د کمپيوټر د ايجاد او پراختيا پړاونه او ځانګړتياوې يي

کمپیوټر:

کمپيوټر يو برېښنايي ماشين دی چې يوازې ON او OFF پېژني ،او نور پر هيڅ نه پوهېږي تاسو به واياست چې داڅنګه ( ؟ )

د دې سوال جواب زما لپاره پۀ دې ليکنه کې ورکول ، ګران هم دی او آسان هم ! ګران اړخ ته به يي نه ورګرځم ، آسان به يي جواب کړم ، يقيناً چې زموږ پۀ منځ کې به داسې څوک نۀ وي چې برېښنايي او اليکترونيکي آلې يي ليدلې نۀ وي او يا يي هم کارولې نۀ وي ، نو پر دې اساس څنګه چې يوه ساده برېښنايي آله يوازې د بندولو او لګولو فونکسيون لري
کمپيوټر هم يوازې ON او OFF پېژني ټول پروسېس يې پر همدې چورليځ څرخي ، او نوره کومه مافوق العاده ځانګړتيا نه لري چې زموږ د پوهې له سويې دې ډېره لوړه وي.

کمپيوټر چې د بشر پۀ ليکلي او ناليکلي تاريخ کې يي پۀ لومړي ځل يو لوی اوښتون رامنځته کړ ، ژوند يې د هماهنګۍ پر چورليځ و څرخاوۀ ، د فردي ژوند ټغر يې ټول او ټوله نړۍ يې د يو بل پۀ خوښيو او نېکمرغيو کې شريکه کړه ، نن نه دی ايجاد شوی ، او نه هم د بشر يو نوی کاوش دی ، بلکې له هغه مهاله يي تاريخچه پيلېږي چې انسان پۀ لومړي ځل ( ٠ ١ ٢ ٣ ٤ ٥ ٦ ٧ ٨ ٩ ) زده کړل ، ياني د راکړې ورکړې يو حسابي فورمول يې متعارف کړ ، داچې دا فورم ول چا متعارف کړ ؟ پۀ دې تړاو بېلابېلې نظريې موجودې دي ، ځينې وايي چې دا فورمول د ابوالحسن پۀ نوم يو مسلمان عالم چې ترمېلاد يې ډېر پخوا ژوند کاوۀ ، بشري ټولنې ته وروپېژاند ، دا هغه مهال وو چې بشري ټولنه نوې نوې د تمدن پۀ زانګو کې زنګېدلې وه ، او ځينې نور يې بيا بل څۀ وايي .

البته د لومړۍ نظريې د ډلې د وينا له مخې کله چې نوموړي عالم له يوۀ تر نهو پورې عددونه متعارف کړل ، نو بيا يي هم ونه کړای شو د خپلې ټولنې د راکړې ورکړې دود چې پۀ لومړي سر کې ډېر ساده وو، بدل کړي ، او پۀ دې برخه کې يي تر يوې اوږدې مودې پورې پرمختګ ونه کړ ، خو آخېر نوموړی عالم پردې بريالی شو چې د صفر ( ٠ ) متعارف کړي او د صفر پرمټ يې د راکړې ورکړې ټولې عمليې د تل لپاره بشپړ کړې ، او پۀ دې توګه يي د رياضي د علم بنسټ کېښود، چې د تاريخ پۀ پېر کې يي پراختيا پيدا کړه ، نوي نوي ساينسي علوم او فنون د هرې دورې عالم انو او پوهانو لکه علم منطق ، علم طبيعات ، علم فلکيات او داسې نور ……. د رياضي پۀ لمن کې راځای کړل چې دا لړۍ نن تر کمپيوټر ساينس او ټيکنالوژۍ پورې رارسېدلې .

د تاريخ له مخې لومړنۍ تخنيکي آله يا ماشين چې ځينې يي د يوې کم پيوټر ي آلې پۀ نامۀ هم يادوي Soroban / Abacus دی چې تر مېلاد ٣٠٠٠ کاله پخوا د ساده حساب کتاب لپاره اختراع شو ، ابېکس د ننني کالکولېټر پۀ بڼه وو چې دجمع، تفريق ،ضرب او تقسيم عمليې يي بشپړولې ، نوموړی ماشين اوس هم پۀ اسيايي او د شمالي امريکا پۀ هيوادونو او لوېديځې اروپا کې کارول کېږي ،پۀ تېره بيا پۀاسيايي هيوادونو کې د لومړنيو ښونځيو ماشومانو ( ځانګړو _ ړندو ماشومانو) ته د جمع ، تفريق ، ضرب او تقسيم عمليې پرې ورښوولې کېږي .
دلته بايد دا هم وويل شي چې پۀ لومړي سر کې کوم ماشين د سوروبان يا ابېکس پۀ نوم جوړ شو ، يوازې د جمع او تفريق ستونزې پۀ کې حل شوې وې اود ضرب او تقسيم فورمولې پۀ اولسمې پېړۍ کې وپېژندل شوې

داچې د ابېکس د ايجاد وياړ د چا او يا کوم هيواد پۀ برخه دی ؟ پۀ دې تړاو سم او دقيق مالومات پۀ لاس کې نه لرو چينايان يې د چينايي ، يونانيان يې د يوناني او عربان يې بيا د عربي تمدن وياړ او کرېډيټ ګڼي ، خو څۀ چې جوته ده د عربي يا اسلامي تمدن وياړ يې بلل له دې امله سم او پرځای مالومېږي ، چې بيا هم د رياضي او منطق د علم راپېژندونکي مسلمانان ياديږي او پۀ اسلامي نړۍ کې امپرومنټ ورکړل شو او داچې ابېکس هم د ساده حساب کتاب فورمولې بشپړولې ، نو پۀ نورو ټولنو کې د ايجاد د دعوې کوم دلايل او تاريخي پس منظر نه تر سترګو کېږي .

تر هغه راوروسته هم پۀ د ې برخه کې ډېر کار وشو ، او ډېر ې داسې آلې جوړې شوې چې يوازې د ح ساب کتاب لپاره کارول کېدې ، John Napier’s د BONE پۀ نوم يو ماشين جوړ کړ ، Blaise Pascal پۀ ١٦٤٢ زېږديز کال د Pascaline پۀ نوم يو ماشين جوړ کړ چې د جمعې او تفريق عمليې يي بشپړولې ، پۀ ١٦٧٢ زېږديز کال يو بل فرانسي ساينسپوه Liebnitz يو بل ماشين جوړ کړ او د جمعې او تفريق تر څنګ يې د ضرب او تقسيم عمليې او فورمولې هم بشپړولې ، تر دې وروسته Professor J H Muller پۀ لومړي ځل د Difference Engine مفکوره ورکړه خود پلي کولو لپاره يي ژوند ورسره وفا ونه کړه او بيا د نوموړي شاګرد Charles Babbage تر ١٨١٢ مېلادي کال پورې کار پرې وکړ ، که څۀ هم چې نونس کاله يي پۀ دې برخه کې تېر کړل خو د ټيکنالوژۍ د نه پرمختګ له کبله يي زړۀ مات ،او ويي نه شوای کولای چې پۀ ټوله مانا يي بشپړ کړي ، بيا يي د Analytical Engine بنياد کېښود ، چې پۀ واقعيت کې د يو بل ساينسپوه Joseph Jacquard نظريه وه خو چارليس بېبيج پۀ عملي ډګر کې پلي کړه پۀ Analytical / Methodical Engine کې د Store , Mill , Control , Input & Output سيسټمونه شامل وو چې له ننني کمپيوټر سره يي ورته والی لارۀ پۀ تېره بيا لومړنی عصري کمپيوټر چې پۀ ١٩٤٠ زېږديز کال کې جوړ شو پۀ ډيزائن کې يي کټ مټ د Analytical Engine د ډيزاين مفکوره پر کارلوېدلې وه خو بيا هم د ټيکنالوژۍ د نه پرمختګ له کبله Charles Babbage و نه توانېد چې کار يې بشپړ کړي ، خو برسېره پردې داد کمپيوټر د پرمختګ لومړی ګام بلل کېږي او پۀ ځانګړي ډول پۀ Mill سيسټم کې يي د ننني کمپيوټر د مېموري مفکورې ځای نيولی وو چې د هغه وخت ترټولو ستره او پرمختللې اختراع بلل کېږي .

پۀ ١٨٨٩ زېږديز کال د نيويارک د وګړو د سرشم ېرنې لپاره ډاکټر هورمن هولريټ يو بل ماشين جوړ او د Tabulating Machine پۀ نوم يې و نوماوۀ ، بيا ځينې نورو پوهانو هم بېلابېل ماشينونه جوړکړل ، لکه Automatic Relay Complex Calculator او داسې نور .
تر دې چې راتېر شو نو د کمپيوټر عصري او ډيجيټل پړاو ته ګام ږدو ، کمپيوټر چې تر ١٩٣٩ زېږديز کال پورې يي د يوۀ ماشين پۀ بڼه پرمختګ و کړ ،پۀ١٩٤٠ مېلادي کال له ماشيني صنعت څخه راجلا او Digitalized شو ، د کمپيوټر عصري پرمختګ پر پنځو پړاونو محيط دی چې پر هر يو يې پۀ لاندې ډول ږغېږو.

د کمپيوټر لومړی پړاو

د کمپيوټر لومړی پړاو چې له ١٩٤٠ څخه پيلېږي او تر ١٩٥٠ مېلادي کال پورې رسېږي ، د ټيکنالوژۍ د پرمختګ پړاو بلل کېږي ، لومړنی کمپيوټر پۀ ١٩39 زېږديز کال د او اسټېټ پوهنتون د فزيک او شمارياتوپروفېسر John Atanasoff د Lowa State University د فزيک پۀ عمارت کې د نوموړي پوهنتون د يوۀ فارغ شوي زده کوونکي Clifford Berry پۀ ملګرتيا جوړ او د ABC ياني Atanasoff – berry Computer پۀ نوم يې و نوماوۀ ، لومړني کمپيوټر که څۀ هم چې له اوسني کمپيوټر سره ډېر توپير درلود ، خوبرسېره پردې يي هم دElectronic Computation , Binary Arithmetic ,Parallel Processing , Regenerative memory , separation of memory & Computer Functions سيسټمونه لرل چې له اوسني کمپيوټر سره يي تر ډېره ځايه ورته والی ښيي ،

پۀ دې بهير کې يوستر کالکولېټر د Atomic Sequence Controlled Calculator پر نامه جوړ شو چې بيا د Mark 1پر نامۀ ونومول شو ، د دې کالکولېټر سائز بېخي غټ او د يوې دوه پوړيزې ودانۍ پۀ شکل وو چې اتيا فوټه جګ ، څلوېښت فوټه سور يې درلود .
د دې کالکولېټر د برېښنايي مصرف د پوره کولو لپاره د هغه وخت د متحده ايالاتو د دولت له خوا يو ځانګړی برېښنا کور جوړ شو چې اوس م هال د متحده ايالاتو د ميامي ښار ټول برېښنايي مصرف پوره کوي . ياده دې وي چې نوموړی کالکولېټر پۀ ١٩٥٨ زېږديږ کال د اپريل د مياشتې پۀ لومړۍ نېټه پر ټپه ودرېد او کار يې پرېښووچې اوس د يوۀ ميوزيم پۀ بڼه موجود دی .

تردې وروسته ځينې نورې کمپيوټري هم جوړې شوې ،لکه د ENIAC ( Electronic Numerical Integrator & Computer پر نوم يو کمپيوټر پۀ ١٩٤٥ زېږديز کال کې جوړ شو چې دېرش ټنه وزن ، ١٥،٥٥ مربع فوټه غټ او ١٥٠ کيلو واټه برېښنا ته يي اړتيا لرله ، همدا رنګه يو بل کمپيوټر پۀ ١٩٤٩ زېږديز کال جوړ اود EDSAC ياني Electronic Delay Storage Automatic Computer پر نامۀ ونومول شو چې پۀ لومړي ځل پۀ دې کمپيوټر کې Stored Program وکارول شو ، د دې ترڅنګ يو بل کمپيوټر پۀ ١٩٥١ مېلادي کال جوړ او د UNIVAC ياني Universal Automatic Computer پۀ نوم و نومول شو چې يو کامياب سوداګريز ( تجارتي ) ماشين وو ،
د لومړي پړاو کمپيوټر کې د پروګرامينګ پۀ برخه کې Machine Language د Output لپاره Teletype printer او د Input لپاره Punch Card پر کار وړل کېدۀ

د کمپيوټر دويم پړاو ( ١٩٥٥ —— ١٩٦٠د)

د کمپيوټر دويم پړاو د Transistor له ايجاد څخه پيلېږي ، چې د Transistor پر بر کت د کمپيوټر سايز راکم ، اوګړنديتوب يې له ملي ثانيې څخه مايکرو ثانيې ته لوړ شو ، همدا راز ځينې نور کلک کالي ( هارډويئر ) هم متعارف شول لکه Magnetic Tapes , Magnetic Disc , Card Reader او داسې نور ……. د دويم پړاو کمپيوټر د پروګرامينګ پۀ برخه کې يو ساينټيفک مېتود متعارف ،او پر همدې مېتود Assembly Language د پروګرامينګ لپاره وکارول شو ، د Input لپاره اوس هم له پخواني مېتود ( Punch Card ) څخه کاراخيستل کېدۀ خو د Output لپاره Daisy Wheel Printerمتعارف شو .

د کمپيوټر درېيم پړاو ( ١٩٦٠ ٠٠٠٠٠٠ ١٩٧٠ )

د کمپيوټر درېيم پړاو د Networking د ايجاد پړاو هم بلل کېږي ، چې د IBM او ډيجيټل کمپيوټر د شرکتونو له خوا بېلابېل (SNA او Decnet ) نېټ ورکنګ سيسټم متعارف شو ، اود Arpanet ياني ٍAdvance Research Project Agency Network چې د متحده ايالاتو د ملي دفاع وزارت پينټاګون د پوځي ضرورياتو لپاره پۀ ځانګړي ډول د يوۀ پياوړي اړيکيز سيسټم پر جوړولو ګومارلې وه ، پۀ ١٩٦٩ زېږديز کال يې د نړيوال معيار نېټ ورکنګ متعارف او پۀ لومړي ځل يې څلور پايې کم پيوټري سره وتړلې چې له يوۀ پوائنټ څخه يي و بل پوائنټ ته د مالوماتو پۀ لېږداو کې ښې پايلې ورکړې ، د دې ترڅنګ د ICs + Transistor پر ايجاد سره د کمپيوټر ګړنديتوب نور هم زيات ، سايز يې کوچنی ، د Power Consumption / Utilization يې لږ او د پروسېس د استناج او نتيجه ګېري له مخې يي پايلې هم پۀ زړۀ پورې شوې ،
د درېيم پړاو کمپيوټر د پروګرامينګ لپاره High Level Languages متعارف شوې د Input لپاره پۀ لومړي ځل کيليدړه ( Keyboard ) پۀ ١٩٧٠ مېلادي کال جوړه او بازار ته وړاندې شوه د Output پۀ برخه کې Drum Hole Printer کارول کېدۀ .

د کمپيوتر څلورم پړاو ( ١٩٧٠ ———- ١٩٩٠ )

د کمپيوټر څلورم پړاو د کمپيوټر د ګړندي پرمختګ پړاو بلل کېږي چې د VLSI ياني Very Large Scale Integrated Circuits له ايجاد څخه پيلېږي ، د کمپيوټر پۀ څلورم پړاو کې خورا ستر بدلونونه وليدل شول نېت ورکنګ چې د کمپيوټر په درېيم پړاو کې متعارف شو پۀ څلورم پړاو کې يي ډېر چټک پر مختګ وکړ او د نړيوال جال ( انټرنېټ ) تر پولو ورسېد، د دې ترڅنګ د Intel Corporation له خوا پۀ لومړي ځل Micro Processing Chip متعارف او د Intel 386 , Intel 486 , Intel Pentium I , Intel Pentium II , Intel Pentium III پر نومونو و نومول شول او په د ې توګه پۀ لومړي ځل د تحليل مرکزي څانګه جوړه ياني د Logic Arithmetic يونټ پۀ CU يا Central Unit کې ضم کړل شوه او Central Processing Unit يې منځته راوړ ، او هم کمپيوټر ورسره آنلائن او دفتري چارې پۀ لومړي ځل کمپيوټرائزډ شوې
، ياني کمپيوټر چې پۀ لومړي سر کې يوازې د امريکا د متحده ايالاتو پۀ واک کې وو او نورو هيوادونو يي د رانيولو توان نه درلود ، لو يو سوداګريزو او تجارتي کمپنيو به کرايه کاوۀ ، پۀ ١٩٦٠ زېږديز کال ځينو پانګه والو د امريکا د هغه وخت دولت ته احتجاج وکړ او کمپيوټر يې پر ارګنائزېشن لېول وغوښت ،
چې د امريکا د متحدا ايالاتو د وخت د حکومت له خوا يي غوښتنې ته مثبت جواب وويل شو او پرېکړه يي وکړه چې يو داسې کمپيوټر دې جوړ شي څو يي کورني او بانديني پانګه وال د رانيولو توان ولري ، هماغه وو چې له پرېکړې سره سم يو باصلاحيته کمېسيون ته دا دنده وروسپارل شوه چې بيا د هغه کمېسيون د سفارشاتو پۀ رڼا کې کمپيوټر پر ارګناډزېشن لېول راټيټ شو

وروسته تر هغه پر Institutional Level (د پوهنتون پۀ کچه) و کارول شو ، او بيا نور هم پسې اقتصادي شو او دفتري چارې کمپيوټرائزډ شوې ، او نن هرڅوک کولای شي چې راز راز کمپيوټري پۀ مناسبې بيې سره له بازاره راونيسي . دلته بايد دا هم وويل شي چې کمپيوټر پۀ لومړي سر ( پۀ پنځوسمه لسيزه ) کې يوازې يو Numerical Analyzer وو چې د وخت پۀ تېردو سره د Data Storage ياني د ډېټا د ساتلو وړتيا پيدا کړه او بيا يي د Database Management System, Word Processor , Accounting Sheet , Presentation او آن تر Data Transmition پورې راورسېد .

د کم پيوټر پنځم او راتلونکی پړاو

د کمپيوټر پنځم پړاو چې د Artificial Generation پۀ نامۀ هم يادېږي ، تر دې دمه لا د Virtual Reality پۀ غېږ کې پروت دی او ياهم داچې د پر مختګ پۀ حال کې دی او د انساني کمال د بشپړتيا تصور راکوي ، ټول پرمختګ يې د انساني پنځه ګوني حواس پرتقليد اډانه دی چې پۀ تخنيکي بڼه ځنې شوی او کېږي تراوسه پورې يي ښې پايلې ورکړې ياني تر دې دمه کمپيوټر پنځه ګونې انساني ځانګړنې لري او کولای شي چې د همدې ځانګړنو پر اساس د يوۀ نورمال انسان پۀ پرتله ښۀ کار وکړي د د ې دورې پۀ ټيکنالوژۍ کې د Vary Large Scale Integrated Circuits & Artificial Intelligence
د کارېدنې له کبله د Thinking Power , Reasoning , Learning , Making Decision & Feeling ځانګړتياوې ليدلې کېږي چې دا کار تر دې دمه ٧٥ ٪ سلنې بشپړ شوی هم دی.

که څۀ هم چې د کمپيوټر د راتلونکي پړاو پۀ هکله وړاندوينې کورټ ناشونې برېښي خو بيا هم دومره کولای شو چې لږترلږه د روان پړاو پۀ هنداره کې يي ننداره وکړو پۀ د ې مانا لکه نن د ايکسپرټ سيسټم پر مټ دا شونې ده کم پيوټر، د يوۀ ماهر ډاکټر پۀ توګه پر خپل سر ناروغان ګوري ، اووړ درملنه يي کوي ،او يا هم ديوۀ پياوړي سوداګر ( بزنس مېن ) پۀ توګه پۀ نړيوال مارکيټ کې زموږ لپاره کاروبار کوي ، يا د يوۀ ځيرک ښوونکي پۀ حيث پۀ پوهنتون او ښوونځي کې دځانګړي فکري ، ذهني او بدني حيثيت ماشومان او زده کړيال پۀ علمي او اکادميکه توګه روزي ، او داسې نور ې ډېر چارې ترسره کوي نو د ايکسپرټ سيسټم پر مټ موږ کولای شو چې د کمپيوټر د راتلونکي پړاو پۀ هکله چې تردې دمه لا د Virtual Reality پۀ غېږ کې پروت دی يو وړ تصور قايم کړو .//اسدالله صميم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب