کور کې تیارېدونکي خواړه صحي کړئ

کور کې تیارېدونکي خواړه صحي کړئ

څو وړو ټکو پام کې نیولو سره ستاسو هر خواړه صحي کیدی شي. څنگه چې پوهیږو صحي خواړه د اوږد او روغ ژوند ډیره مهمه وسیله ده؛ خو کله مونږ فکر کوو چې زمونږ خواړه صحي دې حال دا چې مونږ په خپله صحي خواړه له ځینې غیر ضروري موادو له زیاتولو سره مضره کړي وي.

له لاندینوی ټکو پام کې نیولو سره هر خواړه صحي او گټور کیدی شي:

۱ـ سبزیجاتو د تیل پر ځای د زیتون له تیل څخه استفاده وکړئ:

د سبزیجاتو له تیل لکه د جوارو تیل او سویابین تیل له استعمال سره خواړه صحي کیدی نشي. یاد شوي تیل ډیر فشار او کیمیاوي موادو په

وسیله تصفیه شوي چې ستاسو روغتیا ته ضرر رسوي په خاصه توگه کله چې گرمه شي.

د نور تیلو پر ځای له زیتون څخه د پخلي لپاره استفاده وکړئ تاسو د ناریال له تیله هم استفاده کولی شئ.

د زیتون او ناریالو تیل تر زیات او نورمال تودوخې لاندې خپل اصلي خاصیت له لاسه نه ورکوي او ډیر زیات صحي دي.

your ads

۲ـ د مالگې پر ځای صحي بوټې استعمال کړئ:

اکثره په خوړو کې د خوند برابرولو لپاره اضافي مالگې څخه استفاده کوو؛ خو پر دې نه پوهیږو چې مونږ په خوړو کې غیر ضروري سودیم اضافه کوو

چې روغتیا ته ډیره مضره ده. د خوړو صحي کولو یوه غوره لار دا ده چې د مالگې پر ځای له صحي بوټو څخه استفاده وکړو.

تاسو د خپلو خوړو خوند د تازه او وچو بوټو لکه دهڼیه، پودینه او هوگې څخه په استفادې سره زیاتولی شئ.

۳ـ بوره لږه کاروئ:

د بورې د نه استعمال لپاره ډیر دلایل موجود دي؛ خو که د بورې استعمال بندولی نه شئ لږ تر لږه استعمال يي کم کړئ. بوره د ډیرو ناروغیو اصلي لامل دی. د بورې زیات استعمال د

شکر او هډوکو ناروغي سبب گرځي، د بدن دفاعي سیسټم کمزوری کوي، گردې تخریبوي او په بدن کې د مینرالونو بیلنس له منځه وړي. زما په نظر دغه دلایل به د بورې نه استعمال لپاره کافي وي.

د خوړو او مشروباتو د خوږولو او صحي کولو لپاره د بورې پر ځای ستویا استعمالوی شئ.

۴ـ سبزیجاتو استعمال زیات کړئ:

سبزیجات د ویټامینونو او مینرالونو تر ټولو غوره منبع ده او ټول هغه گټور مواد لري چې د بدن عمومي روغتیا ته گټه لري. کوشش وکړئ چې زیاته اندازه سبزي په

هرو خوړو کې واچوئ حتې هغه خوړو کې چې سبزي نه لري لکه غوښه یا وریجې.

۵ـ سبوس لرونکي غله جات استعمال کړئ:

کله چې ډوډۍ یا وریجې پخوئ کوښښ وکړئ چې سبوس لرونکي يي استعمال کړئ. د مثال په ډول ډوډۍ پخولو لپاره د سپینو اوړو پر ځآی سبوس لرونکی

اوړه استعمال کړئ.

څیړنو ثابته کړې ده چې سبوس لرونکي غله جات د ډیرو سختو ناروغیو مخنیوی کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب