
منرالونه او د ام ګټې
آم (منګه) د روغتیا لپاره ډېرې مهمې ګټې لري. دا نه یوازې خوندوره ده، بلکې د بدن لپاره ډېر غذایي توکي هم لري. لاندې یې ځینې مهمې ګټې دي:

ام د ګرمسېرو او استوایي سیمو مېوه ده، چې نن سبا په ټوله نړۍ کې د یوې ارزښتناکې مېوې په توګه کارول کېږيډیر ویټامین او منرالونه لري چې له ګټې موږ او تاسو نه یو خبر.
ام د بتاکاروتین، ویټامین A، ویټامین C، او پوتاشیم اصلي منبع ګڼل کېږي. نیم ام د بلې مېوې له یوه واحد سره برابر دی او شاوخوا ۷۰ کالورۍ انرژي لري.
د امو یو ګیلاس یخ جوس په طبیعي ډول ستاسو بدن ته انرژي ورکوي، چې عمده علت یې په امو کې د فرکتوز ډېر شتون دی.
دا چې ام په خپل ترکیب کې زیاته اندازه فرکتوز لري، نو د غوړینو او کلکو غذایي موادو په هضم کې هم ډېره مرسته کوي. دا هغه مواد دي، چې د فایبر د نشتوالي له امله د معدې او هاضمي سیستم لپاره خطرناک تمامېږي.
له روژه ماتي وروسته د امو جوس څښل د خېټې درد، د معدې پړسوب، او په لویو کولمو کې د ګازو تولید مخه نیسي.
په خالي معده د امو خوړل د معدې ستونزې پیدا کوي، نو ښه ده چې د خوړلو دمخه یې پوستکی لرې کړئ، ځکه ډېری کسان د ام له پوستکي سره حساسیت پیدا کوي.

ویټامین A لري، چې د سترګو روغتیا ته ګټور دی.
ویټامین C پکې شته، چې معافیت قوي کوي او د بدن ساتنه کوي.
ویټامین E د پوستکي او ویښتو لپاره ګټور دی.
فایبر لري، چې د قبض مخه نیسي.
امیلیز انزایمونه لري، چې د خوراک هضم اسانه کوي.
د آم خوړل او حتی د آم ماسک استعمالول، پوستکی نرم او روښانه ساتي.
ویټامین A او C د کولیجن تولید زیاتوي، چې پوستکی ځوان ساتي.
پوتاشیم او مګنیزیم لري، چې د وینې فشار نورمال ساتي.
فایبر او انټياکسیدنټونه لري، چې د زړه حملې خطر کموي.
که څه هم آم خوږه میوه ده، خو د فایبر لرلو له امله د وینې شکره چټک نه لوړوي.
ویټامین B6 لري، چې د دماغ فعالیت ښه کوي او د حافظې لپاره ګټور دی.
د ویټامین C، A، او انټياکسیدنټونو له امله، بدن د ناروغیو پر وړاندې قوي کوي.
که د اعتدال سره وخوړل شي، وزن کموي، ځکه فایبر لري.
که د شیدو سره وڅښل شي، وزن زیاتوي، ځکه طبیعي شحمي مواد لري.
آم بدن یخ ساتي، خصوصاً د دوبي په موسم کې.
آم یوه خوندوره، مغذي، او ګټوره میوه ده، چې د بدن لپاره بې شمېره روغتیايي ګټې لري.
په ام کې موجود ویټامین A د سترګو روغتیا ته ګټه رسوي، د شپې د ړندېدو مخه نیسي، او د سترګو وچوالی کموي.
ام طبیعي انزایمونه لري، چې د خوراک هضم اسانه کوي او د معدې ناراحتي کموي. همدارنګه، د فایبر موجودیت د قبض مخه نیسي.
ام د ویټامین B6 ښه سرچینه ده، چې د “سیرټونین” هورمون تولید زیاتوي، دا هورمون د خوښۍ احساس زیاتوي او د خپګان مخنیوی کوي.