د زعفران تاریخ او کرنه یې

زعفران تاریخ او پيژندنه

زعفران د تاریخي پلوه ډېر پخوانی شالید لري، د ځینو روایاتو له مخي پنځه دېرش سوه کاله وړاندي انسانانو دا توکي د درملو په توګه کارول ایران ته د عربي لښکر تر راتګ وړاندي دا بوټی د لارکیماس په نامه یادېدی، عربو د الزعفران په نامه یاد کړی،په اتلسمه پیړۍ کي دې بوټي اروپا ته لاره موندلې د ویلډن په نامه سیمه اوس هم په انګلستان کي د ویلډن سیفران په نامه مشهوره ده،زعفران عربي ویې دی چي فارسیان یې د زر+پر+ان(ژړګلي،طلا ګلي)په نامه یادوي،اصلي زعفران د ګل په غوټۍ کي د ویښتانو په څېر نري تارونه دي چي د وچېدلو نه وروسته ورنه په دوا،عطر او رنګونو کي ګټه اخیستل کیږي،اوس په نړۍ کي د دې بوټي تر ټولو ستر پېداګر ایران دی، ډیره د خوښۍ خبره دا ده چي زموږ ګران هیواد کي هم د زعفرانو کښت پیل شوی هیله مو دا ده چي ددې ګټمني دوا په کرلو به د کوکنارو د کر ملا ماته شي او بوټۍبه یې ورک شي.

د زعفرانو ګټي:

د زعفران کارول بیخي ډیري ګټي لري، زعفران د درملو،رنګ او خوندورو خوړو په جوړولو کي کارول کیږي،د خوږو شربتو او شیرینۍ په جوړولو کي هم کاریږي،دوه تاره یې چایو ته خوند وربخښي د پښتورګو درد،سالنډي،آرام خوب او د سر درد لپاره وړ او مناسب درمل دي د هند په زعفراني شربتو،ګلیسرین زعفران اوتنتور زعفرانو کي هم ورنه ګټه اخیستل کیږي،زموږ په هیواد کي د زعفرانو کر د اقتصادي ګټو تر څنګ د تاریاکو بدیل کیدلی شي،دولت باید د بزګرانو او ځمکوالو سره مرسته وکړي تر څو زموږ هیواد وال د زعفرانو د کر لپاره زړه ښه کړي.

د زعفرانو کرنه:

په ګرمسېره سیمو کي چي ژمی یې ملایم،دوبی یې ګرم او خشک وي د زعفرانو کر ښه حاصل ورکوي،که څه هم زعفران د یخ او سړې هوا په وړاندي تر ډیره مقاومت کولی شي خو د ژمي وروستۍ شپې او د پسرلي پیل ددې بوټي د را ټوکیدلو او ویښېدلو وخت دی نو په دې وخت کي معتدله هوا ورته ډیره ګټوره وي،د دوبي او ګرمۍ شپې ددې بوټی د خوب و آرام شپې وي نو باران او اوبه ورته زیان رسوي،نو په هغه سیمو کي چي د دوبي بارانونه کیږي باید و نه کرل شي.

لمرینه ځمکه چي درختي و نه لري او تر یو بریده د سړې هوا نه هم خوندي وي د زعفرانو د کر لپاره مناسبه او وړ ځای دی.

لکه څنګه چي په مځکه کي د زعفرانو موده(۵-۷)کالو پوري وي نو پکار ده چي مځکه خاورینه او پسته وي ډبرینه،واښنه او لوټنه مځکه د زعفرانو د ودي د مخنیوي لامل ګرځي.

د زعفرانو کر په پسرلي او ژمي دواړو کي کیږي خو د پسرلي لومړۍ میاشت چي بارانونه ودریږي د کر لپاره ښه وخت دی لومړی باید مځکه یوې شي،وروسته د ۱۰-۱۵ورځو نه باید یو ځل بیا یوې شي، واښه ورنه لیري او د لوټو د ماتولو په موخه ښه ماله شي،دوه اونۍ وروسته د یوي پر وخت باید کود ورکړل شي چي واښه یې ورک شي او مځکه دي د اوږدو کوردانو په شکل جوړه شي،وروسته دي په هر کورد کي نرۍ چرۍ (ویالې)وکښل شي،د زعفرانو پیاز دي چرۍ ته ور واچوي او تر خاورو دې لاندي کړي،په دې ډول دي توله مځکه وکري،د ایښودلو په وخت کي باید د پیازو سرونه لوړ وي،د پیازو د لا خوندیتوب په موخه بایدشل سانتۍ تر مځکه لاندي کېښول شي تر څو په ژمي کي د سړې هوا او په اوړي کي له ګرمي هوا نه خوندي وساتل شي،د زعفرانو په کر کي ۴-۵کسه ونډه لرلی شي،هغه داسي چي یو کس به چرۍ جوړوي،دوه کسه به د پیازو دستې جوړوي او څلورم کس به دستې په چریو کي ږدي،پنځم کس به خاوري ورباندي را اړوي او پټوی به یې.

your ads

د زعفرانو یوه ښېګڼه دا هم ده چي ډېري اوبه نه غواړي،خو د لومړي ځل اوبه ورکولو په وخت کي بویه ښه پاملرنه ورته وشي تر څو اوبه ټولو کوردانو ته په مساوي ډول ورسیږي،که چیري یو کورد ډیر او بل لږ اوبه شي نو د راټوکیدلو په وخت کي ځیني ژر او نور بیا ځنډني کیږي چي دا کار یې محصولات کموي،باید ټول په یو ځای د مځکي نه را ووزي.

یوه یادونه چي اړینه یې ګڼم هغه د لومړی کال حاصل دي چي ښایې ښه لاس ته راوړنه و نه لري،نو بزګر باید ناهیلي نشي د لومړي کال نه وروسته نو زعفران په ښه توګه حاصلات ورکوي.

د زعفرانو پیاز تر ډیره بریده د چینجیانو او نورو حیواناتو له ګواښونو خوندي وي،خو مږي او موږکان ددې بوټي دوښمنان دي،ریښو ته یې زیان رسوي،بزګران باید په مځکه کي د مږو غاري وتړي تر څو د زعفرانوپیاز ته تاوان و نه رسوي.

د زعفرانو د ګل کیدلو وخت د ۱۰-۱۵ ورځو پوري دی،همدا ډول د ګل اخیستلو نېټه یې هم د۱۰-۱۵ورځو پوري ده،د زعفرانو د ګل اخیستني پروسه په لاس تر ټولو ښه کیږي،سهار د لمانځه نه وروسته بیا تر نهه بجو پوري د زعفران دګل پریکولو ښه او مناسب وخت دی،د هرات ولایت زیاتره بزګر او پانګوال د زعفرانو ګل اخیستني پروسه د ښځواو ماشومانو په مرسته ترسره کوي او په دې توګه یې د ډیریو کورنیو څراغونه بل ساتلي،هیله من یو چي دا بوټۍ د افغان هیواد د هر بزګر د مځکي ښایست شي تر څوپه اقتصادي ډګر کي د نړۍ او سیمي هیوادونو سره سیالي وکړو.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب