لیمو حیرانوونکي کمالونه لري

لیمو حیرانوونکي کمالونه لري

په ګرمیو کې د لیمو استعمال زیات دی. هغه مهال چې د انسان له بدنه خوله ووځي، انسان بې خوده کیږي، لیمو دغه کمبود پوره کوي همدا لامل دی چې د لیمو بیې په ګرمیو کې د نور کال په پرتله څو چنده لوړیږي. لیمو له فایدو ډک دی، لیمو روغتیا لپاره، ښایسته ښکارېدو لپاره، پاکوالي لپاره او ښه اشپزۍ لپاره ډی ګټور دی.

لاندې د لیمو یو شمېر حیرانوونکي کمالونه ذکر کوو:

لیمو پر مټ د فرنېچر یا د کور سامان او لوازم پاک کړئ

د کور د سامان او لوازماتو یا فرنېچر د پاکولو او ځلولو لپاره داسې کورنی پالش جوړ کړئ چې هم یې بوي ښه وي هم د عام پالش په مقابل کې يې بیه کمه وي.

محض لیمو څخه اوبه وباسئ، د زیتون تیلو سره یې ګډ کړئ، دواړه سره ښه وښوروئ څو د یوه بل سره ښه ګډ شي، وروسته دغه په یوه رخت واچوئ او فرنېچر مو پرې پاک کړئ. د څوکیو، میزونو او نورو شیانو ځلیدو ته به په خپله حیران وئ.

د کړکیو پاکوالی

د لیمو په اوبو کې تیزابیت زیات وي همدا لامل دی چې د ګریسو یا ګندګیو چې په کړکیو پورې نښتي وي، په پاکولو کې تر ټولو ښه رول لوبوي. لیمو سره سرکه او اوبه هم ګډولای شئ، د دې درې واړو د ګډولو وروسته پرې کړکۍ ښه په اسانۍ سره پاکولی شئ.

your ads

جامو سپينول

په ګرمو اوبو کې د لیمو اوبه ګډې کړې او بیا په کې خپلې سپينې جامې ډوبې کړئ، لږه شېبه وروسته هغه د معمول سره سم ووینځئ. همدا راز داسې هم کولای شئ چې د کالیو مینځلو په ماشین کې د (بلیچ) پر ځای نیمه پیاله د لیمو اوبه واچوئ او جامې پرې پاکې سوتره سپينې صفا کړئ.

له جامو پرې داغونه لرې کړئ

کله کله جامې داسې داغمنې شي چې هېڅ شی يې نه شي پاکولی. لیمو استعمال بیا د داغونو د پاکولو لپاره ډيره اسانه لاره ده. د لیمو اوبه د سرکې سره ګډې کړې او د جامو په هغه ځای چې داغونه پرې دي استعمال کړئ، لږه شېبه يې پرېږدئ او بیا یې ووینځئ، داغونه به د جاودو په څېر ترې ورک شوي وي.

تشنابونه پاکوي

لیمو د اوبو څخه ډکه پیاله په تشناب کې واچوئ، لږه شېبه انتظار وکړئ او بیا په یوه برس پاک کړئ. تشناب به مو هم پاک وي، هم به مو په تشناب کې ښه بوي خپور شوی وي.

پلاستیکي لوښي پاکوي

که په پلاستیکي لوښو مو د خوړو رنګ پاتې شوی وي او نه ترې لرې کیږي نو د لیمو اوبه پرې واچوئ، لږې شېبې لپاره یې ومښئ او بیا یې د وچولو لپاره لمر ته کېږدئ، شېبه وروسته به یې هم رنګ اوښتی وي او هم به لوښی خپل اصلي شکل پاتې وی.

سلور لوښي ځلوي

د چای د یوې کاشوغې په اندازه لیمو اوبه په نیم ګیلاس اوبو او نیم ګیلاس وچو شودو کې ګډ کړئ او بیا دغه ګډ شوي محلول کې لوښي ټوله شپه پریږدئ، سهار يې ومېنځئ او وچ یې کړئ. خو که غواړئ چې ژر يې پاک کړئ نو د لوښو په هغو ځایونو چې داغ پرې لګېدلی وي، د لیمو اوبه واچوئ او په یو پاک رخت يې صفا کړئ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب