آيا په ښځه ځان انزال کول استمنا ده؟

پوښتنه مې دا ده چې زما میړه کله نا کله چې زه د کومې ستونزې له امله مثلا د ناروغۍ له امله د هغه د جنسي اړیکي ټینګولو غوښتنه ونه منم نو هغه په ما خپل ځان سولوي او انزال کوي او یا هم کله نا کله د خوند اخیستو لپاره په ما ځان انزال کوي او کله نا کله زه هم ورته کار کوم نو ایا دا کار هم د استمنا حکم لري او که څنګه او ګناه لري که نه.
په درنښت
ح – م له جلال آباده

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ان رضي الله عنه روایت کوي: أَنَّ الْيَهُودَ كَانُوا إِذَا حَاضَتِ الْمَرْأَةُ؛ لَمْ يُؤَاكِلُوهَا. فَقَالَ النَّبِيُّ -صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «اصْنَعُوا كُلَّ شَيْءٍ إِلاَّ النِّكَاحَ»، رَوَاهُ مُسْلِمٌ)
ژباړه: کله به چې دیهود ښځه حایضه (میاشتنۍ مریضه) شوه نو هغې سره به یې ډوډۍ نه خوړه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دحیض په وخت کې هرڅه وکړي مګر نکاح (جماع) مه کوئ.
نو په هره طریقه (پرته له جماع او دخول نه) له ښځې سره خاوند لوبې کولای شي او که انزال هم شي پروا نه لري او ګناه پرې نه شته، که هغه په سولولو وي او یاهم یو دبل سره غاړه ورکول او یابله طریقه، ولې دمخې له لارې به جماع نه کوي او دشاه له لارې له ښځې سره یوځای کیدل خو همیشه حرام دي.
والله اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب