د واده لپاره د نجلۍ عمر

پوښتنه:
د شريعت له نظره د نجونو لپاره د واده كوم معين عمر ټاكل شوى كه نه؟

سرچینه:اسلام آنلاين
ژباړه: نثاراحمد اسلام مل
مفتي: امانې ابو الفضل فراق

ځواب
ستاسو له پوښتنۍ څخه يوه نړۍ مننه
د ټولو نجونو لپاره د واده يو معين سن تعينول په اصل کې یو غیر واقعي کار بلل کیږي. واده يوازې یوه بیولوژیکي مسئله نده، که داسې وای نو په واده كې به بيا د بلوغ خبره اصلا مهمه نه ګڼل کیداى.
اسلام وايي چې واده يوازې يوه بیولوژیکي اړيكه نده بلکه نورې مهمې خبرې ورسه تړلې دي. الله تعالى فرمايي: وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
او د الله د قدرت له نښو څخه دا ده چې تاسې ته يې ستاسې له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې تر څو مطمئن اوسئ د هغوى سره او ګرځولې یې ده ستاسو په مینځ کې دوستي او مینه. بیشکه په دغه كې خامخا ډیرې نښې د قدرت دي، د هغه قوم لپاره چې فکر کوي.
ځکه نو مینه، محبت او سوکالي د یوه واده اټکل شوې نتیجه ګڼل کیږي. او د داسې نتایجو د لاس ته راوړلو لپاره باید هر ځوان چې واده کوي د پوره روحي، احساساتي او فزیکې بلوغ خاوند وي ترڅو له یوې خوا د کورنۍ فضا کنترول کړلای شي او له بلې خوا اولادونو ته ښه پاملرنه وکړای شي. له هرڅه نه مخکې علمې بلوغ هم ډیره ضروري خبره ګڼل کیږي. د علمې بلوغ خبره مې ځکه یاده کړه چې له واده وروسته که هر ډول ستونزې راځې باید هغه ورسره مقابله وکولای وشي. که ځیر شو موږ ته به جوته شي چې کورنۍ هم په حقیقت کې لکه یوه موسسه ده چې د هغې موسسې د کنترول لپاره لوړ او با کیفیته نظم پکار دی!

 

په حقیقت باید وویل شي چې د نجلۍ لپاره د واده یوه عمومي نیټه ټاکل او د بلوغ عمومي نیټه یوه ستونزمنه خبره ده، دا ځکه چې د بلوغ لپاره مختلف دلایل او فکتورونه لازم دي.
او د همدې فکتورونو په مینځ کې وخت، ځای، کلتور، تهذیب او احساسي تیاری د هرې نجلې شامل دي. پخوا داسې ځوانان پیدا کیدل چې په ډیر کم عمر سره به ېې نیمه نړۍ نیوله! خو اوس، کله هم چې د پوهنتون کوم زده کوونکی (چې عمر یي له ۱۷ تر ۲۱ پوری دي) له کومې ستوزې سره مخ شي نو سمدستي یي ورسره مور او پلار راځي او ګوري چې د هغوی له «ماشوم» سره څه خبره پیښه ده او یا په کوم ستونزه اخته ده؟
ځکه نو، دا به ډیره غلطه او نا مناسبه خبره وي که وویل شي چې پخوا خو په کم عمر کې ودونه کیدل اوس دې هم وشي. د بلوغ په مسئله کې د ځای فکتور هم مهم ګڼل کیږي، لکه د ښار او کلي ځوانان له یو بل سره توپیر لري. په ښاري سیمو کې د کم عمرو ودونو ناکامي لږ کمه ښکاري ځکه چې متقابل فرد نسبتاً په تنهایي سره په یوه ستر کور کې ژوند تیرولو ته تیار ښکاري. او په داسې حال کې د واده کول په کم عمر کې دومره ضرر نلري. ځکه چې دا واده به هغه د ژوندانه له نورو اساسي ضروریاتو لکه تعلیم نه محرومه نکړي.
خو له بل پلوه بیا په کلیوالي ژوند کې خلک هڅه کوي چې زیاتره مستقل واوسي. ښځې داسې کارونه یا مصروفیتونه لري چې د واده د وخت د ځنډ سبب ګرځي. بیا باید وویل شي چې په داسې پریکړو کې د هر ځوان هلک یا نجلۍ احساسي او فطری چمتووالی ډیر مهم دی. کله چې د فطري او احساسي مسئله راځي، حتا په یوه کور کې دوه خويندې هم لا یو شان نه وي.
بعضې نړیوالو سازمانونو ډیره هڅه وکړه چې له ټولو هیوادونو یو تړون واخلي چې هغه تړون به د هیڅ هیواد نجونو ته مخکې له ۱۸-۲۰ پورې د واده کولو اجازه نه ورکوي. خو دا قانون د بعضې خکلو لخوا ونه منل شو. دوې دا کار د خلکو په طبیعي حق کې یو تیری وبوله او حتی د بعضي کلتورونو لپاره یي دا یوه د نه منلو خبر وګڼله. خو دې سازمانونو هیر کړي وو چې ناوخته واده چې په بعضې ملکونو کې یو رواج دی او حرام جنسي روابط پکې عام دي خو د نورو محافظه کارو ټولنو لپاره به یوه ستونزه وي. په داسې محافظه کارو ملکونو یا ټولنو کې وختي واده یو نورم ګرځیدلی او د دې تبدیل به یوه غټه ستونزه وي.
بلاخره په دې راځو چې د واده عمر یوه شخصي مسئله ده. یوازينی شرط د واده لپاره دا دی چې دواړه (هلک او نجلۍ) باید د بلاغت عمر ته رسیدلي وي. او دا د بلوغ سن به له دوى دواړو سره مرسته وکړي ترڅو خپل مسوولیتونه په ښه ډول وپیژني ترڅو د واده اصلي مقاصد چې مخکې په آيت کې بیان شول پوره شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب