په ښه سيرت سره تبليغ

د ښه سيرت اهميت :

اللهجل جلاله-لورته د دعوت په تبليغ او اسلام ته د خلكو د جذبولو ډېره مهمه وسيله د دعوت كوونكې ښه اوپاك سيرت، حميده افعال، اوچت صفات او تزكېه شوي اخلاق دي، چې دعوت كوونكې د بل چا له پاره پاكه فدوه اوښه اسوه ګرځوي، او له كبله يې لكه پرانستى كتاب جوړيږي، چې خلك په كې د اسلام ماناګانې لولي، اسلام قبلوي او اسلام ته جذب كېږي، ځكه له افعالو او سلوكو څخه اغيزمن كېدل د يوازې خبرو له اغيزې څخه ډېره ده.
د مسلمانانو د هغه ښه سيرت له كبله اسلام د دنيا په ګڼ شمير ملكونو كې دى چې د غير مسلمانوخلكو نظرونه جلب كوي او اسلام منلو ته يې هڅوي، نو هغه ښه قدوه چې دعوت كوونكى يې د ښه سيرت له لورې خپلوي، په حقيقت كې داسلام د خپريدوله پاره عملي دعوت دى چې غير مسلمان د اسلام په حق توب باندې دليل نيسي، چې دغه دين د الله تعالى له لورې دى، په خاصه توګه هغه څوك چې د سليم فطرت او سليم عقل خاوند وي.
د دعوت كوونكي د ښه سيرت د اغيزې او تصديق اهميت چې باور ورباندې كېږي له پخوانيو سوابقو څخه دا دى، چې خديجه بنت خويلد رضي الله عنها چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د غار حرا له پيښې څخه خبره كړله، هغې ورته وويل: ((زيرى دركوم په الله تعالى سوګند الله تعالى به دې هېڅكله هم ونه شرموي، ته به خامخا صله رحمي كوې، رښتيا خبرې به كوې، يتيم به په غاړه اخلي او د زمانې په پېښوكې به مرسته كوې. د پيغمبر صلى الله عليه وسلم نور ښه صفات هم د خپل ځان له خوا د هغه د تصديق په خاطر روايت شوي، چې يو كوچى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او ورته يې وويل: ته څوك يې؟ هغه ورته وفرمايل: (( محمد د عبد الله زوى يم)) كوچې ورته وويل: آيا ته هغه څوك يې چې خلك درته دروغجن وايي؟ هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل:(( زه هغه څوك يم چې خلك هم داسې ګمان راباندې كوي)) كوچې وويل: دغه د دروغجن مخ نه دى، ته څه ته دعوت كوې؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم د اسلام هغه امور ورته بيان كړل چې دعوت يې ورته كاوه، كوچې ورته وويل: په تا مې ايمان راوړى او د لااله الا الله محمد رسول شاهدي وايم. كوچې د رسول الله صلى الله عليه وسلم حالت اود هغه روښانه كريم مخ د ځان له پاره دليل و ګرځاوه، چې د رښتيا اوكريمو اخلاقو خاوندان يې لري، په هم دې باندې يې د هغه څه په رښتيا توب دليل ونيولو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته دعوت كولو.

د ښه سير اصول:
د ښه سيرت له هغه اصولو څخه چې مسلمان دعوت كوونكى د بل چا له پاره باندې ښه قده جوړيږي، دوه لوى اصله دي: ښه اخلاق او د قول او عمل موافقت. او كله چې دغه دوه اصله تحقق ومومي د دعوت كوونكي سيرت ښه كېږي، اوښه سيرت يې د اسلام له پاره پټ دعوت وي، نو دعوت كوونكى دي په دغه سپيڅلي كار كې له خپل رب څخه ووېريږي او د الله تعالى له هغه دين څخه دي په خپل سيرت باندې يوازې نه وي چې دى په خپل قول سره ورته دعوت كوي.

د ښه سيرت لومړى اصل:
لومړى اصل چې غوره اخلاق دي، نو دعوت كوونكى بايد حليم او په ضرر باندې ډېر صبر كوونكى وي، ځكه دعوت كوونكي ته به اذيت او تنګې ګانې هغه وخت ورسيږي. كه له حلم او صبر څخه كار وانه خلي، نو داسې به وي، لكه ابن تيميه رحمه الله چې ويلي دي: (( له اصلاح څخه به يې فساد ډېر وي)) او له هم دې كبله الله تعالى فرمايلي دي: (( وأنه عن المنكر واصبر على ما أصابك أن ذلك من عزم الأمور)) سورت لقمان ۱۷ ايت.
ژباړه: او له بديو څخه منع كوه او په دې لاره كې چې څه درسېدل هغه زغمه، بې له شكه چې دا خورا مهم كارونه دي.
او له هم دې كبله الله تعالى رسولانو ته چې هغوى-په معروف امر كوونكواو له بدي منع كوونكو خلكوامران دي-په صبر امر كړى دى. الله تعالى فرمايلي دي: (( فاصبر كما صبر اولوا العزم من الرسل)) سورت الاحقاف ۳۵ ايت.
ژباړه: نواې پيغمبره! د اولو العزمه پيغمبرانو په شان هر څه وزغمه.
بلكې صبر د رسالت له تبليغ (سونې ) سره تړل شوي دى، چې د الله تعالى لور ته د دعوت كوونكي له پاره د صبر په اهميت او لازم توب دلالت كوي، ځكه وروسته له هغه چې رسول صلى الله عليه وسلم ته رسالت ورسيد، لومړى دا سورت ورباندې نازل شو: (( يأيها المدثر قم فأنذر وربك فكبر وثيابك فطهر والرجز فاهجر ولاتمنن تستكثر ولربك فاصبر)) سورت مدثر۱-۶ ايت.
 ژباړه: اې ځان نغښتونكيه! پورته شه او خلك وډاروه. خپل رب ته په لويي ياد كړه. او لباس دي پاك كړه. او ناپاكې پرېږده. او ښيګڼه مه كوه چې بدل يې ډېر غواړيې.
خلكو ته د را استولو آيتونو يې په وېرونه باندې په امر كولو باندې پيل كړي او په صبر باندې په امر باندې يې ختم كړي دي او وېرونه په خپله په معروف امر كول او له منكر څخه منع كول دي، نو له دې وروسته دا څرګنده شوه چې صبر واجب دى.
حقيقت دا دى چې دعوت كوونكي په خپل صبر له ناپوهې څخه په تېرېدنې او د هغوى په اذيت صبر كولو له هغوى څخه داسې څه لاس ته راوړي كوم چې پرته له دغه صفاتو په بل څه يې لاس ته نه شي راوړلاى، بلكې وايم هغوى د دغه اوچتو صفاتو له كبله، كه څه هم لږ وخت وروسته وي، حق قبلوي، خو هغه څوك يې نه قبلوي چې كتاب (لوح محفوظ) ورباندې تېر شوى وي. او خلاصي او قوت نه شته مګر په الله تعالى سره دى. ولاحول ولا قوة الا بالله .

د ښه سيرت دوهم اصل:
دوهم اصل د قول او عمل موافقت دى، نو دعوت كوونكى دي د خپلو اقوالو سره د خپلو عملونو د مخالفت څخه ووېريږي، ځكه نفس د هغه چا له خبرو ګټه نه شي اخيستلاى چې په خپل علم عمل نه كوي او فعل يې له قول سره موافق نه وي، له هم دې كبله شعيب عليه السلام خپل قوم ته وويل لكه قرآن كريم كې چې راغلي دي: (( و ما أريد ان أخالفكم إلى ما أنهاكم عنه ))
ژباړه: او نه لرم اراده د دې چې مخالفت وكړم له تاسي (اوراشم ) هغه كار ته چې منع كوم تاسي له هغه كاره.
او له هم دې كبله الله تعالى موږ د خپلو اقوالو او اعمالو له مخالفت څخه وېرولي يو، الله تعالى فرمايلي دي: (( يأ أيهاالذين امنوا لم تقولون ما لاتفعلون كبر مقتاً عند الله أن تقولوا ما لاتفعلون))سورت الصف ۲-۳ ايت.
ژباړه: اې مومنانو! هغه څه ولې وايي چې نه يې كوئ؟ د الله تعالى په وړاندې دا ډېر د قهر او كينې خبره ده چې: هغه ووايئ چې كوئ يې نه. نود عوت كوونكى دي همېشه خپل افعال له خپلو اقوالو سره موافق كړي، ځكه دا كار د ده لور ته د خلكو ښه مخه كوونكى او دده د قول قبلوونكى دى.

ترتيبوونكى: ن-مرستيال كندهار

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب