حج، لاس مچول او د سهوې سجدې پوښتنې او ځواب

لومړۍ پوښتنه:

لکه څرنګه چی په روژه کی که یو کس خپل شهوت د لاس په وسیله پوره کوی چی البته یو حرام عمل هم دی، پداسی حال کی چی روژه یي هم په خوله وي نو په هغه باندی کفاره نشته مګر قضاء شته ، نو زما پوښتنه دی ته ورته د حج د مراسمو د اداکولو په وخت کی که یو کس د فرضي طواف نه مخکی خپل شهوت د لاس په وسیله پوره کړي او یا که یو کس د تمتع حج نیت کړې وي یعنی دغه کس عُمره وکړه او خپل ویښتان یي لنډ کړل نو بیا دوه یا دری ورځی وروسته دا ناوړه عمل ترینه وشوؤ بیا په اتم د ذوالحجة چی باید طواف اوسعی دی صفا او مروة تر مینځ وشي دغه کس طواف او سعی وکړل او سهار وختي منی شريفی ته ولاړ او په همدی ډول یي عرفات، جمرات، قرباني، طواف فرضي او حج ته یي خاتمه ورکړه نو آیا پدی کس باندی دم واجبیږی او یا به له سره حج کوي او که څه حکم لري؟

دویمه پوښتنه:

پدې وختونو کی اکثره کشران ښځی د ستړي مشې پر مهال دمشرانو ښځو لاس ښکل (مچي) کوي، دا باید ووایم چی د احترام په خاطر نه بلکې دوی وایی چی دا اوس یو رواج ګرځیدلې دې، او بیا ګورو چی دی همغی ښځی چی لاس یي ورته ښکلوي غيبت کوي اوپه بدو او خرابو الفاظو یي یادوي، نو دا خو احترام نه دي چی بیا یي غيبت هم کوي، نو دا څه حکم لري؟ او غیر له مور او پلار نه دبل چا لاس ښکلول څنګه دي؟

دریمه پوښتنه:

د سجده سهوه په هکله قسم قسم لیکنې لیکل شوی دي، څوک وایي چی دی سجده سهوی په واجبیدو باید له التحيات نه وروسته دوه خواته سلام وګرځول شي او بیا دی دوې سجدی وشي او بیا له سجدو وروسته التحیاتو، درود اودعاء ولولي، ځینی وایي چی یوی خواته سلام ګرځول دي او له سجدو وروسته بیا التحیاتو لوستل نشته یعنی له دوه سجدو وروسته دی درود او دعاء ولولي. (دا په هغه صورت کی چی سړی یوازی لمونځ کوي) او که سړی خپله امام وی یعنی امامت کوي نو پدی صورت کی باید یوی خواته سلام وګرځول شي له دوه سجدو وروسته دی التحیات، درود او دعاء ولولي. ستاسو څخه هیله کوم تر څو پدی هکله بشپړ معلومات راکړۍ چی که چیری سړې یوازی لمونځ کوونکې وي او که امام وي څه باید وکړي؟

څلورمه پوښتنه:

آیا د مړي لپاره قرباني کیږي؟

ستاسې ورور نوري

ځوابونه :

الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله ، وبعد :

قدرمن ورور نوری صاحب

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

تاسې ډیرې اوږدې پوښتنې کړې چې دلته به دهرې پوښتنې لنډ ځواب درکړو :

ستاسې دلومړۍ پوښتنې ځواب : په دې اړه دسعودی عربستان د پیاوړي عالم الشیخ ابن باز رحمه الله فتوی داسې ده چې دایوه ګناه ده او الله ته توبه اوباسئ او نور هیڅ هم نشته او حج یې صحیح دي.

خو دځنې علماوو فتوی داده چې حج یې صحیح دی ولې ده یو غلط کار کړی نو الله ته به توبه اوباسي او په دې درې کارونو کې به یو کار کوي :

۱ – یابه درې ورځې روژه نیسي.

۲ – یابه شپږ مسکینانو ته د یو وخت خواړه ورکوي چې علماؤ نیم صاع دخوراک تعین کړی (تقریبا یوه نیمه کیلو).

۳ – او یا به یو دم (پسه) حلالوي خو دا څاروي به په مکه کې حلالیږي او غوښه به یې هم هلته پر غریبانو ویشل کیږي.

چې همدا دوهم قول داحنافو رایه ده.

دویم ځواب :

دعالمانو، مشرانو ، مور او پلار او دفضل دخاوندانو په لاس ښکولو کې کوم مشکل نشته (ان شاء الله) ، ځکه چې ابو عبیده رضی الله عنه د عمر رضی الله عنه لاسونه ښکل کړي او صحابه وو به درسول الله صلی الله علیه وسلم لاس او حتی پښې ښکولوې ، ولې چې په واقعي توګه یو څوک نیک انسان او دفضل خاوند وي نه داچې لکه دنن ورځې شیطان صفته پیران او بعضي دنیا دوسته عالمان ، ولې که څوک دچا لاس ددې لپاره ښکولوي چې ډیره مهمه چوکي یې په لاس کې ده او یاهم درواج لپاره نو داکار صحیح نه دی.

بلخوا غیبت پخپله یو حرام کار دی او له غټو کبیره ګناهونه څخه ده، نو مسلمان ته په هیڅ صورت نه ښايي چې دبل مسلمان غیبت وکړي، په سوره حجرات که الله تعالی فرمايي : (وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ). الحجرات ۱۲.
ژباړه : او یو دبل غیبت مه کوئ، آیا تاسې نه یو کس دا خوښوئ چې دخپل مړه ورور غوښه وخورئ(بلکې دا هیڅوک هم نه خوښوي) او له الله وویریږئ، بې له شکه چې الله توبه قبلونکی او رحم کونکی دی.

درییم ځواب دسجدې سهوې په اړه : په دې اړه ډیر اوږد تفصیل دی او دلته ددې فقهې مسئلې دڅیړلو توان نشته خو په لنډ ډول باید ووایو :

دسهوې د سجدې په اړه د احنافو دعلماوو اختیار کړې طریقه داده چې که انسان یوازې لمونځ کوي او سجده سهوه پرې لازمه شي نو دتشهد (التحیات) له لوستلو نه وروسته باید دواړو خواوو ته سلام وګرځول شي او بیا دوې سجدې وکړي او بیا له سره تشهد او درود ولولي اوسلام وګرځوي (دا په داسې حال کې چې څوک یوازې لمونځ کوي) او که پر امام سجده سهوه لازمه شوه ، نو په همدې طریقه به سجده سهوه کوي ولې یوې خواته به له تشهد نه وروسته سلام ګرځوي.

په نورو فقهي مذاهبو کې نورې طریقې هم ذکر شویدې که څوک پر هغو عمل کوي هم کوم باک نه لري او صحیحې دي.

پنځم ځواب : دمړي لپاره قرباني کول صحیح دي (ان شاء الله تعالی).

والله تعالی اعلم

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب