د لوڅو او مبتذلو فلمونو د خرڅولو حکم

پوښتنه : آیا په یو داسې ځای کې ما ته کار کول روا دي چېرته چې زما دنده د لوڅو او په اخلاقي لحاظ د پرېوتو ویدیوي فلمونو او سندرو خرڅول وي ؟

که چېری زه دا ډول سې ډیانې ( CDs ) خرڅې کړم، آیا پیسې اخستل ېې ما ته روا دي ــ البته د یادولو ده چې زمونږ په هیواد ( الجزائر ) کې د اسې د فحشاء مرکزونه خورا زیات موندل کیږي چې دا ډول د اخلاقي معیارونو سره منافي فلمونه په بازار کې پر خلکو
خرڅوي؟

د ښاغلي ورور د دې پوښتنې په ځواب کې باید وایو چې : هیڅ کله هم د اسلام سپېڅلې شریعت مونږ ته ددې ډول مبتذلو او لوڅو فلمونو د اخستلو او خرڅولو اجازه نه ده را کړې او دا کار ېې ناروا ګڼلی دی او همداراز په دې ډول او یا هم دې ته ورته ځایونو کې ېې کار کول هم د یو مسلمان لپاره روا نه دي ګرځولی او کومې پیسې چې له دې لارې څخه لاس ته راوړل کیږي د نوموړي لپاره حرامې دي.

البته که چېرته روا فلمونه وي او په هغې کې د منکراتو او د بداخلاقیو په لوري بلنه او یا په دې لړ کې مرسته نه وي؛ نو بیا په دې صورت کې کار کول او پیسې تر لاسه کول روا دي، لکه څرنګه چې اسلامي علماو په دې اړه همداسې څرګنده کړېده چې یو له دغو علماو څخه شیخ ابن باز ( رحمه الله) دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب