ابو حاتم محمد ابن حبان بُستي رحمه الله

 

د افغانستان له تاریخي او سترو شخصیتونو څخه یو شخصیت ابن حبان رحمه الله دی، چې په هلمند کې دفن دی.

پیدایښت:

ابن حبان رحمه الله د دوه سوه اویایم او دوه سوه اتیایم هجري تر مینځ زیږیدلې.

د نوموړي د زیږیدو ځای په اړه تاريخ ليونکي وایي چې نوموړی د بُست په نامه یو ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې چې وروسته بیا د دی ښار نوم په لښکرګاه باندې بدل شو، کوم چې اوس د هلمند ولایت مرکز دی او اوس هم یوه لویه کلا هلته شته چی د بُست کلا په نامه یادېږي.

ژوند او علم :

ابن حبان رحمه الله ماشومتوب او د ځوانۍ اولې شېبې د هلمند ولايت په لښکرګاه ښار کې تېرې کړې او بیا وروسته چې ورسره د علم حاصلولو شوق پیدا شو نو په سفرونو يې پیل وکړ. څلویښت کاله يې د حدیث او د فقه علم حاصلولو لپاره په سفرونو کې تېر کړل.

your ads

نوموړی پخپله وايي چې ما تر دوو زرو زیاتو استاذانو نه سبق ویلی او د اسبیجاب نه واخله تر اسکندریه پوری می سفرونه کړي (اسبیجاب ته شرق اسلامي او اسکندریه ته غرب اسلامي وایي) په آسانو ټکو دا چی له شرق څخه مې تر غرب پورې سفرونه کړي.

استاذان:

لکه څنګه چی پورته ذکر شوه چی ابن حبان رحمه الله د دوه زرو نه زیات استاذان درلودل خو یو څو مشهور استاذان یی دا دي:

۱. ابو عبدالرحمن النسائی

۲. حافظ دمشقی

۳. علی ابن سعيد العسکری

۴.جعفر ابن محمد الهمدانی

۵. شيخ الاسلام اسو یعلی الموصلی

۶.حسن ابن سفیان الشیبانی

۷.عبد الله بن محمد بن سلم المقدسي الفريابي

۸.ابو بکر ابن خزیمه

۹.شيخ الإسلام أبو جعفر أحمد بن يحيى بن زهير التستري. رحمهم الله

شاګردان:

حاکم نیشاپوری

الدارقطني.

الخطابي.

غنجار البخاري.

أبو علي منصور بن عبد الله بن خالد بن أحمد الذهلي الخالدي الهروي.

أبو معاذ عبد الرحمن بن محمد بن رزق الله.

أبو الحسن محمد بن أحمد بن محمد بن هارون الزوزني.

أبو عمر محمد بن أحمد بن سليمان بن غيثة النوقاتي رحمهم الله

تصانیف:

هسی خو نوموړي ډیر کتابونه لیکلی خو مشهور کتابونه پکی دادی.

صحيح ابن حبان (المسند الصحيح على التقاسيم والأنواع).

كتاب الثقات.

المجروحين.

مشاهير علماء الأمصار.

روضة العقلاء ونزهة الفضلاء.

السيرة النبوية وأخبار الخلفاء.

تاريخ الصحابة الذين روي عنهم الأخبار.

وفات:

ابن حبان رحمه الله چی کله له علمي سفرونو څخه فارغ شو نو بېرته خپل د پیدایښت ځای لشکرګاه ته راغی او بیا په درې سوه څلور پنځوسم(۳۵۴) هجري کال په دوه ویشتم د شوال د جمعې په شپه له دې فاني دنیا څخه سترګې پټې کړې او عالم اسلام ته یې په حدیث او فقه کې بې شماره خدمتونه په میراث کې پرېښودل، او په بست یعنې لشکرګاه کې دفن کړی شو چې قبر یې اوس هم په هلمند کی د بست کلا په نامه یوه سیمې شاوخوا دی چې دا يوه ډېره لويه کلا ده چي د هغې له پورتنۍ برخې څخه ټول لښکرگاه ښار معلومېږي دا کلا د بُست په نامه يادېږي چې د هلمند ولايت د لښکرگاه ښارته څېرمه پرته ده چې د افغانستان او آن د نړۍ په تاريخ کې ځانګړی او مشهور نوم لري.

لیکوال: فضل الرحمن حقانی (البغلانی)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب