له امارت څخه یې استعفا وکړه. او دهغه پرځای میاطفیل محمد مرحوم دجماعت امیر وټاکل شو. مولانا دخپل علاج لپاره د فروریپه ۲۷  ۱۹۷۹ کال کې امریکا ته ولاړ او بالاخره داسلام دا ستر مفکر او عالم په ۲۲ د دسمبر ۱۹۷۹ ددفاني دنیا څخه د همیشه لپاره سترګې پټې کړې. روح دې ښاد وي

خلاصه:

مولانا سیدابوالاعلی مودودي رحمه الله په دریم دشعبان ۱۳۶۰ هجري مطابق ۲۶ د اګست ۱۹۴۱۱ دهغه وخت متحده هندوستان دشهرپور کې تقریبا دپاکستان داستقلال څخه ۶ کاله وړاندې دخپلو ۷۵ ملګرو سره یوځای دجماعت اسلامی بنیاد کیښود.

مولانا سید مودودي دهمدې جماعت د آمیر په حیث وګمارل شو او په ۱۹۷۲ کې دمریضتیا له کبله د امارت څخه استعفاه وکړه او په ۱۹۷۹ کې د اسلام داستر مفکر او عالم دین دهمیش لپاره ددې فاني دنیاڅخه سترګې پټې کړې نن جماعت اسلامي په مختلفو هیوادونو کې فغالیت کوي.

ماخذ:
تاریخ جماعت اسلامي حصه اول –
مولانا مودودي تجدید واحیای دین –
تاریخ معاصر افغانستان –
محمد احمدی دانشجوی دکتری تاریخ دانشگاه تهران طی مقاله ای برای پیشینه به تاریخچه جماعت اسلامی پاکستان –
ویت سایت جماعت اسلامي پاکستان جماعت اسلام خواتین –
مقاله حافظ محمد ادریس مجدد دوران مولانا سیدابوالاعلیٰ مودودی –
سید مودودی تعلیمات –
S.M. Modern Muslim India and the Birth of Pakistan 1979 –

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب