د زیتون طبي گټې

زیتون خاص خوند لرلو سربیره ډیرې زیاتې صحي گټې هم لري. دلته به مو د زیتون له څو مهمو گټو سره اشنا کړو:

٭ زیتون د اوچت کولیسټرول کنټرولولو تر ټولو غوره درملنه ده؛

٭ زیتون د وینې لوړ فشار کنټرولوي؛

٭ زیتون کې موجود مواد د مختلفو میوو او سبزیجاتو نعم البدل دی؛

٭ زیتون د ویټامین اې تر ټولو غوره منبع ده؛

٭ زیتون د بدن د سلولونو د له منځه تلو مخنیوی کوي؛

٭ د زیتون استعمال انسان د الزایمر له ناروغي څخه ژغوري؛

٭ زیتون په رگونو کې د وینې د کنگل کېدو مخنیوی کوي؛

٭ په زیتون کې موجود مواد د بدن سلولونو څخه ساتنې کولو سره د سرطان په څیر وژونکې ناروغي څخه مخنیوی کوي؛

٭ زیتون له استعمال سره په بدن کې وینه له نورمال اندازې څخه نه کمیږي؛

٭ زیتون د اولاد پیدا کولو صلاحیت تقویه کوي؛

٭ زیتون د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي.

سربیره پر دې زیتون د مختلفو هغو ویټامینونو غوره منبع ده چې د بدن عمومي روغتیا ته ډیره اړینه ده.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب