میكروسكوپيك ژوندي موجودات| د قرآن علمي اعجاز

هغه څه یې پیدا کړل چې نه پوهېږئ (النحل 8).
پاک دی هغه چې هرڅه یې جفت پیدا کړل، څه نبات، انسان او څه هغه څه چې نه پوهېږئ (يس 36).

دغه آیتونه هغو ژوو ته اشاره کوي چې خلکو د قران د نزول په وخت کې نه پېژاندل . کله چې میکروسکوپ جوړ شو انسانان دډیرو وړو موجوداتو په لیدو بریالی شول چې مخکې یی هغه نه پېژندل .په داسې حال کې چې الله (ج) په سلګونو کاله مخکې دهغوی پام ورته راګرځولی وو.
دمیکروسکوپیکو ژوو شمېره شل ځلې دهغو ژوو څخه زیاته ده چې د ځمکې پرمخ شته. داعبارت دی له باکتریاګانو، ویروسونو،الجی اوفنجی ، پرازیتونو ، ريكتسيا، اكارينا اونوروڅخه. ددغو موجودیت نه یواځی داچې  دناروغیو لامل ګرځی بلکې دژوندانه دتوازن دساتنې لپاره هم ارزښتاک وی . لکه فنجی ګان چې له خاورونه دمنرالودلېږد په برخه کې دنباتاتو په ریښه کې مهمه دنده لری . زموږ په ژبه کې موجودې باکتریاوی  په غوښه اونورو سبوکې دزهرجنو موادو مخنیوی کوی . ځینې باکتریاوی اوفنجی دفوتو سنتېز په عملیه کې چې دځمکې دژوند لپاره اړین وی مرسته کوی . ځېنې اکاریناوی عضوی مواد تجزیه کوی دنباتاتو لپاره یی په غذایی موادو بدلوی. اوپه دې ټولو خبرو موږ اوس اوس پوه شوی یو حال داچې قرآن کریم په سلګونه کاله مخکې هغو ته اشاره کړې ده.

محمد شفیق حقپال

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب