د وچ توت روغتیايي ګټې

توت زموږ په وطن کې عامه، د ټولو خلکو تر منځ شريکه او داسې مېوه ده چې باغوان او ساتونکی نه لري، اکثره خلک يې د ثواب په نيت خپلو پټيو او د ويالو پر غاړو ايږدي. مختلف ډولونه لري، او يو بله ښېګڼه يې داده چې په آسانه او ارزانه ډول وچېږي، توت اکثره هغه کورنۍ وچوي چې ښه اقتصاد نه لري، غرېبې او بېوسه کورنۍ دي چې توت په خپل دوديز او طبيعي ډول وچوي.

په چين کې وچ توت د کولمو د درد، د نورو مزمنو دردونو د مخنيوي او د وينې د تقويي او تصفيي لپاره په دوديز ډول کاريږي، توت بدن ته په تېره مغزو ته رطوبت ورکوي دا چې ماغزه متعدل رطوبت ته اړتيا لري توت بهترين انتخاب دی.

توت په پراخه اندازه کلسيم هم لري چې د غاښونو په روغ ساتلو او د روماتېزوم ناروغۍ په تداوي کې ګټه ترې اخستل کيږي.

حکيم ابونصر هروي وايي چې توت بايد په تشه معده وخوړل شي، نو په دې اساس د سهار او ماسپښين ټيم کې له چای سره د توتانو خوړل بهترين انتخاب دی.

دلته به درته د وچو توتانو (۸) روغتيايي ګټې په يو څه تفصيل سره وړاندې کړو:

۱ ـ هغه کسان چې د وينې لوړ فشار لري د توت خوراک يې په ګټه دی، په توتانو کې موجود کاربوهايدردونه،اوسپنه، کلسيم،  ويټامين، مغزي اوبه او نور مواد کولی شي چې د وينې لوړ فشار کنټرول کړي، وينه تصفيه او د کم خوني ستونزه هم حل کړي.

۲ ـ وچ توت په زياته اندازه پروټين لري، اوسني پرمختللي طب معلومه کړې چې توت د کلمو د سرطان په مخنيوي کې مهم رول لري، دغه راز پروټين وينه سړوي او خونريزي ته توقف ورکوي، د ويروسونه په لمنځه وړلو کې هم موثريت لري. نو پدې اساس ويلي شو چې که توت په ورځني ډول وخوړل شي، د لوړ فشار مخه نيسي، د مغزي سقطې مخنيوی کوي، د شبکيي خونريزي په توقف کې رول لري او د کلمو د سرطان نه هم جلوګيري کوي.

۳ ـ د وچو توتانو بله ګټه داده چې د کولمو او سږو په روغتيا کې هم فوق العاده رول لري، وچ توت کولمې او سږي تقويه کوي، وينه تصفيه کوي، دغه راز د تندې په لمنځه وړلو کې هم مهم نقش لري، توت د کولمو د مايعاتو کمبوتات پوره کوي.

۴ ـ دا چې وچ توت په کولمو او سږو ښه تاثيرات لري په همدې اساس په نارينه وو کې د مردانه طاقت د پياوړتيا لامل کيږي، يانې وچ توتان د مردانه طاقت د پياوړتيا او ژر خلاصېدو د مخنيوي لپاره خورا ګټور دي.

۵ ـ  وچ توت د (رزور اترول) مادې په لرلو د عمر د اوږدوالي لامل هم کيږي، پر له پسې څېړنو ښودولې چې په وچو توتو کې د رزور اترول مادې موجوديت د عمر په ډېرېدو کې فوق العاده رول لري.

۶ ـ چنيان د سپينو توتانو له پاڼو چای جوړوي او دوی عقيده لري چې دا کار مرسته کوي چې سترګې مو تېز ليد او غوږونه مو فعال و اوسېږي.

۷ ـ په اکثرو هېوادونو کې توت د وېښتانو د ژر سپينېدو د مخنيوي لپاره هم کارول کيږي، دا مېوه د انټي اوکسيدونو يو ډول چې انټوسيانيد بلل کيږي لري او دغه ماده د وينې فشار کنټرولوي، د زړه له ناروغيو مخنيوی کوي.

۸ ـ وچ توت که څه هم چې زيات خواږه دي او ډېره انرژي لري خو د چاغښت لامل نه کيږي.

نوټ: ځينې ډاکټران او متخصص طبي وګړي په دې اند دي چې د اميندواري په دوره کې د ښځو لپاره تازه توت ښه نه دي چې ويې خوري دوی وايي چې په دغسې وخت توت خوړل د ځينې حساسيتونو لامل کيږي چې مور او ماشوم ته ممکن زيان واړوي، خو که وچ توت وخوري کوم مشکل نشته، بلخوا هغه مېندې چې شېدې خوړونکی ماشوم لري کولی شي تازه توت وخوري، تازه توت د دوی شېدې زياتوي او د ماشوم د تغذيي لپاره ګټور رول لري.

د پای خبره داده چې توت زموږ تاسې د وطن توليد دی، وچ توت زموږ په وطن کې ډېر اړمن او بېوسه وګړي په ډېر طبيعي ډول وچوي او بازار ته يې ليږي، له يو عالم روغتيايي ګټو سره سره يې بله ګټه داده چې پدې ډول د خپلو غريبو وطنوالو لاسنيوی هم کولی شو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب