د اپنډيسايټس درملنه څه ده؟

د اپندېسيټ درملنه د جراحي عمليات او د اپنډکس غوڅول دي چې د اپنډکټومي Appendectomy په نامه يادېږي. ځينې وخت داسې هم کیږی چې جراح د ناروغۍ د تشخيص په هکله شک ولري. پدې حالاتو کې غوره ګڼل کیږی چې د انتظار ويستلو پرځای جراحي عمليات ترسره شي ترڅو د ممکنه خطرونو مخنيوی وشي.

که چیری ته د اپنډکس د چاودېدو له کبله ابسِه جوړه شوې وي، درملنه په دوه مرحلو کې ترسره کیږی: لمړی دجراحي عمليات سره د ابسه زوې ويستل کیږی او څه موده وروسته بيا اپنډکس لرې کیږی. ښه ده چې د عمليات څخه مخکې ناروغ ته د مکروب ضد درمل ورکول شي.

که دجراحي له عمليات وروسته لاندينيو ستونځو سره مخ شوﺉ، په بیړه ډاکټر ته لاړ شی:
• پرله پسې کانګې
• د ګېډې مخ په ډېرېدو درد
• ګنګسيت او بې هوښه کیدل
• په کانګو يا تشو متيازو کې د وينې شتوالی
• تبه
• په عمليات شوي ټپ کې د زوې (چرک) شتوالی
په لنډ دول، په پام کې ولرﺉ چې د ډاکټر د ښوونې پرته د ګیډې د درد لپاره درمل مه کاروﺉ. د ناروغۍ د ښه او په وخت تشخيص لپاره غوره ګڼل کیږی چې د جراحۍ کارپوه يا متخصص سره مشوره وشي

داكتره مريم زينب

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب