د ليمو پوست ګټې

لیمو ګڼې ګټې لري، له وېښتو واخله تر پوستکي او ان عمومي روغتیا پورې. لیمو د پوستکي تور خاپونه له منځه وړي او د وجود معافیتي سیسټم پياوړی کوي. د لیمو پوستکی هم تر لیمو کم نه دی. د لیمو پوستکی کلسیم، پوتاشیم، او ویټامین سي لري، چې د درملنې په مختلفو مېتودونو کې د کارېدو وړتيا لري. دلته يې د ځينو ګټو يادونه کوو:
۱ـ د پوستکي تور داغونه ختموي: د لیمو پوستکی د انسان د پوستکي تور داغونه ختموي او پوستکي ته نرمښت ورکوي.
۲ـ د ویټامین سي په څېر کار کوي: که د لیمو پوستکی لمر ته وچ او بیا میده شي، د ویټامین سي ځای نیسي.
۳ـ هډوکي پياوړي کوي: د لیمو پوستکی د کلسیم په درلودلو سره د هډوکو په غښتلتیا کې مهم رول لوبوي. د کېنسر (سرطان) ناروغيو په مخنيوي کې هم ګټور ثابتېږي.
۴ـ د وینې غوړ کموي.
۵ـ ستړیا لرې کوي او انسان ته د تازه والي احساس ورکوي.
۶ـ د وینې د لوړ فشار مخه نیسي.
۷ـ د زکام په درملنه کې هم ګټور تمامېږي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب