مالګه او اړینه کچه يې په خوراکي توکو کې!

 

مالګه د سوډیم Na اوکلورین Cl دعنصرو له ایون Ions څخه جوړہ شوې،چې په عامه اصطلاح د خوړو مالګه Common Salt ورته وايي ( Sodium Chloride )

[ NaCl ].

مالګه په خپله د وجود لپاره د ضروري اولازمی خوراکي توکو څخه دہ چې په خوړو کې ګډېږي،

۱) غذا لذت دارہ او خوندورہ شي.

۲) د خوراکي توکو د پاکۍ او محفوظ ساتندویه دہ.

۳) د ویني د فشارد جګوالي او ټیټوالي د ادارہ کولو ګټورعامل دہ.

۴) سوډیم د وجود د ټولو حُجرو د فعالیت لپاره ډېرمھم عنصر ګڼل کېږي:

الف: که چېرته مالګه په بدن کې کمه شي نو کھالي او عضلاتي قولنج یا تشنج را منځ ته کړي، د وینې فشارھم ټیټ شي.

ب: چې خوراک ېې زیات او کچه يې لوړہ شي، سبب د وینې د جګ فشار، یا حمله د زړہ او سکته د مغز د وخت په تېرېدو سرہ رامنځته کېږي.

د مالګې په اړه روغتیايي لارښوونه:

سوډیم Sodium چې له مالګې څخه ترلاسه کېږی، ورځنۍ اړتیا يې له ۱۵۰۰ Mg (ميلي گرامه) تر ۲۳۰۰ Mg پورې دہ. دا له دوہ ګرام تر څلورنیم ګرام مالګې څخه ترلاسه کېږي.

لیکن زیات شمېر خلک ھرہ ورځ تر یوہ نیمه کاشوغه ( ½۱ ) زیاته مالګه خوري چې اته یا نھه ( ۸ یا ۹ ) ګرامه کېږي. دا په خپله تخمینآ ۳,۴۰۰ Mg سوډیم کېږي چې د بدن لپاره مضر تمامېږي.

لھذا؛ پورته ذکر شوو نښو ته باید ژورہ پاملرنه وشي او په خوراک کې د مالګي منځ دریځي/ اعتدال حتمي دی.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب