د قربانۍ ورځې او حلالولو وخت کله دی؟
د قربانۍ ورځې :
د ذوالحجې لسمه ، يوولسمه او دولسمه د قربانۍ د حلالولو ورځې دي ، د ذوالحجې د دولسمې ورځې تر لمر لوېدلو وروسته بيا قرباني نه کيږي . خو په دې درې وو ورځو کې لومړى ورځ يعنې د ذوالحجې په لسمه قرباني کول ډېره غوره او ثواب لري . او د دې درې وو ورځو څخه پرته بله ورځ قرباني نه کېږي .(۲۲)
د قربانۍ پر ځاى صدقه او خيرات کول :
که د چا څخه قرباني د عذر له کبله پاتې شي او يا د قربانۍ په ورځو کې ورڅخه بي پروايي وشي ، پر دغه کس واجب ده چې د قربانۍ بيه په غريبانو وويشي . که څوک د قربانۍ په ورځو کې د قربانۍ پيسې صدقه کړي قرباني يې نه کيږي ځکه چې صدقه يو ډول عبادت ده او قرباني بل ډول عبادت ده ، د روژې پر ځاى لمونځ او د لمونځ پر ځاى زکات او حج نه کيږي ، نو له دې کبله د قربانۍ پر ځاى صدقه نه صحيح کيږي.(۲۳)
د قربانۍ د حلالولو وخت :
په کومو ښارونو کې چې د جمعې او اختر لمونځ کېږي په همغه سيمو کې د اختر د لمانځه څخه وړاندې د قربانۍ حلالول جايز نه دي، خو په کومو سيمو کې چې د جمعې او اختر لمونځ نه کيږي ، د هغو سيمو اوسېدونکي کولاى شي چې د سهار د لمانځه وروسته قربانۍ حلالې کړي،(۲۴)
که د اختر په لومړۍ ورځ لمونځ د کومې ستونزې له کبله و ځنډيږي د اختر د لمانځه د وخت د تېرېدو وروسته خلک کولاى شي چې خپلې قربانۍ حلالې کړي.(۲۵)
د شپې له خوا د قربانۍ حلالول روا ده خو مکروه ده.(۲۶)
د قربانۍ د حلالولو مستحب وخت:
د کليوالو لپاره تر لمر راختو،او د ښاريانو لپاره د اختر تر خطبې وروسته قرباني کول مستحب دي، که چا مخکې تر دې چې امام سلام وګرځوي، قرباني وکړه نو قرباني يې صحت نه لري.(۲۷)