لیمو، کاجو او ځمکنی توت روغتیايي ګټې

د لیمو ۱۷ جالبې روغتیايي ګټې

۱. لیمو د هر ډول وایرسونو سره تضاد لري، ځکه نو د زکام، پزې بهېدنه، سترګو بهېدنه، او دې ته ورته ټولو ناروغيو څخه انسان خوندي ساتي. لیمو د ویټامین سي(c) خزانه بلل کیږي او ویټامن سي عموما د داسې ناروغيو تر ټولو غوره علاج بلل کیږي. د زکام په حالت کې که لیمو د ګرمو اوبو او چایو سره وخوړل شي، ډېر ګټور تمامیږي.

۲. لیمو د پښتورګو د ناروغۍ لپاره ګټور ثابتیږي، د پښتورګي ډبره او خاوره له منځه وړي، ټول هغه جراثیم وژني چې د بولو په مجرا کې ژوند کوي.

۳. د بندونو د دردونو مخه نیسي او روماتیزم په علاج کې ښه رول لوبوي، همدا ډول اعصابو ته ارام ورکوي.

۴. که وڅښل شي، او یا په جلد باندې ولګول شي، د جلدي حساسیت لپاره ګټور تمامیږي.

۵. د ملاریا، کولرا، او ټای پایډ څخه د ژغورنې لپاره کارول کیږي.

۶. د ویټامن سي او روټین په نامه د مادې د موجودیت له کبله د رګونو دیوالونه تقویه کوي.

۷. د ښځو لپاره په رحم کې دننه د وینې بهیدنه کمه وي.

۸. د نشه يي توکو د عتيادد مخنيوي لپاره کارول کیږي.

۹. که هر سهار یوه ګلاس اوبو ته یوه قطره لیمو واچول شي، د جګر د ساتنې او په پاکولو کې مهم رول لوبوي او معده د زهریاتو څخه پاکه وي.

۱۰. په جسم کې طبیعي توازن ساتي.

۱۱. د سټریک په نامه تیزاب په لیمو کې شته چي په پښتورګو کې د کالشیم پاته شوني او ډبرې جوړیدنې مخه نیسي.

۱۲. د سرطاني او خبیثو اورامو د نمو مخه نیسي او نه پریږدي چې هغه په چټکۍ سره وده وکړي، ځکه چې په لیمو کې جلیکوسایډس فلاون وجود لري.

۱۳. د معدې چینجي له منځه وړي.

۱۴. د وینې فشار تنظیموي او که چیرې د وینې فشار لوړ شي، نو تر ټولو اسانه او چټک علاج یې ناروغ ته د لیمو جوس ورکول دي.

۱۵. د تنفسي ناروغيو لکه ربو د جانبي عوارضو مخه نیسي او د ناروغيو په تخفیف کې ګټور تمامیږي.

۱۶. د سترګو د ډېرو ستونزو لپاره ګټور مواد لري، ځکه چې په لیمو کې هسپیریډن په نامه ماده موجوده ده چې د سترګو د ډېرو مشکلاتو د مخنیوي لپاره کارول کیږي او د سترګو دید پياوړی کوي.

۱۷. څوک چې په شوګر ناروغۍ اخته وي د هغه په وینه کې د شوګر د توازن سبب ګرځي.

کاجو
کاجو

د کاجو حیرانونکي ګټې:

کاجو په وچو میوو کې یو داسې میوه ده چې روعتیایی ګټې، یې د پام وړ دي، کاجو په ویټامنونو، منرالونو او انټي اکسیډنټ خواصو په درلودو سره روعتیا ته ډیره ګټه لري، کاجو په وزن کمولو او د زړه روعتیا ته ښه ثابت شوی.

د کاجو په خوارک سره کولیسترولو کمیدل، دکوزڼ یا فالج له خطرناکې حملې څخه بچ کیدل راځي، په نړۍ کې خلک کاجو په مختلفو ډولونو سره خوري، ځیني په شیدو کې ګډوي،ځیني ترې حلوا جوړوي او په جنوبي اسیا هیوادنو کې ترې خواږه مټهایی جوړیږي.

کاجو چې په انټي اکسیډنټ خواصو لرونکي کولیسترول کموي چې له امله یی د زړه حملې مخنوی کیږي، یوه څیړنه چې دکاجو په اړه شوي ده وایي، چې کاجو دلوړ فشار په کمولو کې مرسته کوي،له دي علاوه کاجو د منرالونو

ویټامنونو، پوتاشیم او فولک اسید لرونکی ده چې دا ټول زړه سالم ساتي، کاجو په وزن کمولو کې هم مرسته کوي، که څوک غواړي چې وزن یی کم شي نو کاجو دی هره ورځ. د خوارک برخه وګرځوي، چې په کم وخت کې به یی وزن کمیدل شروع شي تاسو ته معلومه ده چې د هډوکي کلکوالی کلسیم پورې اړه لري نو کاجو هم د کلسیم او مګنیشم ښه سرچینه ده.

ځمکنی توت
ځمکنی توت

ځمکنی توت ګټې:

ځمکنی توت چې په دري ژبه کې ورته توت زمینی یا توت فرنګی هم ویل کیږي.

دغه میوه نسبتاً نوې ده چه تقریباً ۲۵۰ نه تر ۳۰۰ کاله مخکی په نننۍ بڼه موجود نه وه او تر ډیره هغه وخت له دغی میوی څخه د طبي دوا په څېر ګټه اخیستل کیده. په څوارلسمه پیړۍ کې د فرانسې هیواد یاده میوه له ځنګلونوqqqqww څخه سمې ته راوړه او دغه وخته له ځمکني توت څخه د یو اهلي میوې په څېر استفاده پیل شوه

د ځمکني توت طبي ګټې:

ځمکني توتان په لوړه کچه انټي اکسیدان لري او همدارنګه د ویټامینونو او ګټورو موادو لرونکی دی. ځمکنی توت د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو، د مغزي سکتې، سرطان او د وینې فشار په مخنیوی کې فوق العاده ونډه لري، ددې ترڅنګ د دیابت یا شکر په راکمولو کی هم رول لري.

دا چی دغه میوه د اسید فولیک درلودونکی دی نو د حامله میرمنو لپاره يې هم ډیر توصیه کیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب