څیړنه: غله جات انسان د زړه له ناروغیو ژغوري

دغه څیړنه په داسې حال کې شوی چې ویل کیږي نوی نسل کې د غله جاتو استعمال ډیر زیات کم شوی.

خو یوه نوې څیړنه ثابته کړې هغه خلک چې خپل خواړه کې غله جات زیات استعمالوي هغوي نه یوازې د زړه له ناروغیو په امان وي بلکه له ناروغیو څخه د ژغورلو په مرسته انسان عمر زیاتولی شي.

د امریکا هارورډ پوهنتون کې شوی دغه څیړنه ښيي هغه خلک چې خپل خواړه کې غله جات لکه د غنمو ډوډۍ او ځینې نور ډولونه يي زیات استعمال کړي د زړه له ناروغیو به په امان وي.

د دې څیړنې پر بنسټ هغه خلک چې زیاته انداز ه غله جات استعمالوي په هغوي کې سربیره پر دې چې د زړه ناروغۍ خطر کموي د سرطان ناروغۍ څخه هم مخنیوی کوي.

دغه څیړنه کې څیړونکو له ۱۹۸۰ څخه تر ۲۰۱۰ زیږیدیز کال پورې د ۷۴۰۰۰ نارینه او ۴۴۰۰۰ ښځو ژوند او د خواړه استعمال مطالعه کړ.

له دې مطالعې څخه معلومه شوه چې هغه خلک چې خپل خواړه کې زیات غله جات استعمالوي په هغوي کې سربیره پر دې چې د زړه ناروغۍ خطر کمیږي د سرطان څخه هم مخنیوی کوي.

د دغې څیړنې پر بنسټ د غله جاتو ډیر استعمالوونکي په ناروغیو ډیر نه اخته کیږي نو په همدې اساس د دغو کسانو ژوند نسبت نورو ته اوږد وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب