نبوي سيرت دریم کال له درسونو عبرتونو سره

د بعثت د درېيم کال مهمې پېښې:

١-  دلومړنى دعوتي مدرسې ( دارالارقم ) تاسيس  .

٢ – دسهاراو مازديگردلمانځه ادا ء کول په جمع سره .

٣ – دمشرکينو او مسلمانانو ترمنځ لومړنى ټکراو دلاس او گريوان جگړه .

٤ – داسلامي دعوت گونگسې دمکې په فضا ء کې خورې ورې شوې او دطاغوتيانوغوږونوته دنوي دعوت خبرې ورسېدې

٥ – دبعثت ددرېيم کال ترپايه پورې دمسلمانانو شمېر ( ١٣٣) تنو ته ورسېد([1])

دارالارقم ( لومړنۍ دعوتي مدرسه )

دبعثت په درېيم کال کې ، دمسلمانانو شمېرورځ په ورځ مخ په ډېرېدو ؤ او له بلې خوا نه حکمت دا غوښتنه کوله چې مسلمانان خپل اسلام راوړل څرګنده نکړي نو لدې مخې هغوى به دلمانځه د اداء کولوله پاره دمکې درو اوناونو ته تلل پدې ترڅ کې يوه ورځ سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه له يوشمېرمسلمانانو سره دمکې په يوه دره کې دلمانځه په اداء کولو بوخت ؤ چې ديوې ډلې مشرکينو نظرپرې ولګېد او دمسلمانانو په تمسخرولوباندې يې پيل وکړ سربېره پردې ددوى لمونځ يې ترملنډو او پوزخند لاندې ونيو ، خو مسلمانانو دمشرکينو له خوا دا سپکاوى په سړه سينه وزغملو خو مشرکانو خپلو ملنډو او ريشخند وهلو ته دوام ورکړ ان په تېري باندې يې لاس پورې کړ ، مسلمانانو دځان څخه ددفاع په موخه په بالمثله اقدام لاس پورې کړ چې په پايله کې سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه  داوښ په هډوکي باندې يو مشرک ووهلو او دهغه وينې يې وبهولې کله چې ددې پېښې خبررسول الله صلى الله عليه وسلم ته ورسېد دتدبيرپه لټه پسې راووت ځکه هغه نه غوښتل چې دبيا ځلې له پاره کومه داسې ناببره پېښه رامنځته شي نو ددې تدبيرپه پايله کې د ارقم بن ارقم کورچې دمکې له اشرافو څخه يو تکړه ځوان ؤ غوره او داسلامي دعوت مرکزيت يې ورڅخه جوړ کړ .

[irp][irp][irp]

درسونه:

١- درې کاله اسلام ته پټه بلنه دويرې يا بې زړه توب له کبله نه وه بلکې دحکمت غوښتنه وه چې اسلام ته دعوت په لومړي پړاوکې بايد په پټه وي .

٢ – رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې درې کلونو په موده کې دکدر رزلو په موخه مسلمانان په ځينو کوچينو حلقو کې سره تنظيم کړي وو او دهرې حلقې په سرکې يې هغه کسان ټاکلي وو چې قران يې زده ؤ او داسلامي دعوت له برنامو څخه يې پوهاوى او خبرتيا درلوده ، نوپه اسلامي غورځنګونو باندې لازم دي چې دکدرجوړونې له پاره لدې تګلارې څخه گټه پورته کړي او هغه خلک چې نوي غورځنګ ته شاملېږي دروزلوله پاره يې داسلام پوهنې په لومړى حلقه کې هغه سم وروزي وروسته بيا ګام په ګام ددويم او درېيم پړاو حلقې ورته په نظرکې ونيسي ترڅو يو سالم او په اسلام باندې پوه کدر ورڅخه جوړشي .

  ٣- دابي ارقم رضي الله عنه کورداسلامي دعوت مرکزيت او مدرسه وه هره ورځ به مسلمانان پکې راټولېدل او درسول الله صلى الله عليه وسلم نه به يې الهي وحيې او فرمانونه اورېدل ددې مدرسې درسي مواد قراني ايتونه وو رسول الله صلى الله عليه وسلم دې ته ډېرحريص ؤ چې قرانکريم ددې مدرسې يوازني درسي مواد وي او دلارښـوونو په رڼا کې يې خپل اصحاب وروزي .

رسول الله صلى الله عليه وسلم پدې مدرسه کې دروزنې په لړکې ددې لاندې چارو سمون او اصلاح ته ډېره جدي پاملرنه درلوده .

الف : دعقيدې صحيح والى

ب : دعبادتي ازخ تزکيه

ج  : دالله جل جلاله دخلقت په صنعت کې تفکر

د  : دعقل بلل تدبرته

ر  : اخلاقي مکارموته وده ورکول

س : جسدي تربيې ته خپل اصحاب هڅول .

ددې مدرسې فارغين هغه نامتو دعوتګران وو چې بشري تاريخ تراوسه پورې بېلګه يې بل چېرې نده لېدلې .

[irp][irp][irp]

٤ – دمسلمان دعوتګر دروزنې مواد بايد له قران او سنتو څخه سرچينه اخيستي وي څرنګه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم داصحابو دروزنې موادو له قران او سنتو څخه سرچينه اخيسته .

٥ – د ارقم بن ارقم کورداسلامي مرکزپه توګه غوره کول دامنيتي تدابيرونو له امله وو نو داسلامي دعوت په مشرانو باندې واجب دي چې دغورځنګ دپايښت له پاره هراړخيزه امنيتي تدابيرمخکې له مخکې ونيسي .

٦ – ددرې کلن پټ دعوت څخه دا جوتېږي چې ددعوت په امرکې محرميت او راز ساتنه يو مهم رکن دى ددعوت چلوونکي هغه بايد په پام کې ونيسي .

٧ – امنيتي تدابيرنيول او راز ساتنه هغه امردى چې اسلامي دعوت ددښمنانو له توطيو ، دسيسو او ناڅاپي يرغل څخه خوندي ساتي .

٨ – دلومړني درېيو دعوتي کلونو په ترڅ کې دنارينه و ، مريانو او ځوانانو ترڅنګ ډېرو ښځو هم ايمان راوړى ؤ او داسلامي دعوت په پرمختګ کې يې هڅه او هاند کړ چې ددې درې کلن پټ دعوت دښځينه دعوتګرو اتله اسماء بنت ابوبکر رضي الله عنها ده نوهردعوتګربايد ددعوت په کارکې دښځو دعوت او شخصيت جوړونې ته جدي پاملرنه ولري ځکه چې هغوى ديوه دعوتګرترڅنګ دمور، خور، مېرمنې ، او لورپه عنوان دبدني ، مالي او روحي ملاتړ په توګه ولاړې اومرسته کوونکې يې دي .

 ٩ – څرنګه موچې مخکې وويل دبعثت په درېيم کال کې داسلامي دعوت دپيل ګونګسې دمکې په فضاء کې خورې شوې وې ، خو دطاغوت مشرانو کوم غبرګون ورسره نښود لامل يې دا وو چې دمکې په تاريخ کې دحنفيت دعقيدې غوره کولو لمن خوره وه څرنګه چې په تاريخ کې لولو زيدبن عمرو ، ورقه بن نوفل ، اميه بن ابي او نورو…. حنفي عقيده غوره کړې وه مشرکانو داسې انګېرل چې مسلمانان هم دنورو حنفيانو په څېرحنفيان دي چې يوازې دګوډاګيانو ( بتانو) له لمانځنې څخه يې مخ اړولى دى نوځکه دمسلمانانو پروړاندې جدي غبرګون نه ښود او پدې ګومان وو چې دا دعوتي لړۍ دژوندانه دسياسي ، اقتصادي او ټولنيزو برخو په سمون لاس نه پورې کوي يوازې غواړي چې روحي سپېڅلتيا ولري ددې انګېرنې لامله غبرګون يې نښود دا دتاريخ دټولو طاغوتانو ګډ دريځ دى ترهغه دمه چې دعقيدې څښتن دين دزړه په سپېڅلتيا او په جومات پورې محصوروبولي طاغوت هېڅ راز مخالفت ورسره نښيي خو کله چې په سياسي او ټولنيز حرکت لاس پورې کړي دلته دي چې دلارې پرسريې خنډ ګرځي اوخپله طاغوتي څېره دحق په وړاندې ښکاروي چې په راتلونکو څپرکيوکې به پدې اړه رڼاواچول شي .

١٠ – په سعد بن ابي وقاص او ورسره مسلمانانو باندې دمشرکينو له تېري څخه بربنډېږي چې دتاريخ په اوږدوکې مشرکين لومړني کسان او ډله دي چې دشريرطبيعت درلودونکي او دسوليز ژوند او امنيت ګډوډونکي ، او دعقيدي او بيان دخپلواکۍ مخنيونکي دي او نه غواړي چې سوله او امن غوښونکي موحدين او با ايمانه خلک په پوره امن او ډاډ کې ژوند وکړي .


[1] په دې هکله بېلابېل روايتونه راغلي چې په ځينو کې دمسلمانانوشمېر(٤٠) او په ځينوکې (٦٠) نفره راغلي خو دروايتونه په لړ کې ياد شمېره کره ده .

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب