قدرمنه ښوونکيه!

١ـ دپراخې  سينې خاوند او حليم اوسه.
٢ـ په ظاهر او باطن کى د شاګردانو لپاره د . صلاح او اصلاح بيلګه شه.
٣ـ د ادارى او معلمينو وروڼو سره ناصح او امين مرستيال اوسه.
٤ـ د شاګرد او تعليمي نصاب سره په روح او شعور سره مشغول شه ترڅو ټاکلى موخه تر لاسه کړى.
٥ـ په علم او پوهه سره د منورى ټولنى بنسټ کيږده او د دي بنياد لمړى ډبره شه.
٦ـ شاګرد ته د فنى او علمى معلومات تر ځنګ خپله صحيح عقيده سالم فکر اوښکلى اخلاق هم ورتزريق کړه.
٧ـ د اسلام او وطن سره خپله هم مينه کوه او شاګردان هم پدى روحيه وروزه.
٨ـ تاته يو فکرى سنګر سپارل شوى خيال ساته چى دښمن ستا له لورى او مورچي امت ته لاره ونه مومى.
٩ـ او بالا خره ددى خبرى ياد ساتل پکار دى چه دا شاګردان ستا په لاس کى دامت او ملت امانت دى سالم روزل يى ستا نجات او ور سره بى غورى ستا درسوايى او خوارى باعث برابر وى.
دجنت لمړى قدم!
د امام احمد رحمة الله نه چا پوښتنه وکړه چى انسان د راحت خوند څه وخت مومى.
وويل: په جنت کى د لمړى ګام له ايښودلو سره.
دانسان اصلى راحت ځاى!
عمر بن عبدالعزيز رحمة الله عليه فرمايى!
د انسان لپاره د راحت يوازينى ځاى د طوبى دونى لاندى دى.
الله تعالى مودنصيب کړى.
د جنت په شوق!
على رضى الله عنه فرمايى:  څوک چى د جنت شوق لرى دنيکو کارونو په تر سره کولو کى په تلوار تلوار ځغلى.

قاضي محمد حسن اسلامي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب