د عيب پټولو او اصلاح ترمينځ توپير

تجسس نه کولو حرمت څخه د هغې مطلب دا نه دی چې څوك دې منكر وګوري او په هغه دې خوښي ښكاره او د هغه د تغير او اصلاح لپاره دې كوښښ ونه كړي.

حافظ ابن حجر رحمه الله د پورته ذكر شوي حديث په شرحه كې ويلي:

د “ومن ستر مسلما” نه مراد دا دی چې د مسلمان بد ووينې او خلكوته يې ښـكاره نه كړي، او دا مطلب نه دی چې ګني له منكر او بدو څخه به مخنيوی نه كوي.

د پټولو مقصد دا دی چې نورو كسانو ته به يې نه وايي او هغه به نه رسوا او نه ذليلوي. بل دا چې د منكر نه د مخنيوي لپاره ضرور نه ده چې په ښكاره او د عامو خلكو په وړاندي دې وي، بلكې نصحيت زياتره په پټه توګه ډير اغيزناک ثابتيدلای شي. دا مخنيوی كيدای شي چې په مستقيمه توګه وي او كيداي شي چې په غير مستقيمه توګه، لكه مقابل لوری د اړونده موضوع درس ته غوښتل، او له هغه سره په عمومي توګه د موضوع څيړل او يا هم له نورو غير مستقيمو وسايلو څخه ګټه اخيستل.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب