هغوی ماته نه خوړله ځکه چې…|صحابه کرام

د یرموک له جګړې وروسته کله چې هرقل انطاكيه ته ورسيد او لښكر يې مات شو, پوښتنه يې وكړه چې خوارشئ ددې خلكو په اړه چې له تاسو سره جنګيږي ستاسې څه نظر دى؟ اّيا دوى ستاسو په شان انسانان نه دي؟

هغوى وويل: ولې نه!
هرقل پوښتنه وكړه تاسې زيات ياست كه هغوى؟

هغوى وويل: په هره جګړه كې مونږ د هغوى څو برابره يو.

هرقل وويل: نو بياولې د تل لپاره ماته خورئ؟

يو سپين ږيرى راپورته شو او ويې ويل: لدې كبله چې هغوى د شپې الله تعالى ته ودريږي او د ورځې روژه نيسي, په خپله وعده او عهد كلك ولاړ وي, په نيكيو امركوي, له بديو څخه خلك منع كوي, په خپل منځ كې په انصاف پريكړې كوي او بل پلوه مونږ شراب څښو, زنا كوو, حرام خورو, عهدونه ماتوو, ظلم او تيرى كوو په هغه څه امر كوو چې الله پرې ناراضه كيږي او له هغه څه څخه خلك منع كوو چې الله تعالى يې خوښوي, او د ځمكې پر مخ فساد كوو.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب