دا کومه آزادي ده؟ – شعر

په اصل او معنی راته معلومه ازادي ده
دا تاسویئ چې لمانځئ دانو کومه ازادي ده
وطن مو اشغال شوی او فکرونه تړل شوي
حاکمه غلامي ده او محکومه ازادي ده
محراب شو لوټې لوټې او ممبر خالي خالي دی
امام مو تروریست شو دا مذمومه ازادي ده
هفه چې مو نیکونو ازادي وه ترې ګټلې
هغوی چې دلته ګرځي بې مفهومه ازادي ده
پښتو د خاورو لاندې شوه غرور مو راته وژني
له ننګ حیاء غیرت ځنې محرومه ازادي ده
د پیغلو عفتونه عصمتونه پکې لوټ شوه
ځوان پکې ګمراه شوه دا معدومه ازادي ده
په لاس د دښمنانو ازادي نه شي راتللی
په مونږ راتپل شوې داڅه شومه ازادي ده
په نوم د ازادۍ دلته قومونه غلامان شوه
اوس دلته بې اساسه اوبې نومه ازادي ده
که خدای کوي له غرونو به ښارونو ته هم راشي
تر اوسه لا محدوده او ماشومه ازادي ده
یو ورځ به انوري دا سپین بیرغ دلته رپاندشي
نو بیا به درته وایم چې را درومه ازادي ده

ابو بلال انوري

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب