له اوبو او خټې نه انسان جوړښت | قرآن علمي اعجاز

له اوبو نه دانسان پیدایښت

الله (ج) ټول ژوی له اوبو نه خلق کړی (النور ۴۵).
هغه داسې ‌ذات دی چې بشر یی له اوبو پیداکړ (الفرقان ۵۱).

کله چې په دې آیت کې دانسان اونورژوو د پیدايښت ډول ګورو د قرآن په اعجاز به اعتراف وکړو. انسانان سلګونه کاله وروسته دمیکروسکوپ دجوړیدوله لارې پر دې پوه شول چې هرژوندی موجود له اوبو نه پیداشوی.

دژوندیو موجوداتو له پنځوسو نه تر نوی په سلوکې جوړښت له ابوشوی دی. بیولوژی روښانوی چې اتیا په سلو کې سايتوپلازم چې د هرحیوان دحجرې اساسی جز دی له اوبو جوړشوی اوسایتوپلازم په سلګونه کاله وروسته د قرآن له نزول څخه پېژندل شوی دی.

له خټې نه جوړښت

الله (ج) په قرآن کې فرمایی چې انسان یی له خټې جوړکړی اوروح یی په هغه کې پو کړی دی.

مونږ داله سریښناکې خټې څخه پیداکړل(الصافات ۱۱).

کله چې دانسان جسم ترمطالعې لاندې ونیول شی دا روښانېږی چې ټول عنصرونه چې په خاوره کې شته دانسان په بدن کې هم شته.ژوندی انساج پنځه نوی په سلوکې له کاربن، هايدروجن، اکسيجن، نايتروجن، فاسفورس اوشپږویشت نوروعنصرونو نه جوړشوی.

انسان مو دخټې له جوهر یا خلاصی څخه پیداکړ (المومنون ۱۲).
د”سلالة” کلمه یعنې دیوشی بنسټېزه یا خلاصه برخه یعنی دهغه جوهر.دغه معلومات څوارلس پیړۍ مخکی قرآن کې ویل شوی چی اوسنۍ پوهه ایله اوس پرې پوه شوی ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب