ږیره پرېږدئ ګڼې ګټې لري!

د اسلام مبارک دین مونږ ته د ښه ژوند تیرولو، معاملاتو او ښایسته اخلاقو ښوونه کړې ده، همدا رنګه یې مونږ ته د ظاهري شکل، او جامو ښوونه او هدایت هم کړی دی.

یو تن هغه وخت پوره مسلمان کیدلی شي چې، ددغو هدایاتو او لارښوونو پوره پابند شي او د سنت نبوي لار غوره کړي؛ خو که یو تن د اسلامي ښوونو سره مخالف وي؛ نو د پوره مسلمانۍ دعوه یې ناسمه ده.

لکه څنګه چې، اللهﷻفرمایلي دي :

﴿-يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا ادْخُلُوا فِى السِّلْمِ كَآفَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوٰتِ الشَّيْطٰنِ ۚ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ﴾. {البقرة/۲۰۸}

ژباړه: اې مومنانو! په اسلام كې پوره پوره داخل شئ او د شيطان پیروي مکوئ، بې شكه هغه ستاسې ښکاره دښمن دى.

پورتنی آیت شریف د حضرت عبدالله بن سلام^ او د هغه د ملګرو په اړه نازل شو ،چې هغوۍ مسلمانان شول؛ نو د اوښ غوښه یې نه خوړه؛ ځکه چې د دوۍ په مخکني دین کې د اوښ غوښه نه خوړل کېده؛ نو دوۍ داسې فکر وکړ چې، د یو حکم پرېښودل؛ خو څه پروا نکوي، ځکه د اوښ غوښه خوړل خو فرض نده او نه هم واجب ده؛ نو په دې وخت کې اللهﷻ په دې کوچنۍ خبره آیت نازل کړ چې، تاسو کامل مسلمانان نه یاست، تر هغه چې د اوښ غوښه مو نه وي خوړلې.

الله ﷻ سړی او ښځه دوه بېل بېل ټولګي پیدا کړي دي ، او لکه څنګه چې په دوی کې د اندامونو په جوړښت کې فرق ایښی دی ، همدارنګه یی د دوی د فرق لپاره ږیره ښکاره نښه ګرځولې ده . په قدرتي توګه باندې د سړي په مخ باندې ږیره راخیژي ، دا داسې فرق دی چې په لمړي نظر پرېوتلو سره د سړي او ښځې پته لګي او پیژندل کیږي.

اوس چې کوم سړی ږیره کلوي هغه د سړیتوب باوجود ځان د ښځو سره برابروي او په داسې مشابهت باندې په احادیثو کې سخت لعنت راغلی دی :

په یو حدیث شریف کې راغلي دي :{ لَعَنَ رَسُوْلُ اللهِ ﷺ اَلْمُتَشَبِّهِیْنَ مِنَ الرِّجَالِ بِالنِّسَآءِ وَالْمُتَشَبِّهَاتِ مِنَ النِّسَاءِ بِالرِّجَالِ} . ژباړه :نبي کریم ﷺ لعنت ویلی دی په هغه سړیو باندې کوم چې ځان د ښځو سره مشابه کوي ، او په هغو ښځو کومې چې ځان د سړیو سره مشابه کوي . ﴿البخاري ۲/۸۷۴ حدیث ۵۸۸۵ عن ابن عباس ^﴾.

لِهٰذا کوم سړی چې د حیا او شرم خاوند وي ، په هغه باندې لازم دي چې ځان د ښځو سره د مشابهت نه لرې وساتي او واقعي د اللهﷻ نه د شرم او حیا ثبوت ورکړي ، او خپل سر او د هغه متعلقه اعضاء په مسنونه طریقه برابر کړي .

د ږیرې د نه ساتلو په وجه یو خو د ښځو سره مشابهت دی ، او بل دا چې نبي کریم ﷺ د ږیرې نه ساتل د مشرکینو او مجوسیانو علامت او نښه ګرځولې ده ـ او حضرت محمد ﷺ د دوی (مشرکینو او مجوسیانو )د مخالفت حکم ورکړی دی ـ

د نبي کریم ﷺ مبارک ارشاد دی : {خَالِفُوْا الْمُشْرِکِیْنَ ! وَفِّرُوْا للّـُحٰی وَاحْفُوالشَّوَارِبَ}.

ژباړه : د مشرکینو مخالفت وکړئ! ږیرې اوږدې کړئ او بریت ښه کم کړئ .﴿بخاري شریف ۲/۸۷۵ عن ابن عمر ^﴾

په یو بل حدیث شریف کې راغلي دي :

{قَصُّوْا الشَّوَارِبَ وَ اَرْخُوْا للُّـحٰی، خَالِفُوْا الْمَجُوْسَ.}

ژباړه : بریت واړه کړئ! او ږیرې اوږدې کړئ ، د مجوسیانو مخالفت وکړئ . ﴿رواه مسلم ۱/۲۹ – زاد العماد ۱/۱۷۹﴾

د رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم پر امت باندې واجب دی ځکه الله ﷻ فرمايي :

﴿وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ …﴾ { الحشر/ ۷ }

ژباړه: او هغه څه چې رسولﷺ يې تاسې ته درکوي ،هغه واخلئ؛ او له څه شي څخه چې تاسې منع کوي، له هغه څخه منع شئ. او له اللهﷻ څخه ووېرېږئ .

د رسول اللهﷺ خبره منل د اللهﷻ خبره منل دي؛ اللهﷻ فرمایي:

﴿- مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ ﴾. {النساء/۸۰}

ژباړه: څوك چې د رسول اللهﷺ حكم مني، د اللهﷻ حكم يې ومنلو.

او فرمايي :

﴿وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً مُبِيناً﴾ { الأحزاب/ ۳۶ } .

ژباړه: او کله چې الله ﷻاو د هغه رسول ﷺپه يو کار حکم کړی وي، هيڅ مؤمن او هيڅ مؤمنې ښځې ته نه دي په کار چې د دوی په کار کې کوم واک ولري، که څوک د اللهﷻ او د هغه له رسولﷺ څخه سرغړونه وکړي ، بې شکه چې هغه ښکاره لار ورکي دي .

د ږیرې خریونکو څخه د رسول اللهﷺ مخ اړول او ورته ښېرا کول!…:

یو ځل د کسریٰ بادشاه دوه قاصدان د نبي کریم ﷺ په دربار کې حاضر شول ، دواړو ږیرې کلې کړې وې او بریت یی غټ کړي وو ، نبي کریم ﷺ چې هغوی ولیدل نو دا ورباندې ډیر زیات بد ولګیدل او ویی فرمایل : په بلا اخته شئ! تاسو ته چا د داسې شکل جوړولو حکم درکړی دی ؟ هغوی په ځواب کې وویل : زمونږ آقا کسریٰ ـ

نو نبي کریم ﷺ وفرمایل : {لٰکِنَّ رَبِّي اَمَرَنِي بِاِعْفَاءِ لِحْیَتِي وَقَصِّ شَوَارِبِيْ}

ژباړه : لکن زما رب ماته د ږیرې د اوږدولو او د بریتو د کټ کولو حکم کړی دی .﴿البدایة والنهایة ۳/۲۶۹﴾

یو کتاب لیکي چې : قیس بن سعد بن عباده ^ د خزرج قبیلې د امیرانو نه وو، او ږیره یې نه وه، نو انصارو به ویل:

په الله قسم دی، که ږیره خرڅیداې، نو مونږ به دده لپاره اخیستې وای، تر څو پوره سړی شوی وای.

عمدةالقاري شرح صحیح البخاري لیکي :جبرئیل علیه السلام چې کله رسول الله ﷺته د انسان په شکل کې راغی ډېره توره ږیره يې در لوده.{په روایت د ابن حبان رحمه الله تعالی}.

نو معلومه شوه چې ږیره کلول په اصل کې د مشرکینو او آتش پرستو طریقه ده او ږیره ساتل د ایمان د خاوندانو نښه ده.

او ددې شمار په هغه سنتو کې هم دی کوم چې د مخکنیو انبیاؤ علیه السلام نه ثابت دي کومو ته چې فطرت ویلی کیږي ،په دې چې ږیره د ټولو انبیاء کرامو سنت او طریقه ده، سخت ډېر احادیث شته!

او قران کریم کې الله رب العزت د حضرت موسی علیه السلام څخه حکایت کوي، کله چې حضرت موسی علیه السلام د الله رب العزت ملاقات ته لاړ، نو قوم ته یې حضرت هارون علیه السلام پرېښود، خو کله چې موسی علیه السلام راتلو نو قوم یې د خوسکي په عبادت اخته شوي وو، موسی علیه السلام ته قهر ورغی او ورور یې له زني څخه ونیو، هغه علیه السلام ورته وویل:

﴿ قَالَ يَا ابْنَ أُمَّ لَا تَأْخُذْ بِلِحْيَتِي وَلَا بِرَأْسِي ﴾-{ طه /۹۴ }

ژباړه: اې د مور زویه مې! مه مې نیسه له ږیري څخه او نه تر سر.

حضرت عائشه صدیقه & فرمائی د نبي کریم ﷺ نه ارشاد نقل کوي: {عَشْرٌ مِّنَ الْفِطْرَةِ ….قَصُّ الشَّوَارِبِ وَ اِعْفَاءُ اللِّحْیَةِ….الخ}﴿مسلم شریف ۱/۱۲۹﴾

له عایشې & څخه روایت ده، چې رسول الله فرمایلې، لس شیان د اسلام له فطرت څخه دي.

۱: بریتونه لنډول.

۲: ږیره پریښودل.

۳: مسواک وهل.

۴: د اودس پرمهال پوزې ته اوبه اچول.

۵: نوکان پرېکول.

۶: د ګوتو بندونه مینځل.

۷: د تخرګ ویښتان لرې کول.

۸: د نامه لاندې ویښتان خریل.

۹: استنجاء کول.

۱۰: مصعب بن شیبه وائې، چې لسم (۱۰) راڅخه هېر ده، کیدای شې د اودس پر مهال خولې ته اوبه اچول وي.

وضاحت: فطرت څه معنی لري؟

علامه سیوطي رحمه الله فرمایلې:

د فطرت دوه معناګانې دي، یو دین او بل د پیغمبرانو هغه طریقه چې ټول پرې متفق وي.{تنویر الحوالک شرح موطا امام مالک ۲/۲۱۹}

☜ یعني ږیره پریښودل دین ده او د ټولو پیغمبرانو متفقه طریقه ده.

ددې وجوهاتو په وجه ږیره ساتل او بریت کټ کول واجب دي –او ږیره کلول حرام دي .

۩فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي :

د ږيرې پريښودل واجب دي د قبضې نه زيات کټ کول يې جائز دي او ديوه موټي يا قبضې نه کم کټ کول يې جواز نلري، ځکه چې داسې کول نه له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه له صحابؤ او نه هم له تابعينو څخه نقل شوی، چې د قبضې نه یې دې ږيره کمه کړي وي .

{فتاوی دارالعلوم ديوبند ج۲ ص ۱۰۵۶ }

همدارنګه درالمختار ليکي :

۩قوله ( والسنة فيها القبضة ) وهو أن يقبض الرجل لحيته فما زاد منها على قبضة قطعه كذا ذكره محمد في كتاب الآثار عن الإمام {۶/۴۰۷ درالمختار } .

أو سنّة مؤكدة فى حكم الواجب كما فى البحر {رد المحتار: ۱/۳۳۷، البحر الرائق: ۱/۳۴۱}

۩حلق کردن لحیه حرام است الخ. {اشعة اللمعات ۲۲۸ / ج۱}

ځنې فقهاؤ د ږېرې پريښودل سنت مؤکد بللي دي، مګر د جمهورو فقهاؤ قول وجوب دی، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د ږيرې پريښودلو امر کړی.

په دې وجه په دې کې تش په دې وینا سره تخفیف نه شي کیدلی چې«دا خو محض سنت دی که وکړی شي نو ښه ده او که ونه کړی شي نو څه ګناه خو په کې نشته!»لکه څنګه چې عام خلک وائی ، ولې چې دارنګه د سنتو سپکاوی پخپله د حضرت محمد ﷺ د محبت خلاف خبره ده – بله دا چې دې ته د سنتو زائډه ؤ درجه ورکول غلط دي ، که چیرې دا محض سنت زائده وي نو په نبي کریم ﷺ به دا خبره بده نه لګیدله او نه به ئی ددې په حقله دومره تاکید کولو – ددې وجې نه د ټولو فقهاؤ په نزد د ږیرې کلول او د موټي نه د کموالي په صورت کې کټ کول حرام دي – ددې تفصیلات د فقهې په کتابونو کې موجود دي .

نو اې زما خؤږه ورورکه!

د ږیرې پرېښودلو کلکه اراده وکړه، توفیق یې الله درکوي.

ږیره پرېږدئ، ګڼې ګټې لري!

لکه څرنګه چې ټولو ته ښه معلومه ده، هر هغه څه چې اسلام پرې امر کړی دی، هغه د اسلام د امر د پر ځای کولو تر څنګ ګڼې نورې ګټې هم لري.

ږیره هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه ده، او همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم، صحابه وو، تابعینو، مجتهدینو او زمونږ اسلافو یې د پرېښودلو په اړه جدي لارښوونې کړي دي.

ږیره چې په پورتنیو دلائلو سره د اسلام له نظره واجب بلل شوې ده، له نورو کریمونو او دوایانو څخه د مخ تر ټولو ستره ښکلا ده.

او مهمه خبره دا چې ږیره درلودل د ګناه پریښودو سبب کیږي او سړی له ګناه څخه ژغوري .

طب پوهانو د ږیرې د پرېښودو ګڼې ګټې ښودلي دي، چې ځينې یې په لاندې ډول دي.

– د مخ پوستکی مو له ګونځو او ژر زړېدلو څخه ژغوري.

– ږیره مو همدا شان د لمر د الټرا ویولېټ مضرو وړانګو څخه ساتي.

طب پوهان وایي، چې د لمر د الټرا ویلویټ وړانګې سرطان پېښوي.

– ږیره د مخ د هغو غوړو ساتنه کوي، چې د مخ پوستکی مرطوب ساتي.

– ږیره مو د غاړې او د زنې شاوخوا د تودوخې درجه برابره ساتي، طب پوهان وايي، د دغې تودوخې په ساتلو سره انسان له یو شمېر ناروغیو خاصتاً له زکام او ټوخي څخه ساتي.

– طب پوهان په دې نظر دي، که ږیره پاکه او منظمه وي، نو انسان جذاب او پیاوړی ښکاري.

– ږیره د زړو کسانو سره د ساه بندۍ په ناروغیو کې ښه مرسته کوي.

– د ژمي په موسم کې مو له چاودو څخه ساتي، او په نرموالي کې درسره ښه مرسته کوي.

-جنسي قوه مو پياوړې کوي.

– ږیره د غاښونو او ژامې د تکلیفونو بهترین علاج دی.

د یادولو ده، که ږیره پاکه او منظمه وساتل شي، د خلکو په وړاندې د ښه ښکارېدو تر څنګ طب پوهان یې د ږیرې سره شرط بولي.

د ږیري خرېیلو نقصانات :

– د رسول الله ﷺ د امر خلاف کار دی .

– د ږیرې په خرېیلو سره د رسول الله ﷺ د طریقې او سنت خلاف راځي همدارنګه د صحابه کرامو # ، تابعینو او تبع تابعینو د سیرت او مشابهت نه خلاف راځي .

– د ږیرې په خرېیلو سره د کافرانو سره مشابهت راځي او د کافرانو سره مشابهت حرام دی.

– د ږیرې په خرېیلو سره د ښځو سره مشابهت راځي او په اسلام کې د ښځو سره تشبه حرامه ده او د حدیث مطابق د رسول الله ﷺ د لعنت سبب کیږي.{ابو داود ، کتاب اللباس }

– ږیره خرېیل د فطرت خلاف کار دی .{امین الفتاوي ،ج۲،ص۴۴۴ }

– د ږیرې په خرېیلو سره د الله ﷻ په پیدا شوي شکل کې تغیر راوستل دي او د ږیرې خرېیلو ته امام قرطبي (تغیر في خلق الله ) ویلي.{تفسیر قرطبي ،ج۵،ص۳۹۳،سورة النساء}

– د ږیرې په خرېیلو سره د الله تعالی د نعمت بې قدري او نا شکري راځي ډیرو مفسیرینو د دې ایت کریمه لاندې دې خبرې ته اشاره کړې ده ( ولقد کرمنا بني ادم ).

– د ږیرې په خرېیلو سره د انسان صحت ته نقصان رسیږي .

– په ږیره خرېیونکي پسې لمونځ نه کیږي ځکه ږیره خرېیونکی فاسق دی او فاسق امامت مکروه تحریمي دی د امام په حیث یی ټاکل جائز نه دي {د امامت مسائل ،ص۵۴ }

– او د ږیرې خرېیل ګناه کبیره ده .

ږیره خرېیل د ځینو ناروغیو سبب کیږي :

– پر مخ باندې دانې .

– د مخ د پوستکي وچ والی ، چې د پوستکي د پرېکېدو ،التهاب او نورو کړاوونو سبب کیږي .

– د مخ د پوستکي چاودې .

– عامې وړې دانې .

– د مخ د طبیعي رنګ تېښته .

– د پوستکي د هر معمولي شي سره حساسیت (الرجي).

– د ږیرې د خرېیلو څخه سرطان پیدا کیږي .{همدرد صحت}

– د ږیرې د خرېیلو څخه زیړی او ایډز پیدا کیږي.

د فکر وړ خبره:

یو طرف ته د ږیرې دا شرعي حیثیت دی او بل طرف ته چې سړی وګوري نو د امت د اکثریت عمل ددې نه خلاف دی ، د ږیرې کلولو دا وبا دومره عامه شوې ده؛ چې د چا په ذهن کې هم دا نه راځي چې دا یوه ګناه ده ، بلکه که چاته وویلی شي او د هغه د پوهولو کوشش وشي نو هغه د خپلې غلطی د تسلیمولو په ځای خوشي او سپک عذرونه وړاندې کوي ؛ او لکه دا فارسي متل٬٬عذر ګناه بدتر از ګناه،، ترې نه جوړیږي.

د افسوس خبره ده نور قومونه چې د هغوی په ذهن کې د اخرت تصور هم نشته هغوی د خپلو شعائرو ډیر زیات اهتمام کوي او په هره سطحه باندې د خپل یو جدا شناخت جوړولو کوشش کوي او مسلمانان څوک چې د ټولې دنیا د انسانانو د فلاح او خلاصون ذمه وار دي او د اخرت د کامیابئ هیله او آرزو لري ، هغوی د خپل شناخت په ځای د نورو قومونو په علامتونو کې ځان د ننه کوي او د خپل وجود ختمولو ته تیاریږي د کومو چې سخته منع راغلې ده .

دا صورت صرف افسوسناک نه دی بلکه د مستقبل د پاره تشویش ناک هم دی ، نن هندوستان ته وګورئ په پوره هندوستان کې د سکهانو تعداد صرف دوه کروړه دی لیکن هغوی په خپلو شعائرو او شناخت باندې ټینګ ولاړ دي ، په سلو کسانو کې که یو سک هم وي نو هغه به د پټکي،ږیرې او د کرپان (وړی توری)په وجه د لرې نه پیژندلی کیږي ، ددې قوم هر فرد که په حکومتي دفترونو ، فوج او که د ښار په کمپنیو کی وي په هر حال کې هغوی خپل شناخت د خپلې سینې سره یو ځای ساتي او مسلمانان چې په ملک کې کم زیات په کروړونو تعداد موجود دي خو ولې د هغوی په جامو ، تراش خراش او نورو شیانو کې داسې په عامه توګه څه شناخت پاتې نه دی ، چې په هغې سره د دوی پیژندګلوي وشي او دوی د نورو نه ممتاز ښکاره شي .

د سفر په دوران کې د مسلمان او غیر مسلمه په منځ کې فرق کول ډیر ګران وي ، ددې غفلت او بې پروایی په وجه د مسلمانانو آواز ډیر کمزوری شوی دی او دوی د یو ځای کیدلو باوجود په دې صورت کې نه دي چې په چا پاندې خپله خبره ومنې ، دا د حضرت محمد ﷺ د هدایاتو نه د لرې والي نتیجه ده او ددې علاج صرف دا دی چې مونږ د خپل طرز العمل جاج واخلو او د ماحول (چاپیریال ) نه د متاثره کیدلو په ځای پوره په انصاف سره فیصله وکړو ، چې مونږ به د ژوند په هر پوړ باندې د الله ﷻ نه د شرم او حیا کولو په تقاضا عمل کوو .

الله تعالیٰ ﷻ د مونږ ته توفیق راکړي –اللهم آمین.

ږیره خریل ولې عام شو؟

بعضي علماء د شخصي ګټو پخاطر، یا د خلکو نه د ویرې په وجه، یا د خلکو د نه خفه کولو په وجه، یا د بعضې نورو وجوهاتو په بناء باندې د ږیري خریلو مذمت، او سزاګانې نه بیانوي، چې ددې په وجه په ټولنه کې خلکو ته ږیره خریل د سره ګناه نه معلومیږي، بلکې دا یې د ګناهونو له فهرست نه مکمل ایستې ده، چې په نتجه کې ډیر خلک په دې عظیمه ګناه کې مبتلاء دي او ښه په فخر سره ښکاره ږیره خرایي.

او بعضې خلکو ته ددې مسئلې پوره معلومات نه وي

او دا یې نظریه وي چې: که انسان ږیره پریږدي نو ثواب لري او که یی نه پریږدي نو صرف له ثوابه به محرومه شي، حالانکه داسې نده، بلکه ږیره پریښودل واجب دي اوخریل یې حرام ګناه کبیره ده.

لهذا ومې غوښتل چې دلته د ږيري موضوع په تفصیل سره بیان کړم، چې خلکو ته د ږیري پریښودلو اهمیت، حیثیت، فضیلت او فواید هم معلوم شی او ور سره دخریلو حکم نقصانات، سزاګانی هم معلومی شي.

مقصد او هدف مو د الله تعالی رضا او د مخلوق خیر خواهی ده، د هیچا سپکاوی او اهانت مې مقصود نه دی.

ليکنه: محمد تائب رحيمي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب