د قربانۍ د واجب کیدلو شرایط او نور مسایل

د قربانۍ مسائل ډیر زیات دي چې د ټولو ذکر کول دلته ډیر وخت غواړي، خو بیا هم ځینې ضروري مسائل دلته ذکرکوم.

د قربانۍ د واجب کیدلو شرائط:

۱- مسلمان به وي، په کافر قرباني نشته.

۲- ازاد به وي، په غلام قرباني نشته.

۳- مقیم به وي، کوم خلک چې مسافر دی (داقامت موده ۱۵ ورځې په یوځای کښې د پاتې کیدو نیت ئې وي) بیا قرباني پرې واجب نده، که ویې کړه ثواب ورته حاصلیږي، او که په میاشتو میاشتو بل وطن کښې مسافري کوي نو دا د هغه ځای مقیم حسابیږی، نو بیا پرې قرباني واجب ده، که هلته ئې کوي او که کورته جواب لیږي چې زما د طرف نه قرباني وکړۍ.

۴- بالغ به وي، په نابالغ لکه څنګه چې نورفرائض لمونځ روژه وغیره پرې فرض ندي، نو همدغه شان قرباني هم پرې واجب نده. اګرچه امام ابوحنیفه او امام ابویوسف رحمهماالله فرمائي چې په نابالغ ماشوم هم قربانی شته خو د احنافو فتوا پدې ده چې قرباني پرې واجب نده، البته که نابالغه ماشوم قرباني وکړي نو ثواب ورته میلاویږی. که نابالغ هلک یا نجلۍ(چې مالدار وي) د ذې الحجې د میاشتې د ۱۰/۱۱ یا د ۱۲ تاریخ د لمر پرېوتو نه مخکښې بالغ شو نو قرباني پرې واجب ده،[شامی ج ۶ ص ۳۱۶ کتاب الاضحیه]

۵- د نصاب په خاوند: سړي او ښځه دواړو قرباني واجب ده.
نن صبا د نصاب اندازه روپۍ چې د ۵۲:۵ تولو سپینو زرو په حساب باندې (۴۰۰۰۰) کلدارې خواوشا ته رسیږی دومره روپۍ به له مهمو ضرورتونو اضافه درسره وي، البته که چا سره شل زره روپۍ وي او کور کښې ورسره د ضرورت یا حوائج اصلي نه زیات سامان وي د کوم قیمت چې د شل زرو نقدو روپیو سره یوځای شي او څلویښت زره روپیو ته ورسیږي نو هم قربانی پرې واجب ده.

یا ورسره نقدې روپۍ نه وي خو مال تجارت ورسره وي چې د هغې قیمت د قربانۍ نصاب ته رسیږي نو هم پرې قرباني واجب ده . په جیل یا بندي خانه کښې هغه بندیان چې د بند موده ئې د ۱۵ ورځو نه زیاته وي او دا بندي صاحبِ نصاب وي نو هم پرې قرباني واجب ده، که ممکن وي په جیل کښې دې وکړي که جیل کښې ممکن نه وي نو د جیل نه د باندې دې چا ته پیسې ورکړي چې د ده له طرفه قرباني وکړي.[فتاوی هندیه ج (۵) ص (۲۹۲) کتاب الاضحیه]

یو شمیر مسائل

۱- نمبر مسئله: په کومو څارويو چې قرباني کیږي هغه دا دي: ۱- اوزه، اوزګوړی،(چېلۍ) ۲- میږه یا پسه، ۳- غوا، غویی، میښه، سنډا، ۴- اوښ. پدې ټولوکښې نراوښځه شامل دی [فتاوی هندیه ۵ ص ۲۹۷]

۲- د اوزې (چېلۍ) یا د میږې عمر به یو کال ضرور وي که د دینه کم وي بیا پرې قرباني نه کیږي، البته د شپږو میاشتو په میږه یا ګډ کښې دا سهولت شته چې که دومره څرب(چاغ) وي چې د یو کال معلومیږي نو بیا پرې په شپږ میاشتوعمر کښې هم قرباني کیږي، د غوا، غویي، یا میښې عمر به دوه کاله وي که د دوه کالو نه ئې عمر کم وي قربانی پرې نه کیږي، اوښ به د پینځو کالو وي که د پینځو کلو نه ئې عمر کم وي قرباني پرې نه کیږي.[ الهدایه ج۴ ص ۴۴۷ کتاب الاضحیه]

۳- نمبرمسئله: په چېلۍ یا په میږه (ګډه) صرف د یو کس قرباني کیږي،[هندیه ج ۵ ص ۲۹۷ الباب الخامس]

۴- غوا، غویی، میښه په دې کښې د یو کس نه واخله تر(۷) کسانو شریکان جوړیدی شي،[صحیح مسلم کښې د جابر رضی الله عنه قولي او فعلي دوه احادیث باب الاشتراک فی الهدی] که چاهمدا د اوؤ کسانو څاروي په اتو یا د اتو کسانو نه په زیاتو کسانو قرباني کړ نو د یو کس قرباني هم ونشوه[فتاوی حقانیه ج (۶) ص ۴۶۹]

۵- په دغسې شریکه قربانۍ کښې که د یو کس نیت هم د ثواب نه بلکې د قربانۍ د غوښی وه، نو د ټولو قرباني ونشوه[فتاوی هندیه ج ۵ ص ۳۰۴]

۶- که په شریکه قربانۍ کښې د یوکس هم روپۍ حرامې وې نو د ټولو قرباني ونشوه[جمع الجوامع ج ۲ ص ۲۴۸حدیث نمبر ۵۳۸۰]

۷- د کوم څاروي چې پیدايشي غوږونه نه وي نو قرباني پرې نه کیږي، یا ئې غوږونه نیم یا د نیم نه زیات پرې شوي وي بیا هم پرې قرباني نه کیږي[فتاوی شامی ج ۶ ص ۳۲۳]

۸- او که د کوم څاروي غوږونه وي خو پیدایشي واړه واړه وي نو بیا پرې قربانی کیږي. [بدائع الصنائع ج ۵ ص ۷۵]

۹- که څاروي دومره کمزوری ؤ چې خالي هډوکي ئې معلومیدل او د قربانۍ ځای پورې پخپله نشو تللی نو بیا پرې قربانی نده جائز. [فتاوی هندیه ج ۵ ص ۲۹۷ الباب الخامس]

۱۰- که په کوم څاروي کښې قربانۍ ته د راغورځولو(څملولو) په وجه  پکښې څه عیب پیدا شو نو دا عیب ستونزه نه جوړوي، بلکې قرباني پرې جائز ده[فتاوی هندیه ج ۵ ص ۲۹۹]

۱۱- که د یو څاروي غاښونه بلکل سولیدلي خو خوراک ښه صحیح کولی شي نو قرباني پرې جائز ده البته که دومره سولیدلي وي چې خوراک پرې نشي کولی بیا پرې قربانی جائز نده[فتاوی هندیه ج۵ ص ۲۹۸]

۱۲- که د کوم څاروي درې پښې جوړې دي او څلورمه پښه په ځمکه نشي لګولی یائې لګولی شي خو خپل وزن پرې نشي اچولی نو د داسې څاروي قربانی جائز نده، او که څلورمه پښه باندې خپل وزن اچولی شي او په ځمکه ئې لګوي خو ګوډ ګوډ معلومیږی او د قربانۍ تر ځای پرې تللی شي بیا پرې قربانی کیږي.[ردالمحتارج۶ ص ۳۲۳]

ضروري یادونه!

د فقهې کتابونو دا لیکلي چې که په چا قرباني واجب نه وي او بیا هم دا کس قرباني کوي نو پدې سره مسلمان مالداره کیږي، غریب کیږي نه بلکې د قربانۍ په شروع کولوسره غریب سړی مالداره کیږي او دا تجربه شوی خبره ده.

۱۳- مسئله: د خصي يا د شنډ څاروي  قرباني هم جائز ده بلکې داسې څاروي څرب او قوي وي اوغوښه ئې ډيره خوندوره وي. [فتاوي هنديه ج ۵ ص ۲۹۷ الباب الخامس]

۱۴- مسئله: که کوم څاروی ړوندوي ياکاڼي (کږي سترګي) يا ېې نيم يا د نيم نه زيات نظر ختم شوی وي قرباني پرې جائز نده[“(فتاوي هنديه ج ۵ ص ۲۹۷]

۱۵- مسئله: که د کوم څاروي غولانځ (تيوؤنه) غوڅ شوي وي يا داسې زخمي وي چي لاس وروړلو سره ورته تکليف رسيږي يا بچي ته د زخم د وجې شوده نشي ورکولي نو په داسې څاروي قرباني جائز نده.[فتاوي شامي ج۶ ص ۳۲۴ ]

۱۶- مسئله: د قربانۍ څاروی د قربانۍ نه څو ورځې مخکې اخيستل مستحب او ساتل يې ثواب لري ځکه چي دې سره به هغه ستا خوښ شي او د خوښ شي قرباني ډير ثواب لري.[فتاوي هنديه ج ۵ ص۳۰۰ الباب السادس]

۱۷- مسئله: د حامله څاروي قرباني جائز ده البته قصداً د داسې څاروي  قرباني کول مکروه دي ځکه په دي کښې د يو بل حيوان مرګ راځي “او که اول کښې معلومه نه وه خو د ذبحې نه وروسته پکښې ژوندی بچی را وؤت نو دغه بچی به هم حلالولی شي او که مړ وه نو بيا مردار دی.[فتاوی عالمګيري ج ۵ ص ۲۷۸ کتاب الذبائح]

۱۸- مسئله: په خارښتي څاروي قرباني جائز ده، البته که د خارښ د وجې نه کمزوری شوی وي يا يې د خارښ اثر د څرمني نه لاندې غوښي ته رسيدلي وي بيا پرې قرباني جائز نده[فتاوي شامي ج ۶ ص ۳۲۳]

۱۹- مسئله: بعضې څاروي خپل مالکان داغي کوي د صحت او تندرستۍ لپاره، په داسې څاروي قرباني جائز ده[فتاوي رحيميه ج ۱۰ ص۵۰ کتاب الاضحيه]

۲۰- مسئله: د کوم څاروي چي پيدايشي لکۍ نه وي يا ئې لکۍ نيمه يا د نيمې نه زياته غوڅه شوي وي نو قرباني پرې

جائز نه ده.[فتاوي شامي ج ۶ ص ۳۲۳/۳۲۴ ]

لیکوال: قاري سمیع الدین «حقاني»

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب