د سګرتو درې عمده ګټې!

۱. سپی مو نه خوري.
۲. غلا نه درنه کیږي.
۳. زړیږی هم نه.

که نه یې منی، څو شیبې یې دلیلونو ته تم شی!

  1. څوک چې سیګرټ څکوي، د څه وخت په تیریدو کمزوری کیږي، مجبور دی چې امسا ورسره وګرځوي، نو له چا سره چې امسا وي، سپی ترې ډاریږي.
  2.  په سیګرټو د روږدي کس سینه خرابیږي، بیا نو ټوله شپه ټوخیږي او کوم کور کې چې د شپې څوک ټوخیږي. غل غلا نه شي ترې کولی.
  3. څوک چې سیګرټ څکي، داسې ناروغۍ ورته پیدا کیږي، چې زړښت ته یې نه پریږدي او …

نو! هغه ملګري چې په سیګرټو روږدي دي، هیله ده د پریښودو ټینګ هوډ وکړي او څوک یې چې نه دي عملي، تل ځانونه ترې وساتي.

(د سیګرټو پورتني خصوصیات مې د خوست له یو مشر اوریدلي وو)

 

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب