د دعوت د اسلوب نبوي بېلګه

په مختلفو روایاتو کې لیدل کیږې چې رسول الله صلي الله علیه وسلم به کله یوڅوک په ناسمه لار ولید یا به یې د چا بیکاره خبرې واوریدلي نو هغه ته به یې مخامخ نه ویل چې دا کار داسي مه کوه بلکي رسول الله صلي الله علیه وسلم به منبرته وخوت ، خطبه به یې وویله او په خطبه کې به یې هغه خبر یاده کړه، د هغي یا کار د غلطوالي به یې دلیل وړاندي او سمه لاره به یې صحابه و ته روښانه کړه او د خبرو اسلوب به یې داسي و چې ویل به یې : په تاسو کې ځیني خلک داسي کار کوې یاداسي خبره کوې. او کله به یې بل چا ته وویل چې هغه فلانی پوه کړه.

لکه انس بن مالك رضي الله عنه وایې : له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو سړی ناست و چې زغفران یې لګولي وو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې په چا کې داسي شی ولید چې ده ته به یې خوند نه ورکاوه نو هغه ته به یې مخامخ خبره نه کوله ، کله چې هغه سړی ولاړ شو ناستو خلکو ته یې وویل : که تاسو ده ته ووایئ چې دا زغفران لګول پریږدې . عن أنس بن مالك رضي الله عنه : عن رسول الله أنه كان عنده رجل به أثر صفرة قال وكان رسول الله لا يكاد يواجه أحداً بشئ يكرهه فلما قام قال للقوم لو قلتم له يدع هذه الصفرة (رواه الترمذي في الشمائل) .

[irp][irp][irp]

دا د دعوت هغه غوره نبوي اسلوب دی چې په دي روایت کې موږ ته روښانه شوی دی، هغه کس ته یې مخامخ ونه ویل بلکي د هغه له تګ وروسته یې ناستو خلکوته وویل چې هغه ته داسي ووایئ، او درسول الله صلي الله علیه وسلم ددي عادت په اړه انس رضی الله عنه وایې : وكان رسول الله لا يكاد يواجه أحداً بشئ يكرهه.

دا حقیقت ده چې حکیمانه دعوت ډیر نازک او دروند کار دی، د دعوت اسلوب او چلند باید ډیر دقیق او په نبوي حکمتونو او د نرمي په پسول پسوللی وي، هر انسان د الله بیل مخلوق دی ، د هر انسان ځانګړی خوی او مزاج وي، په یوه نیم کس باندي ډیره وړه خبره بده لګیږې او ځیني نور د لویو سینو څښتنان وي، داراز ځیني انسانان دخلکو په منځ کې یو ډول او په ګوښي حالت کې بل ډول وي، نو داعي ته لازمه ده چې په ډیر حکمت او پوره نرمي سره د دعوت کار پرمخ بوځې او په دې لاره کې زموږ له پاره ترټولو غوره لارښود نبوي سیرت او اخلاق دي موږ باید سیرت په دقت سره مطآلعه کړو . او د هغه په رڼا کې خلک په حکیماته اسلوب او د غوره اخلاقو په ځواک سره سمي لاري ته راوبولو . دا لوړه د نبوي دعوت یوه غوره بېلګه ده باید هر دعوتګر یې د لاري مشال وګرځوي.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب