ناپوهه ولې په ملا پسې خبرې کوې؟! – شعر

ناپوهه ولې په مُلا پسې خبرې کوې؟

پر دې پوهېږې چې په چا پسې خبرې کوې؟

ستا د ابۍ او د ابا نکاح ملا تړلې

چې حلالي يې کړې، نو بيا پسې خبرې کوې

ته چې پيدا شوې ستا په غوږ کې يې اذان کړی دی

چې مسلمان يې کړې له شا پسې خبرې کوې

ستا د نيکونو جنازې هم دا مُلا کړي دي

په کومه وجه ايونيا پسې خبرې کوې

د خور او مور د حرمت درس تاته مُلا درکړی

ته بيا په داسې مسيحا پسې خبرې کوې

ته انځورګر د خپل ملت په شاعرۍ ځان ګڼي

د خپل ملت په مقتدا پسې خبرې کوي

ته خو ماشوم يې، خپله پوزه پاکولی نه شې

وايه د کوم اسلام دښمنه په ايمان پسې خبرې کوې

عفت د ژبې او د قلم دې کړ بدنام د پښتون

ای ابو الهوسه چې هُدا پسې خبرې کوې

مُلا خو تاته د اخلاق تهذيب ښودنه کوي

ته يې په وعظ او دعا‌ء پسې خبرې کوې

پردۍ تورسرې يادوې خپلو غزلو کې ته

د انګيڅمنو په حيا پسې خبرې کوې

که څوک هم دغه ستا د مور خور په اړوند ووايي

بيا به ته څومره په غوغا پسې خبرې کوې

د مُلا دغه نصيحت دی چې پرې ته بلوسېږې

ځکه په ډاګه په هُويدا پسې خبرې کوې

ستا انګيرونه نګيرونه شيطاني دي پوه شوم

په دې لامل د رب شيدا پسې خبرې کوې

د سيکولر تهذيب اغيزه زياته شوه پرتا

په بې سدۍ کې مهتدا پسې خبرې کوې

تيارو کې ډوب يې په ناسود کې لوغړن رنګينه

په لاهوتي نور او رڼا پسې خبرې کوې

ننګ او غيرت ادب حيا درپکې یو هم نشته

چې په سمبول د ننګ تقوا پسې خبرې کوې

د ادبي بهير پر ټنډه يو تور داغ جوړ شوې

چې بې مقصده و مُدعا پسې خبرې کوې

که لږ څه شرم درپکې وي نو همدا دې بس دی

توبه اوباسه چې به بيا پسې خبرې کوې

ما زاهدي احمدزی چې ستا دا غندنه وکړه

ځکه چې ته همېش زما په رهنما پسې خبرې کوې

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب