حيض دور | قرآن علمي اعجاز

حيض Menstruation

دحيض دوران هغه وخت وی چې دیوې ښځې له عضویت نه القاح شوې تخمه او له مېنځه تللی نسج درحم له مېنځه دباندې وشړل شی. دغه پېښه دوینې درګونو له څېریدو سره ملګری وی چی له پای ته رسیدو وروسته یی د تخمې د پخیدو لپاره یوه بله دوره پیلېږی. دهرې ښځې لپاره ځانګړی وخت یوه میاشت ټاکل کېږی . هره میاشت ټاکل شوی هورم ونونه آزادېږی اویوه پخه شوی تخمه آزادېږی . نو دښځې وجود په هره میاشت کې یوځل دالقاح لپاره چمتوکېږی. خو دسپرم مداخله یا عدم مداخله وروستی بدلونونه ټاکی. په دې پړاوکې درحم په جوف کې بدلونونه یواځې کیدلای شی چې داناتومی اونسایی کتنو له لاری ښکاره شی.په داسې حال کې مخکې له دې چې پوهان په دې بهیر پوه شی قرآن یادکړی:

الله (ج) پوهېږی چې دهرې ښځې دحمل بار څه دی اوهرکمی اوزیاتی په رحم کې . اوهرڅه په مناسبه کچه ټاکل شوی دی. (الرعد ۸).
دحیض دبهېر په پېل کې درحم دکورنۍ غشأ پنډوالۍ نږدې نیم ملی متره وی . دتخمدان له لارې دآزادو شوو هورمونونو  تر اغېزې لاندې دغه غشأ نوره هم پنډېږی تر پنځو اوشپږو ملی مترو پورې رسېږی اودزایګوت دخښیدولپاره چمتوکېږی. دعدم القأ په صورت کې دغه پوړدباندې توېږی . بیانو په هره میاشت کې په رحم کې زیاتوالی اوکموالی راځی.

اوپوښتنه کوې له تانه دحیض له دورې نه ،ووایه په هغه کې دښځو لپاره درد شته نو په دې حال کې له هغوی سره مه یوځای کېږی اوترې لرې والی وکړی ترهغو چې له حیضه پاکې نه شی له هغو سره مقاربت مه کوی (البقره ۲۲۲).
دطب ننۍ پوهې ثابته کړې چې دحیض په دوره کې جنسی مقاربت دمیکروبی ناروغیو اودرحم دسرطان لامل ګرځی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب