هغه ویټامین چې د سرطان ضد د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي

یو له هغو ناروغیو څخه چې هر څوک ترې ویره لري سرطان دی. سرطان هغه ناروغۍ دی چې یوازې له نوم اخیستو سره يي هم خلک د خطر او وحشت احساس کوي. د غټو کولمو سرطان په ټوله نړۍ کې د مړینې څلورم ستر لامل ګڼل کیږي. یوازې په امریکا کې د د ناروغۍ کنټرول او مخنیوی ادارې (Centers for Disease Control and Prevention) راپور پر بنسټ په ۲۰۱۱ز کال کې ۵۱۷۸۳ کسان د سرطان ناروغۍ له امله د مرګ په خوب ویده شوي. د هر کس په ذهن کې به سوال پیدا کیږي چې څنګه کولی شي له دغې خطراناکې ناروغۍ څخه ځان وژغوري.

د ناروغۍ مخنیوی تر درملنې غوره ده!

داسې ډیرې لارې او خواړه شتون لري چې انسان له مختلفو ناروغیو څخه ژغورلی شي او انسان روغ ساتلی شي. ځینې داسې خواړه هم شتون لري چې د بدن دفاعي نظام پیاوی کوي د کوم په مرسته چې د ډیرو مهلکو ناروغیو مخه نیول کیدی شي.

هغه خواړه چې د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي د غټو کولمو سرطان څخه هم مخنیوی کوي. یوه څیړنه چې د ډانا فاربر (Dana-Farber) نومې سرطان مرکز کې ترسره شوې ښيي چې د ویټامین ډي (Vitamin D) او وحشتناکو ناروغیو تر منځ یو ځانګړی اړیکه لیدل کیږي.

ویټامین ډي او غټو کولمو سرطان
د مشرانو خبره چې که خدای درد پیدا کړی نو درمل يي هم پیدا کړی. ویټامین ډي (Vitamin D) یو له اړینو ویټامینونو څخه دی چې کولی شي انسان له مهلکو ناروغیو څخه وژغوري. د دغې ویټامین تولید لپاره د لمر وړانګې اړین ګڼل کیږي. د لمر وړانګې د بدن په پوټکي کې شته ویټامین ډي (Vitamin D) په ترکیبولو کې ځانګړی اثر لري. کله چې ویټامین ډي د لمر وړانګو په وسیله تولید شي نو خپل ګټور فعالیت پیلوي.

your ads

ویټامین ډي هډوکي پیاوړی کوي او د هډوکو له منځه تللي برخي هم رغوي. دغه ویټامین د کلسیم په جذبولو کې مرسته کوي. یو شمیر څیړنې ښيي چې دغه ویټامین د زړه حملې او ساه بندي ناروغۍ ته هم ډیره زیات ګټه لري.

د ویټامین ډي یو له غوره او پیاوړو ګټو څخه دا دی چې دغه ویټامین انسان د غټو کولمو له سرطان څخه ژغوري کوم چې په نړۍ کې د مړینې څلورم ستر لامل ګڼل کیږي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا ویټامین ډي د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي کوم چې د کولمو په سرطان د اخته کیدو خطر له منځه وړي. ډاکټر شوجي اوجینو (Dr. Shuji Ogino) په وینا ویټامین ډي په بدن کې ټي (T) حجرات فعالوي کوم چې د سرطاني حجراتو پیدا کولو او له منځه وړلو دنده په غاړه لري.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب