ماشومانو ته د هغوئ حقوق ورکول ولې اوڅه ګټه لري؟

 دماشومانو حقوق اداکول او دهغوئ سمه خبره منل داسي څه دي چي دهغوئ په زړه اودماغ کښي مثبت فکرپیداکوي او هغوئ له دې څخه داپهموي چي ژونددراکړې ورکړې نوم ده.اوپه دې ډول سره ماشومان دسمې خبرودمنلوسره عادت کيږي،کله چي بیادهغوئ په وړاندي ددې ښه بېلګه هم وي،اوهغوئ ته دخپلوحقوقودترلاسه کولولپاره سمه لاره په لاس ورځي،او ددې برعکس په کولوسره هغوئ دپرمختګ پرځای دشاته پاتي کېدو ښکارګرځي.

تاسوځیرشئ چي په دې حدیث مبارک کښي رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم له یوه کوچني چي دهغه صلی الله تعالی علیه وسلم په ښي اړخ کښي ناست وو اجازه وغوښته چي هغه له خپله حقه دهغه مشرپه وړاندي تېرشي چي دهغه صلی الله تعالی علیه وسلم په کیڼ اړخ کښي ناست وو،مګرهغه ماشوم دې ته تیار نه شوچي درسول اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم دپاته شوني په لاس ته راوړلوکي څوک ترځان غوره وګڼي،همدا ووچي رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم لوښی هغه ته ورکړ ترڅوله خپله حقه ګټه واخلي.

په صحیح بخاري اوصحیح مسلم کښي له سهل بن سعدرضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چي :درسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم په خدمت کښي دڅښلوڅه وړاندي کړل شول،اوهغه صلی الله تعالی علیه وسلم یوڅه نوش کړل،په همدې وخت کښي دهغه صلی الله تعالی علیه وسلم په راسته طرف کښي یوهلک ناست وو اوپه چپ طرف کښي نورلویان خلګ ناست وو،هغه صلی الله تعالی علیه وسلم هغه ماشوم ته وویل چي ایاته ماته اجازه راکوې چي زه لوښی مشرانوته ورکړم؟ هغه ماشوم وویل چي : نه ،ای دالله رسوله ! زه له تاڅخه پاته خپله برخه کښي پرخپل باندي چاته وړاندي والی نه ورکوم(ددې په اورېدو سره)رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم ( لوښی) دهغه په لاس کښي ورکښيښودی.اودرزین په روایت داهم زیات دي چي: هغه ماشوم فضل بن عباس رضي الله تعالی عنه وو.(جامع الاصول

مولوي طیب

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب