د قرآنکريم د ځينو سورتونو او آيتونو فضيلت او بې شميره ګټې

د البقره سورت وروستني دوه آيتونه
(آمَنَ الرَّسُولُ … تر آخر د سورت پورې) تلاوت کول د انسان د حفاظت سبب ګرځي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي:

«مَنْ قَرَأَ بِالآيَتَيْنِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ الْبَقَرَةِ فِي لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ»
(البخاري – ۵۰۰۸)

ژباړه: څوک چې د سورت البقره وروستي دوه آيتونه د شپې تلاوت کړي، ده ته به کافي وي (د هر شر او بلا د دافع په توګه).

عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلی الله عليه وسلم قال:

«لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ مَقَابِرَ، إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْفِرُ مِنَ الْبَيْتِ الَّذِي تُقْرَأُ فِيهِ سُورَةُ الْبَقَرَةِ»
(رواه مسلم – ۷۸۰)

ژباړه: له ابو هريره رضي الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: خپل کورونه قبرونه مه جوړوئ، يقيناً له هغه کوره چې د البقرې سورت پکې لولل شي، شيطان تښتي.


د البقره او آل عمران سورتونو فضيلت:

«اقرَؤوا الزَّهراوَينِ: البقرةَ وسورةَ آلِ عمرانَ، فإنهما تأتِيان يومَ القيامةِ كأنهما غَمامتانِ، أو كأنهما غَيايتانِ، أو كأنهما فِرقانِ من طيرٍ صوافَّ، تُحاجّان عن أصحابهما. اقرَؤوا سورةَ البقرةِ، فإنَّ أَخْذَها بركةٌ، وتركَها حسرةٌ، ولا يستطيعُها البَطَلَةُ.»
(رواه مسلم)

ژباړه: د الزهراوين (البقره او آل عمران) سورتونه لولئ؛ دا به د قیامت په ورځ داسې راشي لکه وريځې، یا سیوری، یا د مرغانو ډلې، او د خپلو لوستونکو لپاره به شفاعت کوي. سورت البقره لولئ، ځکه د هغه حاصلول برکت دی، پرېښودل یې پښېمانتيا ده، او د باطل کاران (ساحران او جادوګر) د هغه طاقت نه لري.


د آیت الکرسي تلاوت کول:

له ابی امامه رضي الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«مَنْ قَرَأَ آيَةَ الْكُرْسِيِّ دُبُرَ كُلِّ صَلَاةٍ مَكْتُوبَةٍ، لَمْ يَمْنَعْهُ مِنْ دُخُولِ الْجَنَّةِ إِلَّا أَنْ يَمُوتَ.»
(رواه النسائي، وصححه ابن حبان، وصحيح الجامع)

ژباړه: څوک چې د هر فرض لمانځه وروسته آيت الکرسي ولولي، د جنت د ننوتلو نه به یې یوازینی خنډ مرګ وي (یعنې کله چې وفات شي، جنت ته به داخل شي).

په بخاري شريف کې له ابی هريره رضي الله عنه څخه په يوه اوږده حديث کې راغلي:

«إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِيِّ مِنْ أَوَّلِهَا حَتَّى تَخْتِمَ الآيَةَ (اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ)… لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنَ اللَّهِ حَافِظٌ، وَلَا يَقْرَبَكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ.»
(البخاري)

ژباړه: کله چې د خوب لپاره بستر ته لاړ شې، نو د آيت الکرسي له پیل څخه تر پایه پورې ولوله، نو الله تعالی به دې ته محافظ وګرځوي او شيطان به تر سهاره درنه لرې وي.


د سورت الکهف فضيلت:

عن أبي الدرداء رضي الله عنه أن النبي صلی الله عليه وسلم قال:

«مَنْ حَفِظَ عَشْرَ آيَاتٍ مِنْ أَوَّلِ سُورَةِ الْكَهْفِ عُصِمَ مِنَ الدَّجَّالِ.»
(وفي رواية: «مِنْ آخِرِ سُورَةِ الْكَهْفِ»)
(رواه مسلم)

ژباړه: چا چې د سورت الکهف لس آيتونه ـ د سورت له شروع يا له آخره ـ ياد کړل، د دجال له فتنې څخه به خوندي وي.

او فرمايي:

«مَنْ قَرَأَ سُورَةَ الْكَهْفِ لَيْلَةَ الْجُمُعَةِ أَضَاءَ لَهُ مِنَ النُّورِ مَا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْبَيْتِ الْعَتِيقِ.»
(صحيح الترغيب والترهيب / ۷۳۶)

ژباړه: چا چې د جمعې په شپه سورت الکهف تلاوت کړ، د هغه کور څخه تر بیت‌العتیق (کعبې) پورې به رڼا خپره شي، او په بل روایت کې: د دواړو جمعو ترمنځ به نور وي.


د سورت تبارک (الملک) تلاوت کول:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي:

«إِنَّ سُورَةً فِي الْقُرْآنِ ثَلَاثُونَ آيَةً، شَفَعَتْ لِصَاحِبِهَا حَتَّى غُفِرَ لَهُ، هِيَ: تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ.»
(صحيح ابن ماجه – ۳۰۶۸)

ژباړه: په قرآن کې یو سورت دی چې دېرش آيتونه لري، د خپل لوستونکي لپاره شفاعت کوي، تر هغه چې وبخښل شي، او دا سورت «تبارک الذي بيده الملك» دی.

بل حديث شريف کې راځي:

«سُورَةُ تَبَارَكَ هِيَ الْمَانِعَةُ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ.»
(السيوطي – صحيح الجامع ۴۷۲۷، السلسلة الصحيحة ۱۱۴۰)

ژباړه: سورت تبارک الذی د قبر د عذاب مانع ګرځي.

او عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمایي:

«مَنْ قَرَأَ تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ كُلَّ لَيْلَةٍ، مَنَعَهُ اللَّهُ بِهَا مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، وَكُنَّا فِي عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نُسَمِّيهَا الْمَانِعَةَ.»
(رواه النسائي ۶/۱۷۹، صحيح الترغيب والترهيب ۱۴۷۵)

ژباړه: چا چې هره شپه سورت تبارک الذی ولوله، الله تعالی به هغه د قبر له عذاب څخه وساتي، او موږ به د رسول الله ﷺ په زمانه کې دې سورت ته “المانعه” ويل (یعنې د قبر د عذاب مخه نیوونکې).


د سورت الإخلاص (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ) فضيلت:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي:

«قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ تَعْدِلُ ثُلُثَ الْقُرْآنِ، وَقُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ تَعْدِلُ رُبُعَ الْقُرْآنِ.»
(صحيح الجامع ۱۴۷۷)

ژباړه: سورت الإخلاص (قل هو الله احد) د قرآن د درېیمې برخې سره برابر دی، او سورت الکافرون د قرآن د څلورمې برخې سره برابر دی (په ثواب کې).

او له ابن عباس رضي الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«أَيَعْجِزُ أَحَدُكُمْ أَنْ يَقْرَأَ فِي لَيْلَةٍ ثُلُثَ الْقُرْآنِ؟»
قَالُوا: كَيْفَ يَقْرَأُ ثُلُثَ الْقُرْآنِ؟
قَالَ: «قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ تَعْدِلُ ثُلُثَ الْقُرْآنِ.»
(رواه مسلم)

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «ایا له تاسو څوک عاجز دی چې په یوه شپه کې د قرآن درېیمه برخه تلاوت کړي؟»
صحابه وو وویل: «څنګه؟»
ویې فرمایل: «د سورت قل هو الله احد تلاوت د قرآن د درېیمې برخې سره برابر دی.»


د معوذتینو (قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ او قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ) فضيلت:

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا:

«أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم كَانَ إِذَا أَوَى إِلَى فِرَاشِهِ كُلَّ لَيْلَةٍ، جَمَعَ كَفَّيْهِ، ثُمَّ نَفَثَ فِيهِمَا، فَقَرَأَ فِيهِمَا: (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ) وَ(قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ) وَ(قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ)، ثُمَّ يَمْسَحُ بِهِمَا مَا اسْتَطَاعَ مِنْ جَسَدِهِ، يَبْدَأُ بِهِمَا عَلَى رَأْسِهِ وَوَجْهِهِ، وَمَا أَقْبَلَ مِنْ جَسَدِهِ، يَفْعَلُ ذَلِكَ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ.»
(البخاري – ۵۰۱۷)

ژباړه: له ام المؤمنین عايشې رضي الله عنها روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به هره شپه د آرام لپاره بستر ته د تګ پر مهال خپل دواړه لاسونه یو ځای کړل، سورت قل هو الله احد، قل اعوذ برب الفلق، او قل اعوذ برب الناس به يې ولوستل، بیا به یې په لاسونو وپوکل او تر هغه ځایه پورې به یې په بدن کش کړل چې وسه يې ورسېده. دا عمل به يې درې ځله تکراراوه.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب